د افغانستان ختيځې او سهيلي پولې له يوې نيمي پيړۍ راهيسې له سترو بدلونونو سره مخامخ شويدي چې د هغو په پايله كې افغانستان نه يوازې خپلې هغه ځمكي له لاسه وركړيدي چې د اعليحضرت ابدالى احمدشاه د سلطنت يوه برخه ګڼل كېده چې له كشميره تر ستلج سيند او د عرب سمندر ګې تر غاړو پورې غزيدلې وه، بلكې د خپلې اصلي خاورې يوه برخه يې هم له لاسه وركړه. چې هغه د اباسين ددې خوا خاورو څخه عبارت ده چې د پښتونستان په نامه هم ياديږي.
د پاكستان د آزادي د تحريك او تشكيل صدر او مؤسس ښاغلي چودري رحمت علي په خپل يو تاْليف كې دغه ټوټه ځمكه د هند او پاكستان د براعظم ګې برخه نه ګڼي او هغه يې د افغان په نامه ياده كړېده او اعتراف يې كړيدي چې د سرحد علاقه يا صوبه سرحد په جغرافيايي ، نژادي او تاْريخي لحاظ د افغانستان نه بيليدونكي برخه ده او د برطانوي هند په خاوره كې د هغې شاملول به ستره اشتباه وي.
د افغانستان دغه ختيځه برخه يا اوسنۍ پښتونستان هغه خاوره ده چې د ديورند د فرضي كرښې او اباسين ترمنځ پرته ده چې شمالاً او جنوباً له ګلګت او پامير نه د سند تر سرحد پورې امتداد لري ددې برخې مجموعې مساحت د انګليسانو د اټكل له مخې څه د پاسه 40 زره مربع ميله دي او نفوس يې 7 ميلون تنو ته رسيږي، دغه برخه په دوه برخو ويشل شوېده چې يو يې د ازادو قبايلو په نامه او بله برخه يې د محكوم پښتونستان په نامه ياديږي او هغه، هغه ميداني ځمكې دي چې د اباسين درو د ښې خوا ته موقعيت لري او په لويديځ كې د سليمان د غرو تر لمنو پورې غزيدلېده چې پكې پيښور، كوهات، مردان، نوي ښار، چارسده او ديره اسماعيل خان شامل دي ددغې برخې مساحت نژدې ديارلس زره مربع ميله او نفوس يې 3 نيم ميلون تنه دي.
انګليسي تاريخ پوهانو هميشه په دې حقيقت اعتراف كړي چې دغه ټوټه د برطانوي هند د خاورې جزء نه ده او د اباسين رود د هغه وخت د برطانوي هند او افغانستان طبيعي سرحد ګڼل كيږي.
كله چې په 1849 ع كـال كې د سكهانو دولت سقوط وكړ انګليسان له نوموړي سيند څخه پورې وتل او افغاني خاورې ته ننوتل او دغه ولايات يې د سكهانو د ميراث په نامه اشغال كړل.
د انګليس ځينې سياست پوهان د خپل دولت له دغه استعماري او د پراختيا غوښتنې له سياست ويره كې ؤ او برتانوي هند ته يې د ناوړو عواقبو وړاندوينه كوله او په ډاګه يې ددې سپارښتنه كوله چې د انګليس دولت بايد احتياط له لاسه ورنه كړي او په داسې كار لاس پورې نه كړي چې د هغوي د پريشاني موجبات برابر كړي.
ددغو سياست پوهانو په آند په افغاني خاوره كې د انګليسانو ورننوتل، په لوي لاس د غومبسو په ځاله كې لاس وهل دي او په داسې برخليك اخته كېدل دي كوم چې په دغه خاوره كې سكهان 19 كاله مخكې پرې اخته وو.
موږ دلته له زيات تفصيل او جزئياتو څخه تيريږو ځكه چې دغه مقاله ددې ګنجايش نلري
بالاخره امير عبدالرحمن خان سياسي او اقتصادي فشارونو له امله ؤ چې انګليسي پلاوې ومني او د 1893 ع د نوامبر په 12 مه د كابل د چهل ستون په ماڼۍ كې تړون لاسليك كړي چې اوس دغه تړون د انګليسانو د استازې\”دیورند\” په نامه ياديږي چې دغه د ديورند كرښه نژدې (2500) كيلو متره اوږدوالي لري او د ګلګت نه تر كوه ملك سياه پورې امتداد لري.
په دغه تړون كې امير عبدالرحمن اړ شويدي چې يو نوي سرحدي خط ته غاړه كيږدي او برتانيه په دغه سياسي چال او فريب سره يوه ټوټه ځمكه د افغانستان له خاورې څخه بيله كړه او ديورند نومي انګليس د چا خبره ډنډۍ ووهله او افغانانو او پښتنو سره يې لويه بي انصافي او جفا وكړه.
