ليکوال : رابيندرانات ټاګور
له اوردو څخه د محمد هارون خپل شعشعي ژباړه
کابلي والا۱
د رابيندرانات ټاګور ( ۱۸۶۱ – ۱۹۴۱ع ) له ادبي، علمي او فلسفي مقام سره د نړۍ والو ادبياتو مينان او شوقيان، په بشپړه توګه اشنايي لري . ټاګور لومړنۍ غير اوروپايي ؤ، چي په ۱۹۱۳ع کال يې په ادبياتو کي د نوبل نړۍ واله جايزه وګټله؛ خو د نوبل نړۍ واله جايزه د ټاګور د ستر ادبي او علمي شهرت يوازنی دليل نه دئ . دې مبتکر او متفکر ليکوال، شاعر، اديب، موسيقي پوه اوفيلسوف، په واقعيت کي، د خپلو لوړو ادبي تخليقاتو او ژورو علمي – فلسفي شهکارو په مرسته د نړۍ د بېلابېلو اولسو وادبياتو ته لار موندلې ده؛ او درانه اثار يې د نړۍ په بېلابېلو ژبو ترجمه سوي دي . فاضل استاد – ارواښاد عبدالرؤف بېنوا ( ۱۲۹۲ش/ ۱۹۱۳ع – ۱۳۶۳ش/ ۱۹۸۵ ع) يې مشهور اثر (ګيتانجلي) په ۱۳۳۶ ش کال په پښتو و ژباړه، چي په « انيس » ورځپاڼه کي پر پرله پسې خپرېدو سربېره، د مستقل کتاب په بڼه هم خپور سو. د خدايي ميني همدا ژور او په زړه پوري فلسفي اثر دوهم پلا، په ۱۳۵۴ ش کال د پښتو د وتلي او منلي استاد- اروښاد علامه عبدالشکور رشاد ( ۱۳۰۰ ش / ۱۹۲۱ع – ۱۳۸۳ ش / ۲۰۰۴ ع)) له خورا مفصلي اودقيقي تاريخي سريزي سره چاپ سو. وروسته د ډاکټر عبدالغفور روان فرهادي له خوا هم، په پاړسي ژبه، ترجمه او خپور سو . « تاج » د رابيندرانات ټاګور يو بل ارزښتناک اثر دئ، چي د ښاغلي محمد علم خان بڅرکي ( ۱۳۰۰ش/ ۱۹۲۱ع – ۱۳۸۴ش/ ۲۰۰۲ع) له خوا، په پښتو ژباړل سوئ دئ . ښايي د ټاګور ځیني نور اثار هم په پښتو يا دري ژبو خپاره سوي يي، چي زه يې په خپرېدو نه يم خبر .
که څه هم رابيندرانات ټاګور د لوېديځ بنګال په خورا معتبره او اشرافي کورنۍ کي زوکړی ؤ؛ د قدرت، دولت او شهرت هيڅ کمي يې نه لرله؛ خوانساني مينه يې تر ټولنيزو، اقتصادي، نژادي او مذهبي پولو اوښتې وه . د هغه تلپاته فلسفي اثار د سپېڅلي ميني او فکري بشپړتيا ډېرلوړ او مهم شهکارونه دي . د ټاګور اوسنۍ کيسه ( کابلي والا) په خپله هم د ده د لوړي انساني ميني او ژور عاطفې احساس، روښانه ثبوت دئ . دا ښکلې او په زړه پوري کيسه د هغه پردېس افغان د ژوندانه دردناک انځورکاږي، چي د امير عبدالرحمان خان د پاچهۍ پر مهال، له خپلي کورنۍ او عزيزانو، خپل کلي او مالت، خپلو غرو او ډاګو څخه زرونه ميله ليري، کلکتې۲ ته په خوارۍ او غريبۍ پسي تللئ ؤ؛ او د پردېسۍ پر سوځونکي درد سربېره يې، کلونه کلونه د بنديخانې په څلورو دېوالو کي هم تېر کړي دي . کيسه پر ژورو عاطفي اړخو سربېره، تاريخي او سياسي ارزښت هم لري . دا تاسي او دا هم د کابلي والا کيسه :
زما لور، موني، ګرسره د پينځو کالو وه؛ خوسره له دې بې( به يې) هم يوه شېبه ژبه نه درېدله؛ هرومرو بې څه ناڅه ويل . په دولسو مياشتوکي پر خبرو راغله؛ مور بې تل په مِنت او سُنت سره اړ ايستله، چي خوله بنده وساتي؛ او په بې ځايه ګډېدو يې ماغزه ورشلومبې نه کي . ما د دې کار وس نه لاره؛ ځکه زما په نظر د موني چپتيا( چوپتيا) د طبيعت پر خلاف خبره وه، چي ما تر ډېره نسوای زغملای . له دې کبله ما او هغې تل زړه خلاصي خبري او مرکې کولې .
