دا ښکاره خبره ده، چې په هره ټولنه کې اخلاقي فساد کم وي، نو هلته د خلکو ژوند ډېر ارام او ښه پر مخ روان وي او دوى ددې پر ځاى، چې د يو چا سره په لانجو کې ښکېل شي،بلکې د خپل پرمختګ او د راتلونکې ژوند په اړه ښه فکر کولاى شي، خو هره ټولنه يو شمېر نيمګړتياوې لري او په دوى کې دا نيمګړتياوې اصلاح او سمون غواړي، ځکه بې له سمون هېڅ چاره نه لري.موږ دلته په ټولنه کې وينو، چې اکثره ځوانان کار نه کوي او دوى ټوله ورځ په بې کاريو کې تيره کړي، چې د بې کارۍ خير نه ټولنې ته رسيږي او نه هم د هغه ځوان کورنۍ ته څه ورکوي.د يوه ځوان لپاره بې کاري داسې خطرونه رامنځته کوي، چې د خپل ژوند په پېر کې بيا نه يوازې نوموړي ته مشکلات او ستونزې پيدا کيږي، بلکې د خپلې کورنۍ، کلي، قوم او بېلاخره د ټولنې د اوږو بار ګرځي. د هر ځوان احساسات ډېر ځوان وي او په بې کارۍ کې ډېر امکان لري، چې په ډېرو ناوړو عملونو لاس پورې کړي، چې په دې کې يو هم پر نشه يې توکو اموختل کېدل دي. ځوان، چې هر کله په د نشه يې توکو پر استعمال اخته شو، نو په دې پوه شه، چې ژوند يې ډېر برباد او تباد دى، ځکه نوموړى د خپل ژوند ټوله سرمايه يوازې نشه يې توکو او نشو ته ځانګړي کوي، خپل ټول جايدادله نشو او تماشو قربانوي او بېلاخره زندګي په تورو تيارو کې شي، چې وروسته بيا په نشه يې توکو ځوانان تل خپل لاسونه مروړي، خو په هغه وخت کې اوبه له ورخه تېرې وي.موږ منو، چې يو ځوان په ډېره اسانۍ سره د خپلو لوړو احساساتو په مټ له خپلې سمې لارې ناروا ته په ډېره اسانۍ سره اوړي، خو په دې بايد مشران خپلو اولادونو ته سمه پاملرنه وکړي او خپل اولاد کلک وڅاري، څو يې منفي خواوې مالومې کړي او وروسته يې بيا نوموړي ته په ډېره نرمه لهجه وړاندې کړي، چې په راتلونکې کې ځوان له هغو منفې اړخونو څخه ځان وژغوري او پر ځاى يې ښو کارونو ته مخه کړي، خو که چېرې يو مشر ووايي، چې خير دى پروا نه کوي ځوان دى وروسته به ښه شي، نو په دې ټکي سره يې د ځوان راتلونکې د تورو تيارو شاته کړ او دغه ځوان به تر اخره په نوموړي پسې ښېرې کوي.هر مشر که د خپل ځوان په روزلو کې هڅه او هاند وکړي، نو دا ښکاره خبره ده، چې هغه ټولنه يوه پرمختللي او روښنفکره ټولنه ده، ځکه همدا ځوانان دي، چې د ټولنې په سمون کې مثبت رول لوبوي او په راتلونکې کې له دوى څخه داسې يو څوک راوځي، چې هم يې د خپل هېواد په ګټه وي او هم يې خپلو خلکو ته خير رسيږي.
د خپلو کورنيو له مشرانو وروسته په دوهم قدم کې ديني عالمان بايد د ټولنې په سمون او د ځوانانو ښه لوري ته سوق کولو کې پوره ونډه واخلي، ځکه زموږ ټولنه يوه اسلامي ټولنه ده او د اسلام مقدس دين هغه دين دى، چې په نړۍ کې يې له لارښوونو نورې هېڅ لارښوونې لوړې نه دي.ديني علماکرام بايد د خپلو منبرونو څخه ټول ولس او خلکو ته د اسلام مقدس دين په رڼا کې لارښوونې وکړي. په ټولو کې افغاني ټولنه د ديني علماکرامو دېر احترام کوي او همدا لامل دى، چې د ديني علماکرامو تقرير په دوى باندې ژور اغېز کوي او دغه ديني عالمان په ډېره اسانۍ سره کولاى شي، چې خلک له بدو کارونو څخه ښو کارونو ته وهڅوي او د هغه څه پر ضد تبليغ وکړي، کوم چې د اسلام مقدس او سپېڅلى دين اجازه نه ورکوي او هغه څه د په سختو ټکو کې د خپلو منبرونو له لارې وغندي، چې زموږ په سپېڅلي دين کې حرام ګڼل شوي دي.ددې کار لپاره بايد د حج اوقاف رياست بايد بشپړ تيارى ونيسي او ددې ثوابي کار لپاره نوموړى بايد يو پلان جوړ او د جوماتونو ټولو ملا امامانو ته يې وسپاري، چې خلکو ته يې د منبرونو له لارې تبليغ کړي، څو زموږ ځوانان او ټولنه يوه داسې لوري ته خپل حرکت پيل کړي، چې ددې ځورېدلي هېواد او ولس په ګټه وي.همداشان د ټولنې په سمون کې د ښوونځيو ښوونکي هم بايد پوره هڅه وکړي او دوى زده کوونکو ته د زده کړې ورکولو تر څنګ داسې لارښوونې وکړې، څو د هغې په رڼا کې دوى وکولاى شي، چې د تيارو کندو څخه ځان وژغوري او د ښېرازۍ او نېکمرغۍ پر لوري ګامونه اوچت کړي.موږ ټول په دې ښه پوهېږو که چېرې ټولنه يوه غلط لوري ته روانه شي، نو په دې کې د ټولو روښنفکرانو غاړه بنديږي، ځکه د ټولنې اداره په دوى پورې تړلي ده او خداى ج د په موږ ټولو کې دا توان پيدا کړي، څو ټولنه د ښېګړې خواته روانه کړو.