لویدیځي رسنی د عام افغان ولس د زړه سواندو په رول کې وخت ناوخت ځني مضمونونه خپروي تر څو د خپلو ښکېلاګرو اوږدمهاله پاتي کېدو ته پلمې جوړي کړي او تر څنګ یې د خپلو ښکېلاکګرو د بېل کړه او ایل کړه پالیسی، د هغوی د ځواکونو او د هغوی او ګاونډیانو د لاسپوڅو روزمره توکمیزې تصفیې ته د بشردوستۍ نقاب ورواغوندي.. افغان ولس او په تېره بیا د دې ولس لوستي کتلې ته پکار ده چې د مغزشویې دې لوبې ته بیداره اوسي او خپل ولس په دې لومو کې له راګیریدو نه د مخه خبر کړي.
په افغانستان کې د توکمیزې تصفيې وېره
په نړیوالو ځواکونو له یوې بلې حملې نه وروسته افغانستا نپوهان د افغانستان وضعیت خورا تېاره انځوروي. اوس دوی د نړیوالو ځواکونو له وتلو نه وروسته د توکمیزې تصفیې وېره لري.
د کریستیان میکېلسېن په انستیتوت کې افغانستانپېژانده او د څېړنو مشر (آرنه ستراند) وایي: دا وروستی کال ما د افغانانو په لرلید کې یو د پام وړ بدلون محسوس کړی دی. هغوی چې زه ورسره غږېدلی یم، ټول، زیاتتره له ناڅرګندتوب نه سر ټکوي او کم شمېر کسان دا ویلی شي چې دوی پوهېږي چې دا هر څه به په کوم لوري خوځي.
پرون د طالبانو سرتېرو د هغې ساحې په منځ کې ۱۹ ساعته مقاومت وکړ کوم چې باید د کابل محفوظه ترینه ساحه واوسي. ایله نن سحر د افغاني دولت ځواکونه د ناتو په ملاټړ پر دې وتوانېدل چې پر بلواګرو بریالي شي، کومو چې پدي برید کې لاس درلودۍ او له کوم نه چې دناتو عمومي قرارګاه هم زیانمنه شوه. ژونالیست (اندرش سعومه هامر) یو له هغو کسانو دی چې د دې برید ټول جریان یې په خپلو سترګو لیدلی دی.
زه چې چېرته وم، هلته بشپړه هله ګوله مسلطه شوه. په سلګونه کسان له منطقې نه په منډه کې وو. دا په ځانګړي ډول د راکټلانچرونو هغه ګلولې چې زمونږ شاوخوا لګېدې، وې چې وېره یې رامنځ ته کوله. له ۱۹۷۹ کال نه راپدېخوا په افغانستان کې جنګ وو او د ځينو مخکینیو بریدونو په لړ کې زما شاوخوا د ځینو شته کسانو آرامتیا زه حیران کړی یم . نن دی په خپل بلوګ کې لیکي چې ډېر هم داسې نه دي پېښ شوي لکه نن سې شنبې چې ما ولیده، چې افغانان دي له چاودونو نه د پناه اخستنې په نېت د کتارو او دیوالو بېخ ته په خاپوړو شوي وي.
له بد نه د بدترۍ په لور
دی او (ستراند) دواړه دا مملکت ښه پېژني او دواړه په دې کې سره موافق دي چې دا وروستی کال ډېر څه له بد نه د بدترۍ په لور تللي دي.
ستراند وایي: هغه څه چې زه یې وینم هغه د قومپالنې او توکمپالنې د کچې لوړېدا ده، چېرته چې سړی تر پخوا زیات د ملي ډلګیو پر ځای خپلو توکمیزو ډلګیو ته پناه وړي. هغه څه چې په داسي حالاتو کې یې وېره شته، هغه د طالبانو تر واک نیونې دمخه ۹۰ لسیزې ته په ورته والي د توکمیزو شخړو زیاتوالی دی .
(ستراند) په داسې حال کې چې (هامر) یې نظر تائیدوي په دې ټینګار کوي چې دا وطن په ټوله کې په منفي لور خوځې او دا چې اوس سړی باید ډېره لټه وکړي تر څو په افغانستان کې اصلا د کوم مثبت څه څرک ولګوي.
هامر لیکي: په داسي حال کې چې پوځ د افغانيکېدو او له بهرنیو سرتېرو نه افغاني امنیتي ځواکونو ته د امنیت د مسولیت د لېږد خبري کوي، ټول هغوی چې دلته ژوند کوي، دې ته تیاریاني نیسي چې مني ته به حالات نور هم کړکېچن شي. بلواګر به وغواړي دا وښیي چي دلته هیڅڅوک هم کنترول نه لري، البته په دې خبره کې دوی برحقه هم دي.
په ۲۰۰۱ کي یې په ژمنو کې زیاتی کړی وو
دا چې پرون په کابل کې طالب سرتېرو افغاني پوځ او پولیس وشرمول دا معنئ نه لري چې ګواکې دوی په دې بریالي شوي چې په ښار کې د خپلو پلویانو شمیره زیاته کړي، برخلاف خبره بیخي د هغې متضاده ده.
ستراند وایي: طالبان په کابل کې کمزوري دي خو پولیس او پوځ بیا تر هغوی هم پسې کمزوري دي. دوی ناسم تنظیم او ناهیلي شوي دي.
د ۲۰۰۱ کال د امریکایي مشری لاندي تېري نه راپدېخوا په کابل او لویو افغاني ښاریو کې ډېر څه بهتره شوي خو تر څنګ یې د بیوزلو او شتمنو تر منځ شته توپیرونه لازیات شوي دي.
ستراند وایي: لویترینه ستونزه به دا وي چې سړي په ۲۰۰۱ کې په خپلو ژمنو کې زېاتی کړی دی. په نور څه سربېره به په افغانستان کې په پنځه کلونو کې دننه بشپړه ولسواکي پلي کېده، پداسي حال کې چې سړی دې موخو ته د رسېدو پولې ته اصلا ورنژدي شوی نه دی. نو د هغه څه تر منځ چې ژمنه یې شوي وه او هغه څه چې پېښ شوي دي، شته تشه لویه شوي ده.
عام افغان وګړی اوس د سیستم نه ستړیا محسوسوي او تر ډېره بریده په دې بېباوره شوی دی چې نړیواله ټولنه به له دوی سره مرسته وکړي، او په ورته وخت کې تر پخوا زیاته بېثباتي هم محسوسوي.
ستراند وایي چې کله دری کاله وروسته نړیوال ځواکونه ووزي زه د یو ټولشموله کورنۍ جګړي او ۹۰ لسیزې ته په ورته والي د توکمیزې تصفیې د پېښېدو وېره لرم خو ځني الترناتیفونه هم شته دي او دی د ۳ حل لارو لست رامخته کوي:
لومړی خو باید یو ټیکاو راوستونکی سوله ساتي ځواک رامنځ ته شي چې په کابل کې سیاسي ټیکاو تضمین کړي. بیا باید د یو اوږدمهالي پرمختیایي مرستې ګرانتيوي پداسي شرایطو ورکړای شي چې د دې مخنیوی وکړي چې وطن دي لوټ شي او واکمن کسان دي دولتي خزانه تشه او له وطنه وتښتي. په پای کې او تر هر څه زیات ښایي، چې سړی افغانانان پرېږدي چې په خپله خپل سیاسي سیستم ته وده ورکړي او دا بیا اړینه نه ده چې هغه دي زمونږ خپل یو ته ورته وي.
اخځ:
http://www.nrk.no/nyheter/verden/1.7793297