د لراوبر انځوريز راپور
د سويډن د مالمو په ښار کي د دوستۍ فرهنګي ټولني ، اريانا کلتوري ټولني او په سويډن کي د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز د ګډ نوښت او هلو ځلو د ۲۰۱۱کال د سپټمبر پر لسمه نېټه د مالمو په ښار کي د افغانستان د پياوړي ليکوال ښاغلي غوث خيبري په وياړ غونډه جوړه سوه .
په غونډه کي د ښاغلي خيبري د ژوند او کار په اړه دمقالو تر څنګ ، پيغامونو، مشاعرې او ټنګ ټکور ته هم وخت ورکول سوئ وو .
ښاغلي حبيب الله غمخور د لومړۍ برخي د چلولو لپاره ځوان ژورناليست او شاعر احمد شاه اعظمي ستيج ته راوغوښت .
ورپسې غوث خيبري ،نجيبه سارابياباني ،او حاجي امين باوري د غونډي د مشرتابه پلاوي په توګه دستېج څنګته ور وبلل سول او غونډه دکمکی منير جان ساپي لخوا دقرانکريم څومبارکو آياتونو په تلاوت او دعا سره په رسمي توګه پيل سوه .
ورپسې د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز تنکيو ماشومانو چي خپلي ملي افغاني کالي يې اغوستي وه ، د ګران هيواد ملي سرود وړاندي کړ چي د غونډي ټول برخه وال يې په وياړ ودرېدل .
دافغانانودعلمي اوفرهنگی مرکزدمشر ښاغلي انجينر عزيز مقري د غونډي پرانستونکې وينا واوروله .
وروسته ددوستۍ فرهنګي ټولني مشرحبيب لله غمخور د ښاغلي غوث خيبري دژوند او کار په اړه خبري وکړې ، هغه د خپلو خبرو په ترڅ کي د ارواښاد محمد انور نوميالي هغه خبره ياده کړه چي ويل به يې : پښتانه دي خپل ژوندي تر مرګ مخکي وستايي ، څوک چي مړ سي بيا د ژونديو وير يا ستاينه هغه ته ګټه نلري.
ښاغلي غمخور ددې غونډي د جوړيدو په کار کي يې له خپلو سويډن مېشتو همکارانو د منني تر څنګ له نورو هيوادونو څخه مېلمنو ته مننه او هرکلئ ووايه .
ورپسې دمالمود دهلمی اوکروکسبېک دسيمو د ماشومانو ګروپ په سويډني ژبه په وروسته پاتي هيوادونو او ټوله نړۍ کي د سولي پيغام لرونکي شعرونه او ادبي ټوټې وړاندي کړې ، چي ماشومان په خوږو او معلمه يې (مېرمن فادلې ) دګلو په ګېډۍ ونازوله سوه .
وروسته د راډيو ټلويزيون پخوانۍ کارکوونکي ليکوالي او شاعري ميرمن نجيبه سارا بياباني د ښاغلي غوث خيبري د کاراو ژوند په اړه خبري وکړې ، هغې وويل چي له ښاغلي خيبري صاحب سره يې يو ځای کار کړئ دی او هغه يې خپل استاد وباله.
د يادولو وړ ده چي ميرمن بياباني هم خپله شعر وايي او هم يې د نورو شاعرانو شعرونه دکلمه کړي دي ، نوموړي د کونډي زوی په مشهور سريال کي د شادګل د مور په رول کي هم کار کړئ دی .
د افغانستان راډيو تلويزيون پخواني وياند او ژورناليست يوسف هيواددوست په راډيو تلويزيون پر مهال دښاغلي خيبري خدمتونو په اړه مقاله وړاندي کړه ، هغه په يوه برخه کي دغوث خيبري هغه خاطره ياده کړه چي د هسکي شملې په خپرونه کي يې د عجب خان اپريدي دزړه ورتيا ، پښتونولۍ او غوره اخلاقو په اړه خبري کړي وې .
نوموړي وويل چي غوث خيبري صاحب دپښتنو او بلوڅو د خپروني د چلولو پر مهال ډيري لاسته راوړني لرلې ، د بيلګي په توګه ددې خپروني وخت د ۴۵ دقيقو څخه په تدريجي ډول تر ۸ ساعتونو پوري وغځاوه، د کار اهل کسانو ته د دندو سپارل او د ډيورنډ کرښي ها خوا پوري د هري سيمي اوريدونکو د ښه ترا پوهيدو په خاطر داسي کسان په کار ګمارل چي د سيمو له اصطلاحاتو ، جغرافيايي نومونه او لهجو سره يې اشنايي درلوده .
وروسته د Persson Cecilia يوې سويډنۍ شاعري دوه شعرونه وړاندي کړل او ورپسې ځوان هنرمند ښاغلي کبير اميري د افغانستان د ملي راډيو ټلويزیون د ريس ښاغلي زرين انځور مقاله ولوسته :
ددې مقالې په يوه برخه کي راغلي وه چي موږ د ګوتو په شمېر پښتو کيسه ليکوال لرو چي له دوه درې يې حرفوي کيسه ليکوال دي چي يو يې ښاغلی غوث خيبري دی ، نور ليکوال د خپل مسلک تر څنګ په ضمني توګه کیسې هم ليکي . بل ځای ښاغلی انځور وايي : هغه د تاريخ سره ډيره مينه لري ددې ميني پر اساس يې په خپلو کيسو او ناولونو کي د پام وړ کار کړئ دی .
وروسته د افغانستان د راډيو تلويزيون پخواني ژورناليست ښاغلي ولي عبدالله ناروغ په خپلو خبرو کي وويل چي ښاغلی غوث خيبري د استعمار پر ضد هغه بلند پروازه عقاب دئ چي يو وزر يې تاريخ او بل يې هنر دئ ، غوث خيبري د ادب او حماسو په ژبه د خپل هيواد تاريخ ساتلی دی .
نوموړي نيوکه وکړه چي دغسي غونډي بايد د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون له لاري خپريدای خو موږ وينو چي له بده مرغه ملي راډيو تلويزيون په دې ورځو شپو کي څه شي ته وقف سوئ دی چي ښايي اشاره يې د احمدشامسعود لسم تلين ته وه چي يوه اوونۍ پرله پسې يو شمېر ټلويزيوني چينلونه ورته وقف سوي وه . نوموړي وويل چي د مطبوعاتولخوا استخدام سوي مامورين دي ژورناليزم تر خپل ماموريت نه قرباني کوي .
د المان ږغ راډيو وياند ښاغلي نجيب زيارمل له کاناډا څخه دپوهنوال ډاکتر خالق رشيد مقاله ولوسته ، ښاغلي استاد رشيد غوث خيبري د پښتنو په اوسني ادب کي حماسه هستوونکئ سرلارئ بللی دی ، نوموړي وايي غوث خيبري د هندوستان د الاينډيا راډيو پښتو برخي څخه تر کابل راډيو تلويزيون پوري په پخواني هندوستان کي د افغان واکمنو کارنامې د خلکو تر غوږونو پوري ورسولې ، د نوموړي په مقاله کي ويل سوي چي پلورل سوي پښتانه اوس هم نه غواړي د پښتنو د تاريخ په اړه هغه څه ترسره کړي چي بايد ترسره سي .
تر شل دقيقې تفرېح وروسته ددې غونډي په نامه رالېږل سوي پيغامونو برخه ځوان شاعر نيازمحمد پياوړي پر مخ بېوله ، نوموړي وويل :
زموږ ددې پرتمينې غونډې په ادرس يوزيات شمير پيغامونه رارسېدلي چي موږ دوخت دکمښت له امله يوڅوپيغامونه دلته لولواونوروته دمننې په څرگنولوسره وعده ورکوو چي دغونډې په ځانگړې ټولگه کښي به يې له يوه سره چاپ کړو.
له بلجيم څخه د افغان کلتوري بهير مشر ښاغلي حاجي امين باوري دخپلو همکارانو په استازيتوب پيغام واوراوه .
له کاناډا څخه د افغانستان د سياسي چارو څېړونکي او ليکوال ډاکټر نثار احمد صمد پيغام د لراوبر ويبپاڼي مسول عبدالله احسان وړاندي کړ .
له امريکاڅخه دافغانستان د سياسي چارو کارپوه ښاغلي ډاکتر فضل ربي زيرکيا ر پيغام سويډن مېشتي افغان فرهنګپال حاجي حکمت الله حکمت وړاندي کړ .
له استرالياڅخه د افغان ليکوال او څېړونکي ښاغلي هدايت الله هدايت پيغام ښاغلي حيات گل هجران واوراوه .
له افغانستانه د ښاغلي حبيب وقار پيغام ځوان شاعر ښاغلي هلمند شيرزاد وړاندي کړ .
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنيو کميسون د ريس ښاغلي واحد نظري پيغام ځوان شاعر ولايت زدراڼ ولوست .
وروسته د غونډي مشر مېلمه ښاغلي غوث خيبري ته بلنه ورکړه سوه ، نوموړي ډيره خوښي څرګنده کړه چي خپل قام يې درناوئ وکړ ، هغه وويل : ما نور څه ندي کړي ، ما ددې عظيم ولس د تاريخ هغه برخي چي پټي ساتل سوي وې په خپلو کتابونو کي بيان کړي دي . نوموړي وويل :
زه له خدای پاک جل جلاله څخه غواړم چي د مرګ په شېبه مي هم ددې غيرتمند قام په خدمت کي قلم په لاس کي له دې نړۍ ستون سم .نوموړي د خبرو په يوه برخه کي وويل چي موږ په خپل هيواد کي مېشت قومونه د وروڼو په توګه منلي دي خو هغوی زموږ تاريخ او ارزښتونه تحريفوي او مسخ کوي ، زما ارزو داده چي ځوانان اجازه ورنکړي چي څوک يې تاريخ مسخ کړي .
ښاغلي خيبري په داسي حال کي د خپل ولس د تاريخ د مسخ کېدو يادونه کوله چي تر سترګو يې اوښکي رواني وې ، نوموړي په سويډن کي يې د درې ګونو کلتوري ټولنو او د غونډي له برخه والو يې په غونډه کي د برخه اخستني له امله مننه وکړه .
ښاغلي غوث خيبري ته دده دخدمتونو له امله په سويډن کي د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز لخوا ستاينليک د ښاغلي انجنير عزيز مقري وړاندي کړ .
ميرمن نجيبې صحرابياباني ته ددې دفرهنگی خدمتونواويوې وتلي مور د وياړ ستاينليک چي ددوستۍ فرهنګی ټولني خوا صادر سوئ و د ښاغلي غوث خيبري لخوا وړاندي سو .
