تېره ورځ غرمه مهال په پښتونخوا کي يو ځانمرګى بريد وشو چي په پايله کي يې ١٧ تنه ووژل شول او ٥١ تنه نور ژوبل شول .
بريد د جنازې په مراسمو کي رامنځ ته شوى نو ځکه يې ډېر قربانيان ولسي وګړي دي .
په سيمي کي د ولسي وګړو په وينا چي بريد د لواير ډېر په سيمه کي رامنځ ته شوى او پوليس يې په اړه وايي چي پلټني يې پيل کړي .
دا لومړى ځل نه دئ چي په پښتونخوا کي دا ډول ځانمرګي کېږي بلکي تر دې مخکي هم په لسونو ځله داسي بريدونه سوي .
په دې اړه تر اوسه وسله والو څه نه دي ويلي .