امير په هيڅ صورت حاضر نه ؤ چې په دې كار راضي شي ځكه دغه قبايل او ددوي ځمكې له هره حيثه د افغانستان نه بيليدونكي برخه شمېرل كېده، ده د انګليس پر دغه بلوسكر سياست زياته پافشاري وكړه او دې ته حاضر نه ؤ چې له داسې قبايلو څخه لاس په سر شي چې په وينه، مذهب نژاد او ژبه كې له هغو سره شريك ؤ امير وړانديز وكړ چې كه چيري د انګليس دولت دغه قبايل د افغانستان له خاورې څخه بيل نه كړي، دى دې ته چمتو دي چې هغوي د ځان تابع او د انګليس د دولت دوست وګرځوي، او هم يې زياته كړه: كه چيري د هغې خلاف رفتاري وشي او هغوي د دوي د خوښې په خلاف له افغانستان نه جلا كړل شي د انګليس دولت به هيڅكله بريالي نشي چې هغه په هندي نفوس كې منحلكړي، بلكې هغوي به د تل لپاره د دوي د پريشاني او نا آرامۍ اسباب او موجبات برابر كړي.
وروستۍ پيښې په ډاګه ثابتوي چې د امير دغه حدس او ګومان تر كومي اندازې پورې سم او ټيك ؤ او د برتانيې دولت په سرحد كې د خپلې استوګنې تر پايه پورې د ميليونونو پونډ سترلنګو په لګښت سره بريالي نشو چې دغه قبايل آرام او يا يې له ځان سره پخلا كړي ، له بلې خوا د تل لپاره د افغانستان امير او ملت يې له ځانه خپه كړ او د هر افغان په زړه كې يې د غچ اخستلو حس پياوړې كړ.
ويليم بارتن دي موضوع ته اشاره كړي وايي: د سرحد د پښتنو سياسي تمايلات يا په بله ژبه بيل شوي افغانستان هميشه د كابل په لور متمايل دي، د برتانيې دولت تر تنه پورې ونشو كړاي چې دغه قبايل په هند كې جذب كړي ، نوموړي مصنف د خپل كتاب په بل ځاي كې داسې ليكلي، د اباسين د آخوا ځمكو يا هغه ځمكې چې نن د صوبه سرحد په نامه ياديږي، په پنجاب كې شاملول يوه ستره اشتباه او تيرو تنه ده او زموږ وروستۍ مشكلات له همدې ځايه زياتره سرچينه نيسي.
انګليسانو ونشو كولاي په دې مهم ټكې پوه شي چې د قبايلو سيمې له هيڅ پلوه له هند سره تړاو نلري، په نژادي، ژبني، جغرافيايي، مذهبي او تاْريخي لحاظ د سرحد سيمي له پنجاب سره توپير لري بلكې د افغاني حكومت يوه برخه وه او له هغو سره د احساساتو، جذباتو، نژاد اخلاص او صميميت له دركه ژور علايق لري.
دا ؤ د ديورند د كرښې په اړه څو تاْريخي حقايق چې نژدې درېمه برخه افغانان يې له خپل ملي حكومت څخه جلا كړي او نن هم د بحث وړ ده، د ديورند په باب او د پاكستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي قبايلو په اړه وويل: ددغې موضوع سپيناوې چې نژدې9 12 كاله عمرلري.
جمهور رئيس په يوازې والي سره په دې هكله څه نشي كولي، دا مساْله د پارلمان يا شورا د نماينده ګانوقومي ، مشرانو سياستوالو چې پکې د درې هيوادنو ( افغانستان ، پاکستان ، برتانيا او ملګرو ملتونو ) او د واړو ولسونو کاردى.
د پاكستان حكومت د تاريخ په بيلو بيلو پړاونو كې هڅه كړېده چې د افغانستان له كورنيو ګډوډيو نه د ځان په ګټه كار واخلي، دسيسې او توطئې جوړي، افكار او اذهان بلې خوا ته واړوي، ولې په دې دي هر څوك پوه شي چې د افغانستان خلك هيڅوك له دې مسلم حق څخه نشي محرومولاي د تيرو پيښو او حقايقو په رڼآ كې ددې اټكل كيداي شي چې تر څو پورې چې دغه قضيه چې د افغان اولس او آزادو قبايلو ژوند او مرګ ور پورې تړلي دي د هغو افغانانو او پښتنو له مرام او غوښتنو سره سم چې ددغه موهومي كرښې دواړو خوا ؤ ته ژوند كوي ، حل او فصل نه شي حق حقدار ته ونه سپارل شي د نړۍ په دې سيمه كې د سولې، ثبات، امنيت او آرامي هيله نشي كيدلاي.