ښاغلي نجيب الله بياباني ته دده دادبي چوپړاوپښتو ناروژي ډيکشينرۍ دجوړېدو اوارياناکلتوري ټولنې ځوان مشر ښاغلي کبير اميري ته دده دفرهنگی چوپړ ددرناوی په خاطر ددوستۍ فرهنگی ټولنې ځانگړې ډالۍ ښاغلي حبيب الله غمخور ور وسپارلې .
د ماښامنۍ خوړلو لپاره تر څلوېښت دقيقې تفرېح وروسته مشاعره پيل سوه چي ځوان شاعر ولايت خان ځدراڼ مخته بېوله .
اغلي ملغلري حميد ښاغلي غوث خيبري او مېرمن نجيبې سارا بياباني ته د ګولو ګېدۍ وړاندي کړې او بيا يې دخپل پلار خداي بخښلي حاجي حميدالله حميد يوشعر ولوست .
ولسي شاعر ښاغلي سلام اندړ په خپلو طنزيه شعرونو ټول برخه وال وخندول ، ورپسې د مشال راډيو وياند ځوان شاعر بوريوال کاکړ خوښي وښودل چي له محکوم هيواده ليري يو داسي چاپيريال ويني چي افغاني ماشومان په خپله مورنۍ ژبه د زړه کړو اسانتيا لري ، نوموړي وويل چي ددوی په کلي کي د مشرانو د نه پاملرني له امله اوس هم افغان ماشومانو ته په اردو ژبه تعليم ورکول کيږي .د بوريوال کاکړ يو بيت داسي و: زموږ د کلي د کږدۍ د بدخواهانو محل اور اخستئ ** شاباس اسمانه ، څه داغه دئ څه پرې نور پوري کړه
وروسته نوميالي ژورناليست ولي عبدالله ناروغ ، د افغانستان د سېنما او تياتر تکړه ممثلي ميرمن نجيبې بياباني ، ښاغلي جلال امرخېل د خوږو شعرونو په ويلو سره د کوربه ټولني لخوا په يوه ډالۍ ونازول سو، دغه ډول ښاغليو :غفور اميني ، هلمند شېرزاد، صابر اصيلزي ،ممتاز ارمان ، حيات هجران ، هيواد شيرزاد ،نيازمحمد پياوړي ، ولايت خان ځدراڼ او حاجي امين باوري خپل شعرونه واورول .
تر يوې لنډي تفرېح وروسته د موسيقۍ په پروګرام کي ځوانو سندرغاړو ښاغلي دراني او کبير اميري برخه واخيسته .
د تنکيو ماشومانو په ګډون د ځوانانو پرله پسې تاوده اتڼونه وسوه او په دې توګه د ښاغلي غوث خيبري په وياړ ستاينغونډه چي د ماپښين پر دوې بجې جوړه سوې وه ، په نيمه شپه په ګران افغانستان کي د سولي او نېکمرغۍ په دعا سره پای ته ورسېده .
مالمو مېشتو فرهنګپالو افغانانو تر رسمياتو وروسته هم د مېلمنو قدر وکړ
د غونډي يو شمېر مقالې او پيغامونه په دې ډول وه .
انجنيرعزيز مقري
دافغانستان دپياوړی ليکوال اوتاريخ پوه په وياړ جوړې سوې غونډې پرانيستونکې وينا
دلوي اوبخښونکی څښتن په نامه
درنو مېلمنو اغلو اوښاغلو!
دسويډن دمالمو په ښارکې دافغانستان دپياوړي اوحما سه هستونکي لیکوال ښاغلي غوث خيبري صاحب دعلمی اوادبي چوپړددرناوی په وياړ دنړۍ له مختليفو هيوادو نه راغلو پوهانو،فرهنگيانواواوفرهگنپالو!
اجازه راکړۍ تر هر څه وړاندي په سويډن کې دافغانانی فرهنگی ټولنواومالمواوسېدونکوافغانانو په استازيتوب له تاسودرنو ميلمنو،پوهانو،فرهنگيانوپه اروپاکښي دفرهنگی ټولنواستازو ته چې په دغه درنه ادبي غونډه کې مو دگډون لپاره دنړۍ دمختلفو هيوادوڅخه تشريف راوړۍ په افغاني مينه ښه راغلاست ووايم ، ستاسو ټولو ئې کورودان،هر کله راسۍ خداي موراوله .
اغلو اوښاغلو!
زموږ ننۍ علمی اوادبي غونډه چي د۲۰۱۱ زکال دسپتمبر پر لسمه دسويډن دمالمو په ښارکې جوړه شوېده دافغا نستان دپياوړی اوپېژندل شوی ليکوال اوتاريخ پوه ښاغلي غوث خيبري ته ډالی شوېده . زه پداسي حال کښي چي خپل دقدروړمېلمه ښاغلي خيبري صاحب ته دروغتيا،ښېرازه اوهوساژوند ددوام هليه کوم،هيله مند يم چي دخيبري صاحب دقلم رنگ هيڅکله هم وچ اواحساس ئې مړژواندئ نشې،خيبری صاحب موږ دې تل ځلانده اوپياوړی غواړو.
دوستانو!
زموږپه ننۍ غونډه کې دگډون لپاره د انگليستان ،ناروي ،ډنمارک،هالنډ،بلجيم،جرمني او دسويډن دمالمو دښار ددولتي او فرهنگې ادارو او دسويډن دمختلفو ښارونه دافغاني فرهنگی ټولنواستازي برخه لري .
غواړم په خوښی سره تاسوته خبر درکړم چي همدا شان دنړۍ دمختلفو هيوادو څخه زيات شمير افغاني ليکوالو او پوهانو ددغوث خيبري په وياړددې غونډي په ادرس له محتواډکي ليکنې اوپيغامونه راليږلې دي،زه يې دوخت دکمښت له امله دټولو ديادولونه ډډه کوم ، دټولو څخه دمننې په څرگنده ولوسره دبېلگې په توگه له دامريکادمتحده ايالاتونه دافغانستان وتلي شاعراوليکوال عبدالباري جهاني ، له کاناډانه پوهنوال دکتورخالق رشيداوزموږ دهيواد پياوړۍ ليکوال اوڅېړونکی ښاغلي محمدمعصوم هوتک ، دافغانستان څخه دملي راډيو تلويزيون رئيس اوپياوړي ليکوال ښاغلي زرين انځور ،د افغانستان نوميالی سېنماپوه ،سناريست او طنزليکونکي ډاکټر واحد نظري، داستراليا نه محترم هدايت اله هدايت ،دفلنډ څخه ښاغلي پوهنوال گلداد ، دکابل پوهنتون استاد ښاغلي پوهنوال رسول باوري ، پياوړي ليکوال اوژورنالست حبيب وقار ،داديسې ادبي ټولنې اونورودوستانو پيغامونه اوليکنې رارسېدلې چي يوشميربه ئي دوخت په نظر کي نيولوسره تاسوته وړاندي شي .
هيره دي نه وي چي ددې درنې غونډي په نامه دافغانستان دمختلفوولاياتواو يو شمير اورپايي هيوادونه دافغانانو دفرهنگي ټولنواوفرهنگې شخصيتونولخوادبرېښنا ليک په مټ پيغامونه رارسيدلې دي .
زموږ ټولو هيوادوالوپه خپلو پيغامونوکښي دسويډن دمالمبودښاردفرهنگی ټولنوددي فرهنگي نوښت څخه چه دافغانستان دپياوړی ليکوال دعلمی چوپړددرناوی اوستاينې په خاطريې دادرنه غونډه جوړه کړې ستاينه کوي ، موږدوي ټولوته ددوي له دې څرگندونواوهڅونونه يوه نړۍ مننه کوو.
درنو دوستانو!
دادوياړ ځاي دی چي اوس زموږ هيوادوال پدې ټکې پوه سوی چي دخپلو وياړلو شخصيتونواوپوهانودملي چوپړ درناوی دهغوي په ژوندکښي کوي .
سره لدې چي په بهرکي به هم دداسي غونډو جوړول اسانه کارنه وی خوپه هر حال دابه تر ټولوغوره کاروی چي دغه معمول وساتل شي اودخپلووياړلوشخصيتونو درناوی اوياد وکړو .
له کاناډانه دپښتو ژبې پياوړی ليکوال اوڅېړونکی ښاغلي محمدمعصوم هوتک په خپل پيغام کښي ليکي : ((خوشاله یم چي په پښتنوزلمیوکي ددغه دود رواجېدل پخپلوسترگووینم چي دخپلوخواخوږوعلمي او ادبي مشرانوقدرداني ددوی په ژوندکي کوي اودپښتوژبي هغي وراشې ته دعمل جامه وراغوندي چي وایي ( چي ژوندی یم ښه مي غواړه، چي مړسوم بیانومه راپسې ژاړه).ـ غمخورصاحب داوارددې غونډي په جوړولوسره دیوه ویاړلي پښتانه ښاغلي غوث خیبري صاحب دهغه حق اداینه کړې ده چي پرپښتنوباندې دخپلونژدې نیمي پېړۍ قلم چلولوله بابته لري .
غوث خیبري صاحب پښتوژبي اوادب ته خوراډېرڅه ورکړي دي. دتاریخي داستانوپه لیکلوکي خود( مخکښ) لقب په حقه ورسره ښایي. نوري تاریخي څېړني ئې دهغوموادو کار ورکولای سي چي دپښتني اوافغاني تاریخ دماڼۍ په جوړولوکي ورته اړتیاسته. دمظلوم اوځبلي پښتانه قام دحقوقوپه دفاع کي ئې دقلم چلولوزړه ورتوب دډېري ستایني وړاودراتلونکوشازلموله پاره مشال دئ. پرماباندي که زمانې ددوی دمخامخ معرفت نېکمرغي نه ده لورولې، خوددوی دآثارودلوستلو سعادت مي په نصیب سوی دئ. زه ورته داوږده عمراوروغتیادوعاکوم . قلم دې پیاوړی اوسي. ))
همداډول زموږ دوه ليکوال په يوه رالېږل سوی پيغام کښي ليکي : ((په سويډن كې د دوستۍ فرهنگي ټولنه د درنښت وړ ده ، چې د هېواد د هر اړخيز شخصيت ښاغلي غوث خيبري په وياړ يې دده د تاريخي، ادبي، فرهنگي او ټولنيزو هڅو په وياړ له درنښت ډكه غونډه رابللې او د پښتونولۍ څلى او د پښتنوغازي فرهنگي په كې خپل درناوى پخپلو رڼو سترگو ويني ، اوري او د خپلو راتلونكيو څرگندونو فكر كولو ته پرې هڅول كيږي.
