کور / شعر / کوتری

کوتری

پرون می ولید د  کوترو یو سل


ټولی یو صف کی ،


منظم الوتی .


هره شیبه پورته کیدی ، جګیدی .


لکه چی دی کی وو پټ شوی  یو راز


تا به وی کاندی کهکشان ته پرواز


چی تری نه راوړی  یو د مینی پیغام ،


شی چی موسکا ته الهام .


خو ، ناببره


دخاورو دوړو توپان


فضاکړه خړه پړ


لاندی پر ځمکه ورته پام  دښکاری .


ده یو په بلی پسی . . . .


ګوته کړه کش پر ماشه .


چی څه کارتوس ورسره  ،


ټوله یی فیر کړل


د کوترو په لور .


کوتری ټولی یی خوری وری کړی .


ځینی یی باد او دوړو یوړی چیرته


پرنامعلومو خواوو .


څوک وزر ماتی پورته کښته کیدی ،


څینی پرزمکه باندی  مړی پریوتی .


ښکاری را ټولی کړلی ،


په شا یی واړولی .


 لار کښی پری  پیښ شو لیوه ،


له لوږی ډیر تپیده .


ټوپک خالی اوږه کی ،


پښیمانی څه فایده  کړی .


دا پسله څو ګړیه


شوه نتیجه زړګیه :


ښډل ښکاری


سپینو کوترو څنګ  ته ،


د لیوه ګیډه کی لاسونه مښوول .


                     مسکو ـ ډیسمبر ۱۹۹۸