سهار مهال ؤ، چي ما د خپل ناول د اويايمي برخي په ليکلو پيل وکړ. ناببره موني راغله؛ او راته ويې ويل : « دا چوکيدار، بابا ديال، توري مرغۍ ته کارغه وايي؛ خوارکۍ بابا په هيڅ نه پوهېږي . » موني خپلي خبري پسي اوږدې کړې؛ او زه مخکي تر دې چي د نړۍ له بېلابېلو ژبو څخه د هغې د ځينو نامفهومو ټکو په توپير او مانا و پوهېږم، دې به د بلي کيسې سر کښېښاوه . را ږغ يې کړه : « دا بابا رام ديال وايي، چي په اسمان کي يو پيل دئ . کله چي له شونډکه اوبه وپاشي، بيا نو پر مځکه باران اوري . نه پوهېږم دا بابا عجبه عجبه خبري کيي( کوي) . تر دې خبرو وروسته موني سَوْکَه سَوْکَه د ليکني مېز ته نيژدې زما له پښو سره کښېنسته . په داسي حال کي، چي ځنګنونه يې په دواړو لاسو نيولي وه، په لوبو او ساتېري اخته سوه . موني په لوبو او ساتېري لګيا وه؛ او هم ما د خپل ناول اويايمه برخه پيل کړه، چي په هغې کي پرتاب سينګ د مابس( محبس) له لوړو کړکييو او مزبوتو پنجرو څخه کنچن مالابرمته کيي؛ او ځانونه د مابس په څنګ کي تېري سوي لو (لويي) ولې ته غورځيي .
زما کور د سړک پر غاړه دئ؛ ځکه نو د سړک ټولي پېښي او حالات، په ډېري اسانۍ سره، له خپلي خوني څخه ګورم . لا د ناول په لیکنه اخته وم، چي موني ناڅاپه بازۍ پرېښوولې؛ او د کړکۍ خواته يې وځغستله؛ په زوره زوره يې نارې کړې : « کابلي والا! او کابلي والا! » کابلی والا، چي لوی او اَرَت کالي يې اغوستي؛ بګړۍ يې تړلې؛ پر ملا يې لو توبره ځړولې؛ او په لاسو کي يې د انګورو درې – څلور قطۍ نيولي وې، دنګ بنګ، غټ مټ سړی ؤ، چي زموږ کورته نيژدې پر سړک رهي ؤ . نېخه زما د دې سيده ساده لور په زړه کي څه ور وګرځېده،چي سمدلاسه يې کابلي ته ور ږغ کړه . ما له ځان سره سوچ وکړ، چي که دا توبره ولا کابلی، دا بې درمانه بلا، دې خوا ته را زرغون سي، ما به د دونيا له کاروباره وباسي؛ او د ناول اويايمه برخه به مي نيمګړې پاته سي . کابلي د موني د چغو او نارو په اروېدو سره وخندل؛ او مخامخ زموږ د کور پرخوا را رهي سو؛ مګر موني دکابلي تر را رسېدو دمخه، ځان د ښځو په هغه خونه کي نيهام کړ، چي کابلي له د باندي څخه نسوای ليدلای . ښايي موني د کابلي له هغې توبرې څخه بېرېدلې وه، چي د دې په څېر څو کوچنيان پکښي ځايېدلای سوای . خير، کابلی په څو شېبوکي زما د خوني مخ ته ودرېدئ؛ او سلام يې وکئ . زما اندېښنه دا وه،چي د ناول اتل، پرتاب سينګ او اتله، کنچن مالا، اوس داسي حساس او نازک پړاو ته رسېدلي،چي پرېښوول يې سم او خوندور نه را ته برېښېده . له بله پلوه دا خبره هم سمه نه وه، چي کابلی مو د کور دروازې ته را غوښتئ ؤ؛ خو بېله له څه رانيولو موهسي ځنډولئ وای . له همدې سَوَبه مي يو څه ځني رانيول؛ او په دې ډول زما او کابلي تر منځ خبري اتري پيل سوې . اول مو د افغانستان د پاچا، امير عبدالرحمان خان، په اړه څو خبري وکړې؛ بيا مود روسانو په باب څه يادونه وکړه؛ او وروسته د امير عبدالرحمان خان او انګرېزانو د تړون ۳ په باره کي وږغېدو. کابلي، د رهي کېدو پر مهال و ويل : « بابوجي : آ لورکۍ دي څه سوه، چي مخکي يې نارې را وهلې! » د موني په زړه کي له کابلي څخه د بې ځايه بېري او تراه ورکولو دپاره ما هغه له کور څخه دباندي را وغوښتله . موني راغله؛ خو له بېري يې ځان په ما پوري ټينګ موښلولئ ؤ ؛ کابلي او د هغه بېرونکي توبرې ته يې په ترهېدلو سترګو کتل . وروسته، کابلي له خپلي لويي توبرې څخه څه کشمش او زردالو را و ايسته؛ او موني ته يې وړاندي کړه . موني نه يوازي هغه وانخيسته، بلکي پخوانۍ بېره يې نوره هم زياته سوه؛ ځان يې زما په ځنګنو پوري ټینګ و موښلاوه . دا وه د موني او کابلي د لومړۍ کتني ټول ښه او بد.