د ښاغلي خيبري د هر اړخيز شخصيت راز په دې كې دى ، چې ده د هېواد په سياسي ژوندانه كې خپل تړاو نه يوازې له پښتون ، پښتو او پښتونوالې سره وساته ، بلكې پښتانه ته يې د خپل پراخه تاريخ تياره گوټونه هم روښانه كړل.
غوث خيبري پښتانه دسياسي پښتو او سياسي پښتونوالې رڼه چينه د خپلوگوتو په زور راسپړلې اود ښكېلاك د زنځيري كړيو هره كړۍ يې د پښتانه له غاړې ليرې كړې او د اوښكو پر خوړ لاهو كړې او پښتون يې له خپل تاريخي ، فرهنگي او ديني لارښود او اصل سره آشنا كړى دى.
زه او قتيل خوږياڼى ده ته د اوږده وياړلي ژوندانه هيله من يو او د دغې فرفنگي ټولنې فرهنگي هڅې ستايو.))
موږ ددوي دغه ملاتړ اوملي احساس څرگندولوته دقدر په سترگه گورواوداوعده ورکووچي ديو افغان په توگه به يوه شېبه هم خپل دهيوادوياړلي شخصيتونه ،دهغوي درناوی اوهڅونه هېر نه کړو .
درنو هيوادوالواوددې درنې غونډي برخه والو!
واقيعت خو دادئ چي تاسو په خپل گډون ،پيغامونو اوبرېښنا ليکونوسره موږ ته وياړ راوباخښه اوموږ مونورهم وهڅولو چي دافغاني کلتور دپياوړتيا اواووياړلو شخصيتونودرناوي اوقدردانۍ ته تردې لاهم زياته پاملرنه راواړوواو ددغه ډول درنوعلمي او فرهنگي غونډود جوړيدو جوگه شو.
پر ځاي ئي بولم دکوربه ټولنو دمشرتابه په استازيتوب له هر هغه چانه چي زموږ سره ئې ددې درنې غونډي په جوړېدو،دکارونوپه سمبالښت اودميلمنوپه هرکلي اومېلمه پالنه کښي مرسته کړېده دکوروداني په يلو سره دزړه له کومي مننه وکړم . همدا ډول دمحترم حاجي سيف الرحمان صافي ،حاجي طارق چي دغونډې دگډونوالو لپاره ئې دڅښاک په برخه کې زموږ سره مرسته کړې مننه کوو. کورمو ودان همدا ستاسو بې ساری ملاتړ دی چي موږ دمالمو په ښارکې دهر ډول غونډو دجوړېدو جوگه کېداي شو.
درنو مېلمنو!
د وياړونو يادونه يوازي هغه اولس او ټولنې کولای شي چي دخپل هيوادتاريخ اوراتلونکی سره علاقه ولري اونه غواړي هرڅه دتاريخ په آرشيف کي پاته شي . ديوې ټولني دوياړ نوپه پيژند نې سره د هغه اولس د ښې پيژندني لپاره اساسي لارپرانيستل کيږي ، ځکه نود ولسونو لپاره دخپلو وياړونو نمانځنه ، ياداودرناوی اودهغوي په علمی برياووباندي پوهېدل د هغه ولس د پايښت اوپرمختگ لپاره لار پرانيزي . همدا دليل دي چي د نړۍ بيدارولسونه او هڅاندي ټولنې دخپل ولس د تيرو وياړونو ياد نه کوي .
د داسي ادبي اوعلمي غونډوله جوړېدونه زموږ موخه هم همدا ده چي له يوې خوازموږ دپوهانودرناوی وشي اودبلې خوازموږ ځوانان دغه اساسي ټکي ته پاملرنه وکړي چې دوي دخپل هيواد،کلتوراوجگړه ځپلي ولس په وړاندي څومره ستر مسوليتونه لر ي .
موږ غواړوپه دوامداره توگه ځوان نسل پام دې ټکې ته راواړووچي بايددخپل هيواد دتاريخ اووياړنو ،علمی ،ادبي اوسياسي شخصيتونوپه اړوندکره اودقيق معلومات ورلري . موږ موخه داده خپل ځوان نسل ته عملأ داپه گوته کړوچي ددوي دهيوادمنلو شخصيتونوددې لپاره چي وکولاي شي خپلې ټولنې اوبشريت ته گټور تمام شي دڅومره اوږده ،له کږلېچونواوکړاونوڅخه ډکولارونه په تيرېدوسره خپل ملت ته دملي چوپړ جوگه سوي دي .
درنو دوستانو!
څرنگه چي زموږ په ننۍ درنه ادبي غونډه کې زموږدهيوادپيژندل سوې پوهان ،ليکوال ،څيړونکی، اديبان او شاعران برخه لري نه غواړم زموږ دهيواد ددې پيژندل سوی او منلي شخصيت دکارنامو،ادبي هڅو او نوښتونو په هکله وږغيږم . دغونډي دکوربه په دود درنو پوهانو او روڼ اندوته وار ورکوم ،ترڅوهغوي ددې علمی شخصيت په اړوندمعلومات دغونډي ددرنو برخه والوسره شريک کړي.
اجازه راکړۍ په آخيرکښي يوځل بيا تاسو ددې تاريخې غونډي برخه والو ته دکوروداني په ويلوسره څرگنده کړم چي ستاسو دالويه لورېنه به زموږ هيڅ وخت هيره نشي، چي تاسو دخپلو مصروفيتونوسره سره دالطف وکړ اوپدې درنه علمی غونده کي موزموږ سره يوځاي گډون وکړ ، په حقيقت کښي دا تاسو واست چي پخپل فعال گډون سره مو دداسي درنې غونډي جوړېدل شوني کړل ،بياموهم کورودان ،برياوي اوخوښۍ مومل اوسه . ومن الله التوفيق
م . زرین انځور
غوث خیبري دپښتو کیسه لیکنې مخکښه څېره
پښتو کیسه لیکنه دهجري لمریزې دریمې لسیږې په پای او د څلورمې لسیزی په پیل کې له مهمو پرمختګونو سره مله وه . په دغو دولسیږو کې څو ټکي په خاص ډول د یادونې وړ وو :
۱. دکیسه لیکنې یو شمېرداسې څېرې را میدان ته شوې چې د ادبي کار اساسي برخه یې پښتو کیسې ته ځانگړې کړه .
۲. د دغو کیسه لیکونکو زیات شمیر یې د نړۍ له کیسو او کیسه لیکنې سره آشنایي لرله او په نړیوالو او یا دگاونډو هیوادونو په ژبو پوهېدل او استفاده یې ترې کوله .
۳. په همدغو کلونوکې د نړۍ ځینې کیسې هم پښتو ته را وژباړل شوې .
۴. د دغې دورې ځینې کیسه لیکونکي په خپل کارکې جدي او په حقیقت کې یې د خپل ادبي کار یوه اساسي برخه کیسه لیکنې ته ځانگړې کړه ، موږ کولای شو ووایو چې له همدغو کلونو څخه موږ یوشمېر حرفه یي کیسه لیکونکي مومو او دا د پښتو ادب په معاصره دوره کې یو د پاملرنې وړ او ارزښتمن پړاو دی .
د پښتو نومیالی لیکوال او ژورنالیست ښاغلی غوث خیبري په همدغو لیکوالو کې دی او له همدې کبله یې په ادبي – کلتوري هڅو کې پښتو کیسه لیکنې ته کار ، خاص ارزښت لري . په دغو کلونوکې او بیا په را وروسته کلونو کې هغه د یو حرفه یې داستاني لیکوال په توګه ځان تثبیتوي . سره له دي چې هغه د ژوند په اوږدکې ډیرکلونه په ژورنالیستیک او مطبوعاتي کارونوکې هم تېر کړل او دغه راز یې یو شمېر تاریخي او سیاسي آثار هم ولیکل ، خو له دې سره سره د ښاغلي خیبري اساسي کار داستاني ادبیات دي او له همدې کبله یې دغې برخې ته په ځانگړي ډول زیات تمېدل پکار دي .
غوث خیبري د خپل ژوند په اوږدوکې زیاتې لنډې کیسې او ناولونه ولیکل . هغه آثار چې په دې لړکې یې یادونه پکار ده ، په دې ډول دي :
۱. دلنډوکیسو ټولگې یې په ترتیب سره دادي :
– هغه وژړل
– دګوګا منډه لېوال
– پردیس
۲. چاپ شوي ناولونه یې دادي :
– داورلمبې
– اراکوزۍ پېغله او مقدوني سکندر
– پاکه وینه
– د مرگ سندره
– ابدالۍ توره
– دکندهار ناوې
۳. په درې ژبه يې دغه داستاني آثار خپاره شوي دي :
– لکه های خون
– طوفانها
– تفنگداران خیبر
– دیوانه
– قهرمان میمیرد
– یادداشت های حیرت انگیز خواهرم (۱(
دغه راز یې په ناچاپو داستاني آثاروکې د « ناورين » په نوم د یو بل ناول یادونه کولای شو .
۴. د ښاغلي غوث خیبري یو شمېر ډرامې ، داستاني ، تاریخي فیچرونه وخت په وخت د راډیو افغانستان له څپو هم خپاره شوي دي او په داستاني هڅو کې یې هغه برخه هم باید له یاده ونه باسو چې جلا څیړنه پرې پکار ده . استاد بینوا په خپل مهم اثر « اوسني ليكوال » کې په دې اړه لیکي :
« ښاغلي خیبري له لسو نه زیات ( هغه وخت ) راډیو ډرامو نه هم په پښتو او پاړسي لیکلي چي په کابل راډیو کې تمثیل شوي دي او دده د ډرامو پهلوان (هیرو) هم زیات وخت دی پخپله و ، نو ځکه ده ته یوکامیاب ډرامه یي لوبغاړی او ممثل هم ویلای شو . دکابل راډیو په زیاتروپښتو ډرامو ، ډیالوگونو او فیچرونو کې یې پوره برخه درلودلې ده . » (2)
د ښاغلي غوث خیبري به لنډو کیسو ، ناولونو او ډراموکې ، یا په عمومي توگه د هغه په داستاني هڅوکې څوټکي په خاص ډول دیادولو وړ دي ، ځینو دغو ټکوته پاملرنه پکار ده :
۱. لکه چې مخکې مو هم لنډه یادونه وکړه ، غوث خیبري د خپل ادبي کار اساسي برخه لنډې کیسې ته ځانگړې کړې ده . هغه یوحرفه یي کیسه لیکونکی دی . په پښتو داستاني ادبیاتو کې دا خبره ځکه د یادونې وړ ده چې موږ ډېر لږ او یوازې دگوتو په شمېر حرفه یي کیسه لیکونکي لرو او په دې کې ښاغلی غوث خیبري په دوه ، درې تنو پښتنو لیکوالو کې راځي . زمو ډېر لیکوال زیاتره د نورو برخو اساسي لیکوال دي او کیسه لیکنه یې ضمني برخه ده ، ځکه یې د پښتو داستاني ادبیاتو په وده کې ونډه اساسي نه ده .
