د څخه www.jahaniOnline.com په مننه
زه د هغي ګونګۍ چیغي ترجمان یم چی یی څوک په ژبه نه سي پوهیدلای
زه د هغی بوري مور د زړه اواز یم چی یوازی یی خالق سي اوریدلای
زه د هغه ادم خان د رباب شرنګ یم چی درخو سي په بازار کی نڅولای
زه د هغي ځواني مرګي نغمې ترنګ یم چی جلاد د دار پر سریم اورېدلې
زه د هغي مستي شپې د پیالې بنګ یم چی ساقي په محفل نه یم ګرځولې
زه ډېوه یم د توپان په توره شپه کي چی رڼا می چاته نه ده رسېدلې
زه د ژوند د ښکلا ګانو قصیده یم لا تر اوسه قلم نه یم پېژندلې
ماهغه کنډوالې ولیدې په سترګو چی پرون لا د بېوزلي میني کور وو
زه د هغي بې پناه نجلۍ فریاد یم چی اسمان یی پر هستۍ بل کړی اور وو
زه له هغه مظلوم ښار څخه راځمه چی هر کونج یی د دوږخ په لمبو تور وو
د نسیم په څېر یې والوتم پر کلیو مایی ولیدې حملې د ځناورو
ما د وینو ویالې ولیدې په سترګو بهېدې پکښي بګړۍ د شمله ورو
قاتلان د شهیدانو سر ته ژاړي پر چلېږي لا منتر د جادو ګرو
لا فلک له چیغو نه دی ستړی سوی لا منګولي سرې کوي د ستمګرو
د توپان وحشي څپو بېړۍ اخیستې نه مخ ګوري د مظلوم نه زورورو
بې اختیاره زمزمه کوم ولاړ یم پر دوو شونډو مي بې سُره ترانه ده
هرڅه رنګ د بدرنګیو دی اخیستی څه کوډ ګره کرغېړنه زمانه ده
تاج پر سر یا د لېوه یا لېوني دی د هوښیارو یی په برخه زولانه ده
چی قسمت وي بېرنګي ورته لیکلې له ازله یی نسکوره پیمانه ده
د زمان پر واټ ولاړ تماشه ګر یم چی لا ژبه هم لرم زه به شاعر یم.
۲۰۱۱ـ۱۱سپتمبر