څو ورځي وروسته، د کم (کوم) کار په مقصد له کوره و وتلم، که مي کتله موني له دروازۍ سره پر چوکۍ ناسته ده؛ او لکه ماته راډيو پرله پسې خبري کيي؛ کابلی يې و څنګ ته ناست دئ؛ او په ځير ځير يې خبرو او مرکو ته غوږ نيولئ دئ؛ کله کله يې پر خبرو خاندي؛ او کله کله په ماته ګوډه بنګالي ژبه، خپل نظر هم ورته وايي . موني په خپل پينځه کلن ژوند کي، بې پلاره د کابلي په شان داسي څوک نه ؤ لېدلئ، چي وخبرو ته يې په مينه او توجه غوږ نيولئ وای . ما ليدله، چي د موني کوچنۍ لمن به همېشه له بادامو، مميزو او جَوْزو ډکه وه . يوه ورځ مي کابلي ته و ويل : « خانه! تکليف مه کوه؛ موني ته دا دونه مېوې مه ورکوه! » هغه ته مي تر دې خبرو او نصيحتو وروسته يوه اټانۍ ( اته انې يا د روپۍ نيمايي) ورکړه، چي ده هم په چټکۍ سره واخيسته؛ او په خپله توبره کي يې واچوله . کله چي تر څه ځنډ وروسته بيرته کورته ننوتم، ګورم چي هغې اټانۍ په کور کي لو شخړه جوړه کړې وه . د موني مور يو برېښندونکی ګيردی فلز په لاس کي نيولئ ؤ؛ او په درد او خښم يې له موني څخه پوښتنه کوله : « ووايه! دا اټانۍ چا در کړې ده! » موني په جواب کي ورته وايي : کابلي را کړې ده . مور يې بيا پوښتنه ځني کيي : « تا ولي ځني اخيستله؟ » موني په ژړا ژړا ورته وايي : « ما خو نه وه ځني غوښتې، هغه په خپله راکړه . » د دې لانجې د حلولو دپاره ما موني خپلي خوني ته را وغوښتله . تر پوښتنو ګروېږنو وروسته را ته مالومه سوه، چي دا د موني او کابلي دوهمه کتنه وه . کابلي زياتره موني ته پسته، بادام او داسي نوري مېوې ورکولې؛ او په دې توګه يې زموږ د مخ ماتي او سپېڅلي موني کوچني موچني زړه ته لار پيدا کړې وه . زه ګورم، موني تل د کابلي په ليدو سره، چي رحمت نومېده، د زړه له کومي خاندي؛ او داسي پوښتني ځني کيي : « کابليیه! په توبره کي دي څه شي دي؟ » رحمت بېله اړتيا د يوه نون په زياتولو سره جواب ورکيي : « په توبره کي مي هانتي ( پيل ) دئ . » د کابلي په اند، دا ډېره خوندوره ټوکه ښکارېده، چي همېشه به يې له موني سره کوله . هغوی دواړو له دې ټوکي څخه، که څه هم چندان خوندوره او خندوونکې نه وه، ډېر خوند اخيستئ .
د مني په شپو او ورځو کي له يوه پاخه سړي سره د يوې کوچنۍ نجلۍ د سپېڅلي او بې غرضه راز و نياز په اروېدو به زما هم د زړه سودَه کېده؛ او وخت به په خوښۍ سره تېرېدئ . رحمت به له موني څخه پوښتنه کوله : « موني بابا! ته هيڅکله واده نه کيې! او د خُسر کره نه ځې! » پخوا به بنګالۍ نجوني له زېږېدو څخه د خُسر او خُسرګنۍ په مانا پوهېدې؛ خو زموږ موني له دې امله،چي په نوي عصر او نوو حالاتو کي زوکړې وه، تر اوسه په دې خبرواو مسألو نه پوهېده؛ ځکه يې نو د رحمت د خبري په مفهوم سر نه ؤ خلاص سوئ . سره له دې يې هم، د رحمت پوښتنه بې جوابه پرېښوول، د موني له خوی او عادت څخه ليري کار ؤ . هغې په جواب کي له کابلي څخه هماغه پوښتنه کوله : کابلييه! ته واده نه کيې! د خُسر کره نه ځې! » رحمت به يو دروند شی پورته کړ؛ او د موني د خندولو دپاره به يې خپل خُسر په وواهه . موني بابا! زه خپل خُسر په دغه شي ولم . » که څه هم د رحمت د تش ټپ ټپ او خالي ګوزارو په مفهوم نه پوهېدله؛ خو سره له هغه به يې هم د هغه دې خندونکو ګوزارو ته په کټ کټ خندل؛ او يوه شېبه بې خوله له خندا نه ور ټولېده .