۲. دغوث خیبري د داستاني کار عمده برخه « تاريخي کیسه لیکنه » ده . تاریخي کیسه لیکنه په داستاني ادبیاتوکې یوه ځانگړې برخه ده . دا په حقیقت کې د تاریخ او ادبیاتو یو گډون دی . دلته اصلي موضوع له تاریخي پېښو ، سیمو او اتلانو سره اړه لري او هنري ، تخیلي اړخونه یې له ادبي ارزښتونو او اصولو سره .
د پښتو په داستاني لیکوالوکې موږ د تاریخي داستاني ادبیاتو ډېر لیکوال نه لرو . غوث خیبري د همدې لړۍ لیکوال او په دې لړۍ کې تر ټولو « پركار » لیکوال هم دې . د هغه د داستاني آثارو له فهرست څخه ښکاري چې نزدې ټول ناولونه یې تاریخي پېښې او اتلان په خپله ځولۍ کې را نغاړي او لنډې کیسې یې هم زیاتره تاریخي لنډې کیسې دي .
ښاغلی غوث خیبري له تاریخ سره ځانگړې مینه لري ، هغه د افغانستان د تاریخ په ډېرو مهمو پېښو څیړنې هم کړي دي او له هغې هنري – داستاني تومنې سره چې زموږ دغه لیکوال یې لري ، دغو پېښو ته یې داستاني بڼه ورکړې ده . دغه تاریخي – داستاني لیکنې هم له تاریخي پلوه او هم له ادبي پلوه د غور وړ دي .
ښاغلی خیبري « د اور لمبې » په سریزه کې د خپلو تاریخي داستاني آثارو په باب هم یادونه لري ، هغه لیکي :
« تاریخي پاڼې اړول را اړول او د هغو له منځ نه دلچسپې واقعې راویستل او په بل شان دهغو بیانول زما په خیال سودمند کار دی … د اور په لمبوکې چې زیاتې برخې تیریږي ، ټولې حقیقي تاریخي پیښې دي او د پیښې او د هغو بیان که د جانسن او یا کوم خیالي قهرمان له خولې نه راوزي ، څه گناه یا خطا نه ده ، بلکه د لیکوال د لیکنې توان ، د تصور قدرت او د اوسني عصر غوښتنه ده او دا ټول ددې خبرې اجازه کوي . زه وایم که یو لیکونکی کوم یو حقیقت په سل رنگه ولیکي او په اصل مطلب کې ډېر تغیر رانشي نو پروا نه کوي او په همدې دلیل په دې اثر کې زما قلم گام اخیستی دی … » (3)
۳. دتاریخي کیسو په څنگ کې ښاغلي خیبري دافغانانود ژوند په نورو موضوعگانو هم کیسې لیکلي دي لکه مینه ، ټولنیزې ستونزې او نور .
د ښاغلي لیکوال د اور لمبې او نورې تاریخي – داستاني لیکنې د پښتو تاریخي کیسه لیکنې په مطالعه کې خپل ځانگړی مقام لري .
ښاغلی غوث خیبری د افغانستان له نومیالیو لیکوالو څخه دی او د سویډن پر کلتوري یارانو دې آفرین وي چې زموږ ددغه وتلي لیکوال د درنښت لپاره یې داسې یوه غونډه جوړه کړې ده .
په مینه او درناوي
اخځونه او لمن لیک :
۱. د ښاغلي خیبري دآثارو دمعرفۍ لپاره وگورﺉ :
الف : اوسني لیکوال . عبدالرووف بینوا ( درې ټوکه ) دویم چاپ ترتیب او زیاتونې : مطیع الله روهیال ،کندهار ، علامه رشاد خپرندویه . ټولنه ، ۱۳۸۸ ش . (۲۰۰۹ ع) ( ۳۸۵- ۳۸۶) م ، م .
ب : په افغانستان کې توپان ، غوث خیبري ، دافغانستان ، دکلتوري ودې ټولنه ، جرمني ، (پيښورچاپ ) ، ۱۳۷۸ ش . (۱۹۹۹ع) دپښتۍ وروستی (۴) م .
ج : دا څېرې د هېریدو نه دي ، ( لر او بر ) ویب پاڼه www.Larawbar.com
د حبیب الله غمخور لیکنه ، ۲۰۱۱ ع ( ۱۳۹۰ ش ) سنبله .
۲. اوسني لیکوال . (۳۸۶) م .
۳. د اورلمبې ، غلام غوث خیبري . کابل ، پښتو ټولنه ، ۱۳۳۵ هـ . ش . (د- سريزه ) م .
پوهنوال خالق رشيد – کاناډا
خیبري،د پښتواوسني ادب کې حما سه هستونکی سرلاری
« هغه څه چې کافکا غواړي پوهیدل پرې ګران دي ،
خو هغه څه چې کافکا غوښتي هغه یې ویلي دي…» صادق هدایت
په جنوبې ایشیا کې هندوستان ، هغه لرغونې سیمه ده چې د بډای تاریخ او فرهنګ یوه درنه برخه یې د افغانانو ، پټانانو اوپښتنو له ژوند ، کلتوراوفرهنګ سره تړلې ده ، علامه رشاد په دغه برخه کې په وارو وارو دا سپارښتنه کوله ، چې هندوستان زموږ دتاریخ اوفرهنګ هستونې تمدني حوزه اوټاټوبی دی . ددغې خبرې ماناداده چې موږ کله له خپلو فرهنګی سیالانو او اغیارو سره په بحثونو اوعلمي څیړنو کې کیوزو ، دوی زموږ کلتور ،تاریخ او شته والي ته یوازې له یوې وړې زاويې ، پرهغې چې دوی ګوډ او مات پوهیږي ګوري ، څه موده مخکې کرزي صاحب دڅپ څپاندې حکمرانۍ یومسوول مقام همداسې خپله یوه دزړه خبره ظاهرآ په ټوکه کې راته وویله چې موږ (پکتیا دتاریخ په اوږدو ) سیمینارجوړو ، سره له دې چې پکتیا خو چندان تاریخ هم نه لري خوباید دمصلحت له مخې داسیمینارورته جوړکړو ، ما پرهغه ځای ور پورې وخندل ، او ورته مې ویل : داځکه چې هغه سرچینې چې دپاکتیا تاریخ او څیړنه په کې شوې پرهغوته نه پوهیږي ، ځکه نوداباید ومنوچې ناخبره سړی په خپله ړوند دی …
دا خبره مې ځکه یاده کړه ، په رښتیا ترهغو چې موږ دهند په تاریخ اوفرهنګ باندې پوه نه شو ، موږ نه شو کولای چې دخپلې تمدني حوزې او خپل تاریخ په اړه د ویلو څه دخپلواو څه هم دنړۍ دخلکو په وړاندې کیږدو.
زموږ په افغاني پوهانو کې یوازې دګوټو په شمیرکسانو په دغه برخه کې علمي کارکړی چې یوهم زموږ نومیالی لیکوال غوث خیبري دی . زه په دغه برخه کې په ډیرجزیاتو نه شم غږیدای اونه هم په دغه وړه غونډه کې هغه ډیرڅه چې خیبري یې د ویلو لایق دی نه شی ویل کیدای .
مانژدي پنځلس کاله په هندوستان کې تدریس وکړ ، تحقیق مې وکړ، دپښتنو پرلتو مې سفرونه وکړل او دپښتو د ویاړونو په اړه می دخپل توان په اندازه یوڅه ترسره کړل، داچې دبی ارزۍ زمانه ده اوپلورل شوي واکمن پښتانه تراوسه هم نه غواړي دپښتنو اصلي فرهنګي خادمانو ته د ویلو او لیکلوچانس ورکړي ، همداسې کلونه مخکې پرهمدغه سفر خیبري صاحب هم راووت اوهغه څه چې د پښتنو په اړه نا ویلي او نا سپړلي وو ، هغه یې وویل ، ویی لیکل اوهغه پرتمونه یې دافغانستان له تاریخ سره پتلیزکړل ، هغه چې تردغه وخته په هغه شان او درنښت سره بل چانه ول ، ویلي هغه یې یویو زموږ په واک کې راکړل .
خیبري صاحب که په آل اندیا رادیوپښتو څانګه کې و او که په کابل رادیو کې ده په دغه برخه کې خپلې لورینې له خپلو خلکو او خپل پښتون قام څخه پټې ونه ساتلې اوهغه دروند پرتم او تاریخی فکتونه یې د وخت دحساسو فکرونو ترڅنګ دهندوستان د افغان واکمنو په اړه د دنیا والو او کڼو پښتنو ترغوږو ورسول ، هغه حقایق چې نور پرې راویښ او پښتانه تراوسه هم پري خبرنه شول .
په هرډول ، زه دپښتو معاصرادب دیوه ښونکي په توګه خیبري صاحب زموږ د زما ني دیوه حما سه هستونکي لیکوال په توګه پیژنم ، ده په رښتیا دپښتنو ژوند او تاریخ په یوه حماسي اندازه کې تشریح کړل، زه لا دښوونځي زده کوونکی وم چې دلومړي ځل لپاره مې کیسې ولوستې او هغه هم دده حماسي کیسې ، چې تراوسه پورې مې هغه هنګامه ، هغه دپلرونو حماسه چې ده په کیسه کې را ته وویله له یاده نه ده وتلې او په دې یې باوري کړم چې حماسه ادب تل حماسې نسلونه روزي او ویاړونه زیږوي.، سرې لمبی، ابدالي توره او د ګوګامنډه لیوان ، لکه های خون ، تفنګداران خیبر اولسګونه نور، دده هغه ملې پایدنه اوقدعلم و چې په انساني او عاطفي توګه یې لومړی دانسان او بیاد افغان دحق خود ارادیت غږ پورته کړ چې اثراواغیزیې تراوسنیو تش په نامه ( انقلابیونو او جهادونو) اوچت او لوړو.
خیبری صاحب دتاریخي اوملي کیسو له هغو لیکوالو څخه شو ، چې دده له ملې لیکنو او پیرزوینو سره زموږ پوره یونسل را لوی شو، اوداهغه ټکی دی چې په علمي اوتیوریکی لحاظ د هرې ټولنې دملي ادبیاتودمطالعې په برخه کې دیوه ځانګړي اوملي ارزښت خای او دریخ لري ، دهومر ایلیاد او ادیسه ، دفردوسي شاهنامه ، دخوشال قصیدې چې هریوه یې د یوه حماسي اثرپه توګه اهمیت وموند او دنړۍ په شهکارونو کې وشمارل شول ، هغوی ټولوملي اسطورې له تاریخ او ادب سره پتلیز او پیوند کړې ، همدغه لړۍ په شلمه پیړۍ کې بیا دحماسې ادب اوبهیرپه نامه په دغه شان لکه چې خییرې دخپل عصرحماسه درک کړه را ایجاد او وغوړیده.
دخیبری صاحب په حماسه کې دنړۍ د یوه ډیربدنامه ښکیلاک بدغونې څیره زموږ مخې ته راوپړکیده ، له هغه راپدیخوا بیا دوه نورښکیلاکي ځواکونه هم زموږ پر ارادو باندې راوبلوسیدل ، چې یویې تراوسه هم خپله درنه خیټه زموږ دبی ګناه ولس په وینو باندې پړسوي ، اوس هم دغه ملت له یوه ستمګرخواک سره لاس اوګریوان دی، چې په څنګ کې یې دهم هغې حماسې لړۍ لکه چې خیبري صاحب پیل کړې وه اوس هم روانه ده ، سره له دې چې دحماسې ادب د ودې ترڅنګ په لسګونو مزدور لیکوال او شاعران دنړې ددغه ظالم ځواک دعمر داوږدوالي لپاره منډې وهې ،سندري ورته وایی ،جاسوسۍ ورته کوي اوافغاني پرتم یې ترناپاکو ګامونو قرباني کوي ، خو بیاهم دغه لړۍ روانه ده ، ملت قربانۍ ورکوي او یوشمیرحساس فکرونه او قلمونه شته چې دمظلوم ملت په پلوۍ دریږي اوحماسي هستوي … که خیبری صاحب موږ ته له کابله ، ترهندوستانه د بت خاک ، لته بند ، سروبی ، تیزین ، ګوګا منډه ، خواجه سه بابا ، جګلدلک ، تیزین اوخیبر په اوږدو کې دیوه ظالم نړیوال ځواک ماته را انځورکړه ، همداسې ، دتورې بورې ، کونړ، کندهار، پکتیا خوست ، وردګ ، غزني ،هلمند، کابل ، سوات ، وزیرستان زخمونه لاهم حماسې انځورونو ته اړتیا لري چې باید یوڅوک ، یوحماسي انځورګر اویوخیبري دهغوی پرزخمونو باندې هم دهغو دستمګرو ناتارونو په وړاندې سندریزې پټې کیږدي…
پرهغه مهال چي ما په هندکې دفرهنګی استازي په توګه په کار پیل وکړ ، زما یو وړاندیز داو چې دافغانستان دکلتوراوفرهنګ وزارت باید داسې آثار لکه ابدالی توره فلمی کړي دسناریو لیکنې ذمه یې هم ما ووهله، له بده مرغه هغوی چې دفرهنګ ذمه وار هم وو ، پرې ځانونه ناګاره واچول او زه یې هم داستعفی پرپوله ودرولم. دریغه چې یو خپلواک پښتون پیدا شي او اوس دغه کار دیوه ملي رسالت په توګه ترسره کړي …
اوپه پای کې خپل ګران مشرلیکوال درانه خیبری صاحب ته دغفارخدای له درباره دعمرد اوږدوالي هیله کوم او همداسې دمالمو یارانو په سرکې ګران غمخور صاحب اونورو ته ددغې درنې اونوښتي غونډې دجوړیدو له امله د زړه له کومي مبارکي وایم اوپوره باورلرم چې ستاسې پردغه نیک ګام به هغوی چې ځانونه یې دفرهنګ او فرهنګی مقامونو په نامه دفرهنګ سالارۍ پرخای غل سالارۍ ته رسولي سرټیټی شي .
په درناوي
پوهنوال دوکتورعبدالخالق رشید
ادمتنون – کاناډا
Dr. Rahmat Rabi Zirakyar, USA
د استاد خیبری په درناوی
دپښتنوواکمنان( که زر ین زي وواوکه خټین زي، که بریښناخیل وواوکه تورتم خیل) عموماً ټول لږوډیرپه دی بی کمالۍ کی سرتیری ووچی په خپل دربارکی خپلی ژبی ته پاټک ونیسی اوپه خپل ټاټوبی کی دملت دمعنوی کلتورداړه ماران شی.
باچاخان دننګرهارولایت په یوه ولسوالی کی میلمه شوی و. یوه سړی ورسره ستړی مشی په پارسی وکړل. په څنګ کی یوبل سړی ورته وویل چی باچاخان خوپښتون دی، په پښتوبه دی ورسره ستړی مشی کړی وای. هغه خپل ځواب په دی ډول ورغبرګ کړ: زموږغټان په کابل کی پارسی وایی. مافکروکړچی باچاخان(فخرافغان) به دنوروغټانوپه شان پښتوپریښی وی اوپه پارسی به اخته شوی وی!
انګریزاستعمار ۲۰۲ کالونه وړاندې په ۱۸۰۹ زییز کال کې هڅه وکړه چې دخپلو ګټولپاره شهزاده شجاع په کابل کې قدرت ته ورسوی. دا وه د افغان او انګرېز د لومړی جنګ ناکامه هڅه. د انګرېز او افغان په دوهمه جګړه کې پیښور په ۱۸۳۵ زییز کې د افغا نستان له وجود نه د رنجیت سینګ په واسطه غوڅ شو.د افغان او انګریز په دریمه جګړه کې ګوډاګی شهزاده شجاع دیرش کالونه وروسته د ۱۸۳۹ زییز په اګست کې په کابل کې د ښکیلاک ګرو په زور او چل په بیواکه او سپـیره کرسۍ کینول شو. په عمل کې انګرېز ویلیم مکناټن دافغانستان لومړی وزیر و، الکسندر برنیس د دنـنـیو چارو وزیر و او موهن لال یې منشی ا و د استخباراتو مشر و. خواستعماري جادوګرانو رسما د افغانستان اوشاه شجاع د دوستانو څیرې پـیښې کولې
استاد غوث خیبری داسې خبره راوباسی چې په ظاهر کې وړه وي، خو په باطن کې پکې غټ مطلب خوندي شوی وي. د بیلګې په ډول، استاد خیبري پنځلس کالونه وړاندې په ۱۹۹۶ زییز کې، دافغان اوانګریزد دریمې جګړې په اوږدوکې په کابل کې د مکناټن او برنیس د وژل کیدو پیښې راسپـړلې دي
مکناټن1 داړتیاله مخی پښتوزده کړی وه ، خو برادران ارګ په خپل ارګ کی پښتوته داړتیااحساس نه درلود، اوچی په ارګ کی پښتوته اړتیانه وه نود دربارپه دولت کی به ورته ولی اړتیاوی! حمیدکشمیری په خپله«اکبرنامه» (۱۲۶۰ هجری سپوږمیزکال) کی وایی:
شنیداین سخن لات جنګی تمام که اموخته بودپشتوکلام
په دی شعرکی دوزیرمحمداکبرخان اومکناټن ترمنځ دخبروپه جریان کی دمکناټن له خوا د وزیرمحمداکبرتیاری انځورشوی دی ولولی: غوث خیبری، «دبرنس اومکناټن د وژل کیدوپیښی» ، دعوت، پرله پسی ۷۱-۷۲ ګڼه، د ۱۳۷۵ مرغومی، دسمبر۱۹۹۶ . ما د لومړي ځل لپاره ولوستل چې مکناټن پښتو زده کړې وه
که ارواښاد مفکر وزیر محمد ګل مومند د استاد غوث خیبري دا وینا اوریدلې وای چې انګرېز ښکیلاک ګر ویلیم مکناټن پښتو زده کړې وه، ډاډه یم چې په پښتو مین پښتون وزیر محمد ګل مومند به ورته ډېرپسخیدلی وای! زه چې ورته کسم، استاد غوث خیبري یو زړور او پوه پښتون دی او د دغه کفایتونو په برکت په مطلب کوټلې لیکنې کاږي. زه زیرکیار له کلیفورنیا نه خپل منلي ورور استاد غوث خیبري ته خپل درناوی وړاندې کوم! په ورورۍ! ډا کټر زیرک یار اګست ۲۶، ۲۰۱۱زیی
ډاکترنثاراحمد صمد پيغام
خیبری ته سلام او اکرام !
ښاغلی او منلی غوث خیبری د افغانستان یو ثابت او پیژندل سوی علمی شخصیت دی چی هر هېواد پال افغان باید پرې وویاړی
په ۱۹۸۱ کی ، چی د کابل پوهنتون د وترنزي پوهنځی څخه زما د فارغېدو شپې ورځی وې ، یو کتاب په لاس راغی چی عنوان یې « ابدالۍ توره » وه . دا کتاب می په مینه ولوست او که رښتیا ووایم نو څو څو واره می ولوست او هر ځل به راته نوﺉ او دلچسب و . هو ، د دې کتاب لیکوال علمی څیړاند ښاغلی غوث خیبری و چی له هماغه وخته د ده علمی شخصیت او معقولیت ما ته وځلېد .
بیا چی می کله په ۱۹۹۰ لسیزه کی د دعوت په ملی جریده کی د ښاغلي غوث خیبری سیاسی او تحلیلی لیکنی لوستلې ، نو د ده حقانیت او افادیت نور هم راته ثابت سو او ما به هم په « مجاهد ولس » او « دعوت » کی په خپلو لیکنو کی د ښاغلي خیبری د مستندو او علمی تحلیلونو څخه اقتباسات کول .
مطلب دا چی زه او هغه له نږدې نه پیژنو ، خو زه په تمامه معنا د هغه حکیمانه او عالمانه فصاحت ، بلاغت او بصیرت ته تسلیم یم . حتی ویلای سم چی د لیکوالۍ خوا ته زما د تمایل د ګړندیتوب یو عامل ښاغلی او پیاوړﺉ غوث خیبری دی او زه په دې ویاړم .
زه په ټینګه دا وایم چی ښاغلی غوث خیبری د افغانستان د پیاوړو مصنفینو اومفکرینو له جملې نه دی چی افکار او آثار یې د لمر غوندی روښانه او ځلانده دي . هغه خصوصأ په تاریخ ، ژبه او توکم پیژندنه کی ښه څیړنه او پلټنه کړې ده چی دا هر څه یې علمی پایه او افاده لری . لنډه دا چی د ښاغلي غوث خیبری افکار ملی او لیکنی یې علمی دي .