د مني موسم ؤ . په دې موسم کي به د راتلونکي وخت پاچا او شازاده ( شهزاده) د نړۍ نيولو په نيامت تر خپل پاچهي قلمرو دباندي وتل . زه هيڅکله له کلکتې څخه نه يم وتلئ . له دې کبله د ټولي نړۍ په باره کي فکر کوم . که څه هم تل د خپل کور په يوه ګوښه کي اوسم؛ مګر زړه مي تل په بهرنۍ نړۍ کي ګرځي . د يوه بهرني هيواد په اروېدو سره مي خيالونه او سوچونه هم هغې خواته ټوپونه وهي . کله چي د کم هيواد پردېس او مساپر و وينم، نو سمدستي مي د خيالو او سوچو په دونيا کي د هغه هيواد د کم رود، غره يا ځنګله په لمن کي د يوې کوچنۍ جونګړي اوپه هغې کي د ازاد او خوشاله ژوندانه انځور هم سترګو ته ودرېږي . سره له دې، چي زه تل د ګرده نړۍ په اړه سوچونه کوم؛ خو عملاً د هغي درختي (وني) په شان يم، چي ريښې يې په مځکه کي ټينګي ښخي دي؛ او هيڅ خواته نسي ښورېدلای . هرکله چي له کور څخه د وتلو تکل کوم، داسي را ته ښکاري لکه پر سر چي مي لوی غر را چپه کيږي . له همدې اسيته به د سهار پر مهال په خپله کوچنۍ خونه کي مېز ته نيژدې کښېنستم؛ او د کابلي د خبرو په اروېدو سره به مي په زړه کي د سياحت او ګرځېدو مينه ماتوله . کابلي به په ماته ګوډه بنګالي ژبه د خپل هيواد او سيمي بېلابېل حالات را ته بيانول . د هغه له خبرو او مرکو څخه به زما په ذهن کي د داسي لاري تصوير کښل کېدئ، چي دواړو خواوو ته بې سره ډبرينه بې اوبو او بې وښو مځکه پرته وه؛ او د لاري په اوږدو کي به د بګړۍ تړلو سوداګرو او لاري نيوونکو کاروان رهي ؤ . څوک به پر اوښ سپور ؤ؛ څوک به پر پښو روان ؤ؛ د چا په لاس کي به زوړ توپک؛ او د چا چا په لاسو کي به برچه يا سېلاوه وه .
د موني مور داسي خوی لاره، چي په کوچنييو او وړو خبرو به ډېره اندېښمنه کېدله . کله چي به پر سړک د لارويانو زوږ يا غالمغال واروېدل سو؛ نو داسي بې ګڼل، چي ګوندي د جهان ګرده شرابيان او نشه يان د دې کورته ور روان دي . که څه هم عمر يې دونه نه دئ؛ خو بيا هم د ژوندانه په چارو پوهيږي . سره له دې هم د هغې په زړه کي دې بېري او اندېښنې پوخ ځای نيولئ،چي د نړۍ ګوټ ګوټ په غلو، شرابيانو، مارانو، زمريانو، د ملاريا په غوماشو او نورو خزندو ډک دئ . د همدې اندېښني او ډار په لرلو سره، هغې پر رحمت هم د ښه سړيتوب باور نسوای کولای؛ ځکه به يې نو ما ته په ټينګار سره ويله، چي تل د هغه پر کړو وړو پام و کړم . ما به په خندا خندا د هغې خبري تېرولې؛ اوکوښښ به مي کاوه، چي دا ناوړه شک او ګومان يې له زړه وباسم؛ اما هغې به بيا هم د خپلي بيري او اندېښنې له مخي داسي پوښتني کولې : « ايا هغه هيڅکله د چا کوچنی نه دئ غلا کړئ؟! ايا په کابل کي مريان نه خرڅيږي؟ ایا دغه دنګ بنګ کابلي ته د يوه کوچني ماشوم غلا کول او برمته کول څه ګران کار دئ ؟! » منم هغه څه، چي د موني مور يې وايي، ټوله شوني او کېدونکي وه؛ خو سره له دې هم د کابلي رحمت په اړه داسي ګومان، بېخي ناسم او له انصافه ليري ؤ . خير، د باور او اعتماد حس په هر چا کي يو شان نه يي؛ زما د مېرمني په زړه کي همېشه باور لږ؛ خو بېره ډېره وه . د بې باورۍ او بدګومانۍ له دې ټولو خبرو او اندېښنو سره سره، ما هيڅکله رحمت خپل کور ته له راتلو بند نه کئ .