دا چی په سویډن کی استوګن درې افغاني ټولنی د نومیالي او بریالي څیړاند ښاغلي غوث خیبری د علمی او ادبی کار او زیار د ستاینی غونډه ترتیب کړې او رابللې ده ، ډیر لوی نوښت یې بولم او عملأ یې د ښاغلي خیبری حق ادا کړی دی ، الله دې خیر ورکړی .
په پای کی د هېواد وتلي او منلي علمی شخصیت ښاغلي غوث خیبری ته خپل درناوﺉ پر ځای کوم او د لوی الله څخه پالنه ، ساتنه او ښېګڼه ورته غواړم . والسلام ،
نثار احمد صمد
له هېواده دوولس زره کیلومتره لیری ، کاناډا
پوهنمل حاجی محمد نوزادی
د وتلی لیکوال او شننونکی غوث خیبری کار اوزیار ته ددرناوۍ په بهانه
د هیواد په فرهنګی بهیر کی د وروستنیو څو کلونو یوه له مثبتو ځانګړتیاوو او د یادولو وړ لاسته راوړنو څخه همدا ده چی یو نیم ځای د ژوندیو څیرو د کار او زیار درنښت ددوی په ژوند کی ترسره کیږی او نور دوی دی ته نه اړ وځی چی د اتل خوشحال خان خټک پشان په دی خبره باندی زړه ښه کړی چی ویل یی :
د خوشحال قدر که اوس پرهیچا نشته
پسله مرګه به یی یاد کا ډیر عالم
د خوشحال بابا لوړ شعر که د یوی خوا دده پر خپلو مټانو باندی د باور څرګندوی دی ، خو دبلی خوا په ټولنه کی هغو نیمګړتیاوو ته ګوته نیسی چی د فرهنګی درنښت ټیټه وده یی بنسټ جوړوی . که موږ د علم او فرهنګ ، سیاست او د ټولنی په نورو چارو کی د خپلو اتلانو او وتلو څیرو د درناوۍ دود د پخوا زمانو څخه درلودلای ، نو دی کار به د یوه پلوه اړوند شخصیتونه لا نور هم د لا زیاتو بریاوو په لور هڅولی وای او پدی سره به مو معنوی پانګه لا ډیره شتمنه شوی وای خو دبل پلو نه به مو راتلونکو نسلونو ته یو مثبت او منلی دود د یوه ویاړلی فرهنګی میراث په توګه پری ایښی وای .
یوه ورځ می خپل یوه فرهنګی دوست ته و یوی لما نځغونډی ته چی په یوه اروپایی هیواد کی د یوه افغانی وتلی شخصیت په ویاړ دیوی فرهنګپالی ټولنی د هلوځلو له برکته جوړیدونکی وه ، د تللو ست او وړاندیز وکړ . ده رانه وپوښتل ، هغه فلانکۍ ؟ هغه چی . . . ، ما ورته وویل چی بلی همدغه دی ښیم . نوموړی راته وویل چی هغه خو تر اوسه لا ژوندی او روغ رمټ دی ، فکر نه کوی چی پدی لمانځنی سره به له هغه نه ځان ورک شی ؟ زه لا قهریدلۍ حیران پاته وم چی څه ځواب ورکړم ، خو پدی وخت کی مو یو بل دوست چی همدلته حاضر ناست وو ، مرستی ته را ودانګل او هغه ته یی وویل چی دا ډول غونډی د داسی شخصیتونو د درناوی او لا هڅولو په موخه جوړیږی ، نه د هغوی د کلانکاره کولو او مغرورید لو په موخه .
زما په اند دا ډول شخصیتونه پاک خدای یوازی وهڅیدلو او چوپړ ته پیداکړی دی ، نه دشیطان پر خره باندی د سپریدلو د پاره . که ددوی په زړونو کی د شیطانی غرور اور بل وای ، ددوی فکر به یی په یوی داسی سوزیدلی کنډوالی اړولی وای چی هلته به بیا دشخصیت د ودی دپاره توان د لاسه وتلی وای او دوی به هیڅکله هم تر هغه کچی نه وای لوړ شوی چی ډلی ډلی خلګ یی د ویاړونو ولمانځلو ته را غونډ شی .
که دا دود موږ ته له پخوانیو نه په میراث ندی را پاته شوی ، نو بیا څه بدی لری که موږ دا نیک کار یو منلی دود وګرځوو او راتلونکو نسلونو ته یی په میراث ور پریږدو څو بیا دوی زموږ پشان د خپلو اسلافو څخه ګیله من پاته نه وی . د خوښۍ ځای دی چی دلته د اروپا په یوه لیری پراته ګوټ د وطن څخه د زرګونو کیلومترو په واټن کی میشت افغان کډوالو نه یوازی د خپلی فرهنګی تندی دماتولو امکانات ترلاسه کړی بلکه داتوان یی موندلی دی څو دخپلو ادبی ژوندیو ډیوو رڼا ته کښینی او د خدمتونو درناوۍ یی وکړی .
د نیکه مرغه دا لومړۍ ځل ندی چی پدغه تالارکی موږ دی ډول غونډو ته راځو ، هغه څیری په غیږو کی نیسو او په باره کی یی خبری کوو چی یوازی مو نوم د کاغذونو پرمخ لوستی او ډیریو له موږ نه هغه لیدلی ندی . په ډیره خوښۍ باید یاده کړم چی داګړۍ دا ویاړ د محترم غوث خیبری په څیره کی راته په برخه دی . دا څومره د خوښۍ ځای دی چی لا تر اوسه موږ د خدای بخښلی عبدالرؤف بینوا د نژدی پنځو لسیزو پخوا « اوسنی لیکوالانو » ته دا نن هم « اوسنۍ لیکوال » ویلای شو او دهغه تر څنګ کښینستلای شو . دخیبری صاحب پشان پیاوړو لیکوالانو هڅاند عمر دی خدای اوږد لری او د ساړه باده څخه دی په امان وی تر څو د سویډن د مالمو ښار د فرهنګی ټولنی په څیر په لسګونو نوری ادبی ټولنی را وهڅیږی چی پدی ډول خدمتونوسره د ارواښاد پوهاند صدیق الله رښتین لاندی شعر یوار بیا تازه کړی :
که می دا خدمت پښتو لره پکار شی
پښتانه به لږ د خوبه رابیدار شی
نو هله به می محنت ونیسی ځای څه
څه ناڅه به می زړګۍ هم په کرارشی
غوث خیبری د هغو ځلاندو څیرو څخه دی چی د قلم ډیوه یی تلپاتی روښانه ده . لکه څنګه چی دده قلم د هندوستان په ټوله نیمه وچه کی د افغانانو ویاړلو کارنامو ته د ژوند ساه ور پو کړی ، همدارنګه دغو څیړنیزو او هنری اثارو دده نامه ته د تلپاته کیدو توان ور بخښلی دی . د غوث خیبری ګوتو نژدی په هر ډول ادبی ژانرونو کی خپل توان په بریالیتوب سره ازمویلی . د هنری او تاریخی لنډو کیسو څخه نیولی بیا تر هنری او تاریخی ناولونو ، تاریخی څیړنیزو شننو ، د سیاسی او علمی قاموس ژباړنه ، دهند په تاریخ او مدنیت کی د نومیالیو افغانانو د ونډی ارزونه ، تاریخی سیاسی څیړنی ، دهند د مختلفو ادیانو په چاپیریال کی د پښتنو د ژوند او سیاسی کړه وړو څیړنه ، د انګریزی او اردو څخه پښتو ته د یو شمیرادبی اثارو ژباړی او نور ډیر . د غوث خیبری قلم نه یوازی په پښتو ژبه کی خپل مهارت ښودلی بلکه دری ژبی ته یی هم داسی ارزښتناک سوغاتونه وړاندی کړی لکه : « لکه های خون » ، « طوفان ها » ، « تفنګداران خیبر » ، « دیوانه » او نور چی دا پخپله د نوموړی ژبی د معنوی شتمنیو په زیاتولو دده د قلم د پام وړ ونډه ګڼلای شو .
د بده مرغه د وخت لیمیټ د نننۍ غونډی اصلی دندی را لنډوی . د امکاناتو په شتوالی کی خو به ښه دا وای چی پدی غونډه کی څو سیکشنونه حوړ شوی وای تر څو دده د اثارو بیلابیل اړخونه یی څیړلی او ارزولی وای ، مګر ښکاره خبره چی دلته دومره امکانات تر لاسه کول ساده خبره نده . البته دغه اوسنی امکانات چی تر لاسه شوی دی د سویډن د دوستۍ فرهنکی ټولنی او په ځانګړی توګه د غمخور صاحب د نه ستړی کیدونکو هلو ځلو لاسته راوړنه ده چی په ستایلو ارزی .
د وخت د تنګوالی په پام کی نیولو سره باید خبری را لنډی کړم ، د غونډی په کار کی ګډونوالو ته بریالیتوب او جوړونکو ته یی دنیکو هیلو درمندونه ډالۍ کوم .
مننه او پیرزوینه .
ستاسی نوزادی
ولي عبدالله ناروغ
زه د دوو خبرو لپاره دلته راغلی یم.
چې لمړی د هنر، ادب او تاریخ په هینداره کې د پیژندل شوي شخصیت ښاغلي غوث خیبري احترام او درناوی پر ځای کړم او په ضمن کی د سویدن مشت افغان ځوان نسل ته چې د تاریخ په يوه حساسه مقطع کې ژوند کوي خپل شخصي پیام واوروم.
ښاغلی غوث خیبري د افغانستان هغه دروند، ملي، فرهنګي شخصیت دی چې د افغانستان د حماسو تاریخ یې د هنر او ادب په ژبه ژوندی ساتلی دی. ښاغلی خیبري د یر غل ګر او یرغل شويو تر مینځ د پیښو انځورونه د تاریخ مخ ته ږدي – تیر ژوندی ساتي چې په دې توګه ښاغلی غوث خیبري د افغان ولس د نن او سبا د ورځو معلم دی.
ښاغلی غوث خیبري د استعمار پر ضد هغه بلند پروازه عقاب دی چې یوه وزر ته یې تاریخ او بل ته یې ادب ویلای شو.