هر کال به رحمت د جنورۍ او فبرورۍ په مياشتو کي خپل وطن ته تئ . تر ستنېدو مخکي به کور په کور ګرځېدئ؛ او له خپلو پوروړو څخه بې د پور پاته پيسې اخيستې . د کال په دغو ورځو کي بې پر زياتو بوختياوو سربېره، د موني ليدنه هم، نه ناغه کوله . که به سهار را ښکاره نه سو، نو ماښامي مهال خو بې هرو مرو حاضري ورکوله . د کوڅې خلګ به زموږ له کور سره د هغه په لېدو هېښ پېښ وه . د يوه جګ، لوړ، غټ مټ سړي ليدو، چي پراخ او اوږده کالي بې هم اغوستي وه؛ لو توبره بې تر ملا تړلې وه؛ او چيري به په تېاره کي يوې ګوښې ته غلی ناست ؤ، خامخا د خلګو په زړو کي اندېښنه او تراه را پاروله . کله چي به موني د « کابلی والا »، « کابلي والا » نارې ووهلې؛ او په څْوَب او ميني سره بې د هغه پر خوا ور وځغستله؛ او تر منځ بې د خندا او ټوکوهمېشنۍ خبري پيل سوې، چورتي او اندېښمن خلګ به هم ټول ډاډه کېده، چي کوڅې ته يې کم خطرناک څوک نه دئ ورغلئ .
سهار وختي په خپله خونه کي ناست وم؛ او د يوې مسودې پروف مي لوستئ . هوا ډېره سړه وه؛ ژمي د هري ورځي په تېرېدو سره خپل زور او سختي ښووله . تر هغه مهاله چي د لمر وړانګې به تر کړکۍ را تېرېدې؛ او د مېز تر څنګ به زما پر پښو لګېدې؛ او له تودوخي څخه به مي ټول وجود غوړېدئ، د سهار اته بجې به سوې . دا وخت به زموږ له کور څخه د هغو مزدورو ښځو ځيني ځيني هم تر سترګو کېدې، چي سرونه او غوږونه بې په تودو دوسملو پېچلي وه؛ او د چوپړ کولو دپاره به د خپلو مالکانو وکورو ته ور رهي وې . په همدې شېبو کي مي ناببره د خلګو بې ساري نارې او ږغونه تر غوږه سوه . چغي او نارې کرار کرار زياتي سوې . زه هم اندېښمن غوندي سوم . چي مخ مي ور واړاوه، ګورم د پوليسو دوو سپاهيانو رحمت ټينګ نيولئ دئ؛ او غواړي، چي له ځانو سره يې خپلي ادارې ته بوزي . ډېر خلګ د سپاهيانو او رحمت پر شاوخوا را ټول سوي وه . د رحمت پر جامو د وينو ټپلي ښکارېدې؛ او د يوه سپاهي په لاس کي، په وينو لړلې چاړه هم تر سترګو کېده . زه هم دباندي ور ووتم؛ او له سپاهیانو څخه مي د پېښي په اړه پوښتنه وکړه . د سپاهيانو او رحمت تر لنډو خبرو وروسته مي سد ورسېدئ، چي کم چا زموږ په ګاونډيتوب کي له کابلي رحمت څخه يو رامپوري شال په پور اخيستئ ؤ؛ او د هغه څه پيسې تر اوسه لا پر پاته وې؛ مګر پوروړي له شال رانيولو څخه کورَټ نټه کړې وه . په همدې وجه يې شخړه او جنجال ورو ورو تاو اخيستی ؤ . خبره په پای کي دې ته رسېدلې وه، چي رحمت خپل پوروړی په چاړه وهلئ ؤ . په همدې لګه درګه کي، موني په داسي حال کي چي د « کابلی والا »، « کابلي والا » چغي يې وهلې، له کوره را و وتله . د رحمت څېره د موني په لېدو سره د ګُل په شان وغوړېدله . نن له رحمت څخه د ميوو لو توبره نه وه . له دې امله يې د نورو ورځو په دود يادونه او پوښتنه و نه سوه؛ اما موني د پخوا په شان له رحمت څخه پوښتنه وکړه : « کابلييه! ته واده نه کيې؟ ته د خُسر کره نه ځې؟ » رحمت په خندا ور غبرګه کړه : « هو! هو! هورې ځم . » خو کله چي يې وليده، موني د ده له جواب څخه خوند نه دئ اخيستئ، نو يې د لاس په ښورولو سره ورته و ويل : « خُسرګنۍ والا به مي نن ډېر وهلي، ټکولي وای؛ خو څه که یې، چي لاسونه می تړلي دي . » رحمت سپاهيانو له ځانو سره بوتئ؛ او پر ټپي سوي پوروړي د خپل وژونکي ګوزار له امله څو کاله بندي سو .
موږ ټولو د څو ورځو په تېرېدو سره، کابلی رحمت هېر کړ؛ او هر يو د پخوا په شان په خپل کار او ژوند اخته سوو. زموږ په زړوکي هيڅکله دا احساس نه پيدا کېده، چي د غرنۍ سيمي يو پټان ولي په مابس کي شپې او ورځي تېريي . موني هم ډېر ژر خپل پخوانی ملګری، رحمت، له زړه و ايستئ؛ او له نبي ساييس سره يې شريکي واچوله . دا چي موني هم له خپلو خوږو خاطرو سره سره هغه هېر کړ، ماته ډېر شرم درېدئ . حقيقت دا ؤ، چي د وخت په تېرېدو سره يې خپل ګرده پخواني شريکان او ملګري هېر کړه؛ او له نوو شريکانو او همزولو سره يې د دوستۍ او لوبو نوی پړاو پيل کړ . اوس خو زما خوني ته هم ډېره لږ را ځي؛ او داسي ايسي، لکه زما سره چي هم خوابدی سوې يي .
ډېر کلونه تېر سوه، همغه د مني موسم ؤ . د موني د واده پرېکړه سوې وه . د عبادت کولو په رخصتيیو کي يې د واده مراسم پر ځای سوه؛ او بالاخره هغه ورځ را ورسېده، چي موني نور زموږ د کور ښکلا، مينه او روڼا د خُسرګنۍ کره وړه .
نننی سهار ډېر ښکلی او زړه وړونکی دئ . داسي برېښي لکه باران چي په خپلو پاکو او زلالو څاڅکو هوا له ګرز او دوړو پرېولي يي . هر څه د لمر و زرينو وړانګو ته ځلېږي . تر دې چي ان د کلکتې د زړو کورو ماتي خښتې هم د لمر و پلوشو ته ښايسته او په زړه پوري ښکاري . زموږ په کور کي له سهار وختي څخه د شهنايي نغمې خپرېږي؛ خو هر راګ يې د خوشالۍ پر ځای زړه را کښېکاږي . داسي را ته مالومېده، چي د شنهايي نغمې د موني د راتلونکي بېلتانه له کبله زما د خوږمن او غمجن زړه درد د لمر د شغلو او پلوشو په شان په درسته نړۍ کي خپريي . له سهار څخه په کور کي د خلګو شور او ږوږ دئ . د کور په غولي کي د تجير د درولو دپاره د باڼس لکړي درول کيږي . په خونو کي دننه او بهر هم د فانوسو ځړولو ټک ټک اروېدل کيږي . د خلګو د تګ را تګ او چغو نارو په سَوَب دونه ږوږ او غولماغول دئ، چي که سړی د ښه اروېدو په مقصد لاسونه له غوږو سره هم و نيسي، بيا هم څه نه اروېدل کيږي . خير، زه هم په خپله خونه کي ناست يم؛ او د واده د نننييو مراسمو د لګښتو حساب کتاب ليکم . په همدې ترڅ کي ناڅاپه کابلي رحمت سلام وکړ؛ او مخ ته مي و درېدئ . واردواره خو مي بېخي و نه پېژندئ؛ ځکه نه آپخوانۍ توبره ورڅخه وه؛ نه يې آ پخواني اوږده وېښتان پاته وه؛ او نه يې هم آ پخوانی واک او ځواک . ور ږغ مي کړه : « رحمته! کله راغلئ يې! » هغه و ويل : « بابوجي! پرون ماښام را ايله سوم . » د هغه دا جواب مي پر غوږو ښه و نه لګېدئ؛ ځکه ما هيڅکله خوني او وژونکی سړی نه ؤ لېدلئ . په ليدو يې و بېرېدم . زړه مي غوښته، چي ژر تر ژره يې له کوره رخصت کړم . ورته ومي ويل : « نن زموږ په کور کي څه مراسم دي؛ هيڅ وخت نه لرم؛ نن ولاړ سه؛ کم بل وخت به بيا خبري سره کوو . » چي دا خبره يې واروېده، سمدلاسه ولاړ سو؛ او د رهي کېدو تکل يې وکړ . تر دروازې پوري ولاړئ؛ خو بيرته را وګرځېدئ؛ او په ژړغوني اواز يې و ويل : « يو پلا موني نسم ليدلای؟ » رحمت سوچ کاوه، چي موني د پخوا په شان کوچنۍ او ماشومه ده؛ او د پخوا په دود به د « کابلي والا » ، « کابلي والا » په نارو، په منډه منډه را ووزي؛ او د دواړو تر منځ به بيا هغه پخوانۍ خنداوي، مرکې او د زړه خواله پيل سي . رحمت د انګورو يوه کوچنۍ سَوَده، څه کشمش او بادام هم له کم پټان وطندار څخه اخيستې وه؛ او موني ته يې د ورکولو دپاره له ځانه سره راوړي وه؛ پدې چي د ده خپله توبره خو نوره نه وه . ورته و مي ويل : « رحمته! نن په کور کي څه مراسم دي؛ ځکه نو موني له هيچا سره نه سي کتلای . » د دې جواب په اروېدو سره ډېر خواشینی سو؛ يو ګړی دم ودود ولاړ ؤ؛ وروسته يې مخ راواړاوه؛ او ويې ويل : « بابوجي سلام! » او له کوره ووتئ . د دې دردناک او ځورونکي حالت په لېدو سره مي زړه و رپېدئ . زړه مي غوښته، چي بيرته يې را وګرځوم . زه لا په همدې سوچو او اندېښنو کي ډوب وم، چي هغه بيرته دې خوا ته را رهي ؤ . سَوْکَه سَوْکَه را نيژدې سو؛ او په کراره يې و ويل : « دغه څه انګور او کشمش مي د بچۍ دپاره راوړي دي؛ دا ورکئ! » غوښتل مي د هغو په بدل کي څه پيسې ورکړم؛ خو هغه زما لاس ونيوئ؛ او ويې ويل : « بابوجي! تا پر ما ډېره مهرباني کړې ده، چي زه يې هيڅکله نسم هېرولای؛ پيسې نه غواړم . ستا د لور، موني، په شان زما هم يوه لور ده . موني ته د څه ميوو په راوړلو سره، زه په حقيقت کي خپله لور را يادوم . د سودا خرڅولو دپاره نه يم راغلئ . » تر دې خبرو وروسته، هغه د خپل غټ او اَرَت کميس په جېب لاس ننه ايستئ؛ او يو پېچلئ، خيرن کاغديې ځني را ويست؛ او په ډېر اتيات ( احتیاط) سره يې په دواړو لاسو زما پر مېز وغوړاوه . پر هغه کاغذ د يوه کوچني ماشوم د لاس نخښه چاپ سوې وه . نه عکس ؤ، نه انځور . کابلي رحمت د خپلي لور پر لاس رنګ موږلئ ؤ؛ او د هغه نخښه يې پر کاغذ چاپ کړې وه . هر کال چي به کلکتې ته راتئ؛ او پر کورو بې مېوې او نور شيان خرڅول، د پردېسې په شپواو ورځو کي بې د خپلي لور د لاس هغه نخښه له زړه سره موښلوله . ښايي په دې ډول بې د لور د بېلتانه درد او غم لږېدئ .