ښاغلی خیبري دغه د پرون، نن او سبا دروند شخصیت دغه هڅې په داسې حال کې تر سره کړي او کوي چې دننه په هیواد کې يې پروني زاړه مکار د موکراسۍ تر نامه لاندې همدغه د حماسو قام تر پوځي، اقتصادي، سیاسي او فرهنګي فشارونو لاندې راوستی دی. اوله دریو لسیزو څخه را په دې خوا یې د تور او سپین په نامه ځپي.
زه کله چې د ښاغلي خیبري په باب فکر کوم د یوه تبعيدي او شړل شوي افغان څيره مې سترګو ته دريږي.
ښاغلی خیبري او د ده په څیر په سلګونو او زرګونو نور فرهنګي، سیاسي او ملي شخصیتونه همدا اوس د بهرنیو او کورنیو رادیویي او تلویزیوني شبکو تر مطبوعاتی سانسور لاندې دي.
له دغه ستیژ څخه په استفادې سره زه د یوه ژورنالیست په توګه دننه په افغانستان او له هيواد څخه بهر په ټولو راديویي او تلويزیوني شبکو غږ کوم چې د افغانستان په ملي، فرهنګي او سیاسي شخصیتونو او افغان کار پوهانو باندې چې په هر نامه وي مطبوعاتي بندیزونه لرې کړي او هر روشنفکره افغان ته اجازه ورکړي چې د خپل وطن د اقتصادي، سياسي، پوځي، کلتوري او ټولنيز بحران په دغو حساسو شیبو کې د خپل وطن په باب خپل سالم او عالي نظريات خپل ملت ته وړاندې کړي.
همدا راز د درادیویي او تلویزيوني شبکو له استخدام شویو مامورینو څخه هم هیله کوم چې ژورنالیزم د خپلو ماموریتونو قرباني نکړي او د خپلې تصدی په دستور خپل قراردادي اجیران او تش په نامه کار پو هانو
Jack of all trade, Master of None.
ته دا اجازه ور نکړي چې دغه ملت د تورتم، خړپړتیا، خصومت او دښمني په فضا کې په تور او سپین وویشي.
ولی عبدالله په دی باب تر مفصلو خبرو وروسته په پای کې وویلې چې ښاغلی خيبري په يوه داسې ړانده عصر کې ژوند کوي چې واکمنه طبقه يې لیدلی او زغملی نشي. نو ځکه ښاغلي خبيري دغه د ملي شرافت خاصه بیلګه او د ده په شان نور د ملي وجدان لرونکي معاصر شخصیتونه یواځې او یواځې د تاريخ په پاڼو کې ځای لري او بس.
هدايت الله هدايت – استراليا
پيغام
د سويډن په مالمو کي د هيواد دروند علمي او فرهنګي شخصیت ښاغلي غوث خیبري صاحب په وياړ غونډي ته زما سلامونه او درناوی !
لومړی خو به و ګران ورور ښاغلي غمخور صاحب ته ددې پر تميني غونډي د ترتیب په خاطر چي د هيواد ديوه رښتيني او سپېڅلي خدمتګار او فرهنګي شخصیت غوث خیبري په ویاړ يې را بللې ده، د زړه د کومي مبارکي او کورداني ووایم . غمخور صاحب د هیواد د عزتمنو او پياوړو علمي او فرهنګي شخصیتو د درناوی په خاطر د ډيري مودې راهيسي د داسي غونډود جوړېدو مخکښ پاتي سوی دئ چي خدای دي همداسي عزت ور په برخه کړي .
د غمخور صاحب څخه په دې خاطر هم مننه کوم چي ماته يې لا پخوا په دې درنه غونډه کي د برخي اخیستو بلنه راکړېوه . په خواشینۍ سره ما د صحي معاذیرو او کورني مصروفیتو په وجه و نسوای کولای د خیبري صاحب د علمي او فرهنګي باثمره فعالیتو د درناوی په دې وياړنه غونډه کي برخه واخلم .
د خيبري صاحب پر دروند شخصیت او د هغه دوطنپالني او ولس پالني افغاني کرکټر اوافغانیت کي خو هيڅ شک نسته ، دهغه نوم زموږ د هيواد په فرهنګي او علمي کړيو کي دعلمي، ادبي او فرهنګي فعالیتو او هڅو د مخکښانو سره يو ځای په خورا درنښت ياديږي . دهغه پَستې او خوږې پښتو خبري زموږ د سن وسال په مغزو کي لا اوس هم خپلي انګازې خوروي او خپل پيغامونه په خپل متن کي لري . غمخور صاحب په خپله څېړنيزه ليکنه « دا څېرې د هېرېدو ندي » د غوث خيبري صاحب پر علمي، ادبي او فرهنګي فعالیتو او لاسته راوړونو باندي مفصله او ډېره ژوره لیکنه لیکلې ده . زه دهغې لیکني بیا بیا خپرول يو با ارزښته کار ګڼم ځکه چي د محترم غوث خيبري صاحب د فعالیتو او لاسته راوړونو يومستنده ریفرنس پکښې ځای سوی او د هغه و درانه شخصیت ته د درناوی يوه ښه بېلګه يې وړاندي کړېده .
د خیبري صاحب دفعاله ، هدفمنده او باثمره ژوندانه هر اړخ زموږ و ځوان نسل ته د الهام ،وطنپالني او افغان پالني يوه عالي نمونه ده چي په یقین سره به زموږ ځوانان دهغه د ژوندانه د طریقې او د هغه د تاریخي او څېړنيزو آثارو څخه لازمه زده کړه وکړي .
زه په دې توګه خپل مخلصانه ارادت او ادب د محترم غوث خیبري صاحب و درانه شخصیت او ددې درنې غونډي و درنو برخه والو ته وړاندي کوم .نن د خیبري صاحب غوندي داسي درنوشخصیتو شتون و ټولوافغانانو ته د وياړ ځای دئ، دهغوی درناوی او يادونه يو پرځای او الهام بخښونکی کار دئ .
خیبري صاحب پر عمر او علمي فعالیتونو مو برکت سه، تاسو ته د اوږد او باعافیته ژوند خواست کوم .
په مينه او محبت تاسو ته اخلاصمند
هدایت الله هدایت اسټرليا
د ۲۰۱۱ م کال د سپټمبر اوومه
له کابله د واحد نظري پيغام
زموږقدر من خیبری صاحب دی ډیر کلونه راته ژوندی او قلم دی يې همداسی رنګین اوغښتلی وی.
خیبری صاحب می ډیر کلونه نه دی لیدلی ، ولی دده مردانه اود تواضح څخه ډکه څهره او نازکه موسکا چی تل به يې پرشوندو غوړیدلی وه ، تر او سه چی ډیر وخت تیرسوی دی، لا تر سترګو ده. کلونه پخوا چی ما درا ډیو د ډرام او ډیالوګ د اداری سره همکاری در لوده او خیبری صاحب چی په اغلب ګمان په را ډیو کی وو او دپښتو نستان په خپرونه کی کارکاوه، نوکله چی به سره مخامخ سوو ، نو زما او دنورو ممثلینو سلام ته به یی په ډیره مینه وعلیک وایه. کلونه تیریدل زه بلغا ریا ته دتحصیل لپاره ولاړم او کله چی بیرته پس له اتو کلونو وطن ته را غلم بیا هم کله چی به را ډیوکی، چی په دی وخت کی تلویزیون هم پرور زیاد سوی وو، خیبری صاحب ولیدی په وریښتانوکی هم دانه دانه سپین وریښتان را پیدا سوی وه. زه هم په مسلکی لحاظ دیته اړ وم چی دفلم لپاره په خاص ډول دپښتو فلم لپاره نوی کیسه او داستان پیدا کړم، دا وخت زما او د قدرمن خیبری صاحب آشنایی را پیل سول اوس نو یوازی دسلام اوعلیک موضوع نه وه ، موږ به کله کله دخیبری صاحب سره یوه پیاله چای هم چښی ، په دی کی شک نه وو چی تر هغه وخته ما یو فلم جوړ کړی وو، دخیبری صاحب نوي د دا ستانو ټولګه د ( ګوګا منډه لیوان) تازه دچاپه را وتلی وه او دخیبری صاحب له خوا دده په لاسلیک را با ندی ولورول سوه ، ددی مجموعی ټول داستانونه په زړه پوری وه خو دهمدی داستان چی نوم پرکتاب پروت وو دومره تر تاثیرلا ندی راو ستم ، د داستان تر ویلووروسته می دخیبری صاحب چی نور نو نه یوازی ښه دوست وو بلکه یو ښه مشاورهم وو، سره خبری پیل کړی، اوځینی ومی غو ښتل، چی غواړم دګوګامنډه داستان څخه سناریو ولیکم او فلم یې جوړکړم. خیبری صاحب ددی خبری په اوریدو ډیر خو شحاله سو او دعده یې را سره وکړه، چی د سناریو په لیکلوکی به حتمن مرسته هم را سره کوی….
دي داستان زما دزړه خواست پوره کاوه ، ډیر لوړ انسانی افکار، نوی او بکره محتوا ، او تر ټولو نه زیات د فوق العاده سینمایی لید او انځورونودرلودونکی وو، هغه څه ته چی زه او زموږ سینما ډیر ورته اړین وو: خان چی دخپلی سپي دبلاربیدو هغه هم دیوه مزدور د سپی له خوا چی هره ورځ دهغی دنس راپورته کیدو خان ته نور هم د لیدو توان له لاسه ور کاوه او دی تیار وو چی هره بیه وی ددی شرم ، چی چا ور اړولی دی څخه ځان خلاص کړی …. ددی فلم دجوړیدو په خاطریوه اندازه کارونه هم تر سره سول …خو دا چی دافلم ولی جوړ نه سو، کیسه يې اوږده ده، دا ساده کا ر نه وو چی زموږ په محدودو امکاناتو ددی فلم کار را پیل کړی وای …. اوضاع تغییر وکړ، نه یوازی زموږ دا سینمایی لوړه پروژه بلکی د وطن ډیري نوری ستری پروژی همداسی ناکاره پاته سوی… ولی که ژوند باقی وو دا عالی او دمحتوا ډک اثر چی زموږ د ژوند دیوی بر خی مصور تاریخ دی ، به حتمن جوړیږی او که ژوند وو زه به یی جوړوم. او بیله شکه دخیبری صاحب دمینی ه سره.
دخیبری صاحب پر آثارو به ډیر دوستان ډیری خبری وکړی، چی بیله شکه هر اثر يې دیادونی او قدر وړ دی ، خو زما لپاره دګوګامنډه لیوان چی دخیبری صاحب یو تل پاته اثر دی او دا داستان دبیلګی په توګه یاد کړ چی دیوی خوا زما او ډیرپیا وړی لیکوال ،تاریخ پوه، او ډیر لوړ ټولنیز شخصیت د اتصال ټکی دی چی زه پری ویاړم او دبلی خوا دده داستانونه چی زما په آند ډ دیر شکلی تصویر، قوی ډرامی اونادرو شخصیتونو در لودونکي دی .