کله چي مي د رحمت د لور د لاس نخښه وليده، زما هم سترګي له اوښکو ډکي سوې . هغه مهال زما او رحمت تر منځ هيڅ توپير نه ؤ . ما دا خبره له دماغه و ايسته، چي هغه يو عادي مېوه خرڅونکی او زه په يوه لوړه بنګالي کورنۍ پوري اړه لرم . ما د سر په سترګو ولېده، چي هغه هم زما په څېر يو پلار دئ . د يوې غرڅنۍ کوچنۍ نجلۍ د لاس دې نخښي ما ته سمدلاسه خپله موني را ياده کړه . فوراً مي له کور څخه خپلي خوني ته را وغوښتله . په کورکي خپلو او مېلمنو ښځو ډېري ايسته و دوري و ويلې؛ خو ما يوه هم وا نروېده .
موني، په ډېر شرم او حيا د ناوې په جامو کي، په داسي حال کي، چي سره ورېښمينه ساړۍ يې اغوستې وه؛ او پر تندي يې د صندلو د بوټو ليکي کښل سوي وې، زما کوټې ته راغله او تر څنګ مي ودرېده . کابلي رحمت د موني په ليدو سره لار او ګودر ورک کړه؛ د موني تر اغېزې لاندي يې ژبه ټپه ودرېده. وروسته يې کرار کرار زړه ور غټ کئ؛ او په خندا خندا يې ورته و ويل : « موني بابا! د خُسر کره ځې؟ » البته، اوس د موني په دې خبره ښه سد رسيږي، چي خُسر او خُسرګنۍ څه ته وايي . له دې امله يې نن د ماشومتوب په شان د رحمت د پوښتني جواب ور نکړ؛ او له شرم و حيا يې مخ بلي خوا ته واړاوه . په دې شېبو کي مي، څو کاله مخکي، د موني اوکابلي د ليدلو لومړنۍ ورځ را ياد سوه، چي زه هم ورته اندېښمن وم .
موني مي د کابلي تر ليدو وروسته، بيرته کورته ولېږله . د موني تر خدای پامانۍ وروسته، رحمت سړه سا و ايسته؛ او پر مځکه کښېنستئ . د خيالو او سوچو په دونيا کي ډوب سو. پوه سو، چي خپله لورکۍ بې هم په دونه ( دومره) وخت کي د موني په شان لوه سوې يي؛ او اوس نو بايد د لويانو په ډول خبري ور سره وکي . خدای ته مالومه ده، چي په دې اتو کلو کي به پر هغې څه تېر سوي يي؛ او اوس بې حال څه يې؟ دا هغه پوښتني وې، چي ښايي د رحمت په زړه کي به ور ګرځېدې .
سهار ؤ . هر پلو د لمر زرينو وړانګو وزرونه غوړولي وه؛ او د شهنايي ږغ هري خوا ته ازانګې کولې . رحمت چپه ( چوپه) خوله ناست ؤ؛ داسي ښکارېده، لکه په سترګو کي چې( چي يې) د افغانستان دنګ دنګ غرونه ور ګرځيده . هغه ته مي څه پيسې ورکړې؛ او ورته ومي ويل : « رحمته! دا پيسې واخله؛ او نور نو ژر تر ژره ځان وخپلي لور ته ور سوه! ستاسو پلار او لور له ليدو کتو څخه به زما د موني په ژوند او واده کي هم برکت ولوېږي . » رحمت ته د څه پيسو په ورکولو سره، ما د موني د واده خرڅونه څه نا څه کم کړه؛ د برېښنا د څراغو شمېر مو لږ کړ؛ بجه خانه مو را و نه غوښته . که څه هم ښځي له دې کبله ډېري خواشيني سوې؛ خو ما يې پروا و نه کړه . د واده مراسم په ډېري خوشالۍ سره بشپړ سوه؛ او ما په دې توګه داسي روحاني خوښي تر لاسه کړه، چي ښايي د نړۍ د هر راز وسايلو او سامانو له را غونډولو څخه مي نه وای په برخه سوې .
لندن، ۲۰۰۵ع کال
لمنليکونه
۱« والا » د هندي ژبي کلیمه ده، چي د شاوندي يا وروستاړي په بڼه د زياترو هندي الاصله ژبو، پښتو او دري په خورا ډېرو ترکيبي ټکو کي ليدله کیږي ؛ د مثال په توګه په هندي او اوردو کي وايي : دودهـ والا، ګهــــــــر والا، پوليس والا او داسي نور . دپښتو ژبي په لوېديځه لهجه کي هم د « والا » وروستاړی کــــټ مــــــټ په هندي بڼـــــه باب دئ؛ مثلاً د دې لهجې ويونکي وايي : شيدې والا، مستې والا، کوروالا، دوکـــان والا او داسي نــــور . پــــه دري کي هم د « ولا » ترکـــيب پراخ استعمال لري؛ لکه : شير والا، ماست والا، چوب والا، دوکـــان والا او داسي ( possessive /genitive ) نور . پـه دې ټــــولــــو ترکيبي ټکـو کــي د « والا » پسوند يا شاوندی ، مالکــــي حالــت
ښيي . دا کليمـــه له ګرامري پلوه په نيژدې راتلونکې زمانه کي د يوه ټاکلي فعل پر کولو هــــم دلالت کيي؛ لکه : دېنې والا، لېنې والا ، جانې والا، آنې والا او داسي نور .
« وال » د هندي « والا » لنډه او اوښتې بڼه ده، په پښتو کي خورا پراخ استعمال لري؛ لکه : رودوال، سرپوزه وال، کوټه وال، کاروال او داسي نور . د پـاړسي ژبي په پخوانييو متنو کي هم د دې ټکي يو و نيم مثالونه لــرو؛ لکه کوتوال، چي له بده مرغه اوس له استعماله لوېدلئ دئ . نور مثالونه مې دمګړی ذهن ته نه راځي .
لکه څنګه چي ګورو نن سبا د« وال » ورستاړی په پښتو ژبه کي خورا په پېخر کاريږي . پر ځای کارول يې نه يوازي بدي نه لري، بلکي د ژبي د لغوي زېرمي د پراخولو دپاره ډېر ګټور کار دئ؛ اما په خواشينۍ سره، چي کاروَنه يې په ځينو مواردو او حالاتو کي د خپلسرو معيارو تر کرغېړن سيوري لاندي، ډېره بې خونده او خندنۍ ښکاري؛ مثلاً : قلاتوال، هيلمندوال، غزني وال او داسي نور؛ ځکه د کابل، قلات، کندهار، هيلمند، غزني، پېښور او داسي نورو جغرافيايي سيمو نومونه هيڅکله له « وال » سره خوند او ښکلا نه لري؛ او نه زموږ د خلګو په ژبه او کلتور کي باب دي . خلګ له پېړييو پېړييو راهيسي د داسي نومو دپاره « کابلی »، « قلاتی »، کنداری ( کندهاری)، « هيلمندی »، « غزنيچی »،« بنوڅی » ، « پېښورۍ »، « پکتيانی » او داسي نور ټکي استعماليي . د « بلخ »، « لوګر »، « سرخاب » او داسي نورو سيمه يیزو نومو دپاره هم د « وال » شاوندی سم او خوندور نه ښکاري . په پښتو او پاړسي کي خلګ دا نومونه د « بلخي »، « لوګري »، « سرخابي » او داسي نورو په بڼه وايي . په دې ټکو کي، چي له سوو کلو راهيسي زموږ په ژبه کي دود دي، سادګي، اساني، ښکلا، موسيقيت او د فصاحت و بلاغت ټول کمالونه نغښتي دي . نتيجه دا چي موږ بايد د « وال » وروستاړی په پټو سترګو له هر جغرافيايي نامه سره و نه تړو ؛ او په دې توګه د خلګو په خوږه او سپېڅلې ژبه، د خپلسرو معيارو په نامه، ډرۍ و نه وهو . ټول پخواني ټکي لکه قلاتی، روزګانی، کنداری، هليمندی، پېښوری او داسي نور بايد د « وال » له شره وژغورل سي؛ او په خپله اصيله او لرغونۍ جوله خوندي وساتل سي .
۲ کولکته يا کلکته د د ختيځ هندوستان دانګرېزي شرکت مرکز او تر ۱۹۱۱ع کال پوري د برتانوي راج پلازمينه يا پايتخت ؤ.
۳ داسي ښکاري، چي کيسه د ډيورنډ د منحوسي کرښي تر لاسليک (۱۸۹۳ع کال) وروسته مياشتو او کلو کي ليکل سوې يي .