دده لپاره د اوږد او سلامتیا څخه ډک ژوند دپا ک پروز دګار له در باره غواړم ،او پرقلم دی برکت وی.
زه دګران غمخور صاحب، دده دملګرو او ټولنی ،دا چی په منظمه توګه دخپلو مشرانو عزت او قدر په ډیر صداقت سره پر ځای کوی، نمانځل غونډی او څیړن غونډی جوړوی ډیر منندوی یم . خدای دی دوی ته برکت ورکړی ، چی تل په دی فکر کی دی ، چی څنګه زموږمشران، لیکوالان ، پوهان او مخکښه ځوانان چی زموږ دهیواد لویه ښتمنی اودو یاړشملی دی، یاد ګرم او تازه ساتی . اوهمدا راز د ځوان نسل دخپلو مشرانو او دهغو د اثارو سره اشنا کوی. پرعمراو نیتو دی يې تل برکت وی.
ددی پرتمینی غونډی دګډون والو ، ګران غمخور صاحب ، چی ماته يې بلنه را کړی وه، او منلی دوست قدرمن او دښه قلم خاوند لیکوال څخه په ډیره تواضع بخښنه غواړم دا چی ما و نسوای کړای چی په دی پر تمینه غونډه کی ګډون وګړم ، ډیر خوا شینی او پړیم ، یوازی می ددی یادونی له لاری وغوښتل چی دده پر تمینی غونډی دنعماتو څځه بی برخی نه سم .
ستا سو غم دی نه وی.
په ډیراخلاص او مینه
پوهنمل ډاکټر واحد نظری
کابل
د ادیسی ادبی ټولنی پیغام
لیکوال د یوی ټولنی ترجمان دی ،لیکوال د حالاتو ، واقعاتو ، هغه د خپل کلتور ، تاریخ او د خپل اولس د رازونو ترجمان دی .
او همدارنګه لیکوالي یو هغه فن دی چی له هغه سیوا (لیکوال) ځینی نور خلک ګټه پورته کوی .
په خپله لیکوالی د یوه بااحساسه انسان وظیفه ده ، دا که د خپل وطن په هره پرخه کی (ادبی ، سیاسی ، اقتصادی ، تاریخی ) هم وی .
خوصوصآ افغانستان او افغان اولس نن د دی حالاتو بیان ته ډیره اړتیا لیدل کیږی .
ښاغلی غوث خیبری اول تر هر څه یو افغان دی ، بیا لیکوال او ویاند دی ، ښاغلی خیبری د پښتو ژبی علمی سټه ده ، چی د قدر او ستایلو وړ دی .
دا چی نن یی د سویډن مالمو ښار کی د ده د کار او زیار ستاینه او قدردانی کیږی دا مو صرف د ده خپل حق ادا کړی دی .
ځکه چی ده خپله فرضی وجیبه ادا کړی ده، ښاغلی خیبری په تاریخی ، ادبی ، او ژورنالیستکی برخه ډیر زیار ایستلی دی .
او زما د دی خبری د ثبوت لپاره باید سړی د ده (۲۳)چاپی اثارو ته مراجعه وکړی .
نو اوس که موږ چیری د ښاغلی خیبری په اړه هر څومره لیکنه او د ده ستاینه وکړو دا به کمه وی، ځکه چی ده د لیکوالی په برخه کی د ژوند ډیری شیبی له رنګینو نه نیولی تر ډیرو سختو حالاتو او د کلونو کلونو مسافری سره یی یوه شیبه هم خپل وطن ، خپل کلتور ، ادب او تاریخ نه د هیر کړی .
ځکه موږ اوس دا خبره په زغرده کولی شو چی ښاغلی خیبری زموږ د سر سړی دی ،زموږ د قلم سړی دی ،او موږ په ده ویاړو .
په اخیر کی د سویډن د مالمو په ښار کی د افغانی کلتورې ټولنی ځینی زیاته مننه او قدردانی کوو چی زموږ د داسی شخصیتونو چی هغه په حفیقت د دغی ویاړ څښتن دی قدر کوی .
د ادیسی ادبی ټولنی مشرتابه شورا له خوا
حبيب وقار
په کور کې کورګی مه جوړوئ
دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې اوس پښتانه د پخوا پر خلاف خپل ژوندي هم لمانځي. تر دې پخوا به يوازې هغه څوک لمانځل کېدل او غونډې به پرې جوړېدې چې کله به يې له دې نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړې. خو دا څو کلونه کېږي چې افغانان په ځانګړې توګه پښتانه خپل مشران او نوميالي په ژوند سره لمانځي. د دې لمانځنې ښه والی په دې کې دی چې مشر، نوميالی او هغه څوک چې د لمانځنې وړ وي او لمانځل کېږي هغه خپله هم پوه شي چې ملت او ولس يې مينه ورسره لري او د کارنامو ستاينه يې کوي. د هغه چا لپاره چې لمانځل کېږي، په لمانځغونډه کې د همغه کس ګډون او شته والی د هغه لپاره ډېره د وياړ خبره ده.
موږ په هېواد کې ډېر نوميالي لرو، خو له بده مرغه چې ډېر ښه استعدادونه مو تل د سيمه ييزو کرکو او تعصبونو ښکار کېږي. ماته يو کس چې د پښتو ژبې ښه او تکړه کيسه ليکوال او ناول ليکونکی دی تر اوسه يې تر لسو ډېر د کيسو او ناولونو کتابونه ليکلي دي، ويل، که چېرې زه د پلانۍ او يا هم پلانۍ سيمې وای ډېر نوم به مې درلود خو اوس مې تر دې چې ډېرو لويو غونډو ته هم څوک نه خبروي.
دا ډېره د شرم او افسوس خبره ده چې موږ په کور کې کورګی، په ټبر کې ټبرګی او په پښتو کې پښتوګۍ جوړوو، يا هم کله کله خپل ګړدود او لهجې ته د معياري ليکدود ځای ورکوو. موږ بايد خپل غريب ملت ته کار وکړو ځکه چې دا بېوزله او لوېدلی ملت پورته کولو او لاس ورکولو ته اړتيا لري. که چېرې موږ يو کس تر يوې او بل تر بلې سيمې پورې وتړو دا به مو له دې بېوزله او ځورېدلي ملت سره لويه جفا کړې وي، او خپل شته استعدادونه به مو وژلي وي.
بايد له نورو ملتونو يې زده کړو، نور ملتونه او ټبرونه خپلو تبر په لاس وژونکو ته هم د بابه او مشر خطاب کوي، له ناپاک نوم سره يې د (رحمت الله عليه) کلمه زياتوي. خو موږ خپل عالم او په هر څه پوه هم رټو او په سيمه او ګړدود پسې يې تړو. موږ په کشرانو کې ښه استعدادونه لرو که چېرې هغوی ته پاملرنه ونکړو او ويې نه هڅوو کېدای شي له لاسه يې ورکړو.
زه خپله يوه خاطره يادوم، څو کاله وړاندې مې د لومړي ځل لپاره د ايرانۍ ليکوالې د ارواپوهنې کتاب (بلوغ او د هويت ستونزه) له فارسي څخه وژباړه، چې صالح محمد صالح راته ډيزاين کړ او وروسته دانش خپرندويې ټولنې چاپ کړ. بيا څو وخت وروسته د هېواد له يو مشر ليکوال او فرهنګي سټې سره يو ځای کې ناست وم، دا چې زما لومړی کتاب چاپ شوی وو، ورته خوشاله وم کتاب مې ورته وړاندې کړ. پرته له دې چې کتاب په دقت او پاملرنې سره وګوري راته ويل يې، دا خدمت نه بلکې جرم دې کړی. دا خبره يې ډېر په جدي توګه راته وکړه، زه حيران شوم چې څنګه داسې خبره کوي. ما ويل ولې مې جرم کړی، ويل له ژباړې ژباړه جرم دی، ما ويل چې دا خو له ژباړې ژباړه نه بلکې د اصلي ليکوال کتاب مې ژباړلی. مطلب دا چې هغه زه ونه هڅولم بلکې لا يې په خپل خدمت او کار پښېمانه کړم، چې وروسته د هغه د خبرې بېرته اخيستو هم ګټه نه کوله، ځکه چې هغه ناخوانده امضا کړې وه. نو له دې څخه مې موخه داده چې د خپلو کشرانو لږ کار ته بايد په لويه سترګه وکتل شي او وهڅول شي، ځکه که چېرې د هغه کار ته په درنه سترګه وکتل شي او وهڅول شي هغه به ډېر ژر نور هم خپل کار ته پام وکړي، پرمختګ به وکړي او که چېرې ورته سرچپه خبره وشي نو کېدای شي چې د پرمختګ په ځای شاتګ وکړي.
څو ورځې مخکې مې د درانه شخصيت ښاغلي غمخور صيب برېښناليک تر لاسه کړ، چې دوی په سوېډن کې د دوستۍ فرهنګي ټولنه، د افغانانو علمي او فرهنګي مرکز او آريانا فرهنګي ټولنې په مرسته اوګډې همکارۍ د هېواد د علمي، ادبي او فرهنګي شخصيتونو د لمانځنې اوعلمي کنفرانسو د جوړولو په لړ کې د هېواد د تکړه ليکوال، ژورنالېست او تاريخ ليکونکي ښاغلي غوث خيبري لمانځغونډه کوي چې په دې لړ کې يې له ليکوالو او ژورنالېستانو د خپلو نظرونو او پيغامونو غوښتنه کړې وه. په دې کار ډېر خوشاله شوم. ځکه چې خيبري صيب د خپل ژوند په بهير کې د خپل ملت لپاره ډېر کارونه کړي او په زړه پورې کتابونه يې ليکلي دي.
خيبری صيب خپل ملت ته درويشت کتابونه ليکلي چې دوه نور کتابونه به يې هم په نژدې کې چاپ شي. دا ډېر د خوښۍ ځای دی. چې د دوستۍ فرهنګي ټولنه د ملت د رښتينو خادمانو ستاينه او لمانځنه کوي. الله دې وکړي چې زموږ ټول هېوادوال نور د خپلو نومياليو او عالمانو ستاينه وکړي او وروسته له دې څخه د پوهې په واسطه سيمه ييزې کرکې په مينه او محبت بدلې کړي او تل د وروڼو په توګه له يو بل سره خبرې اترې وکړي او يو د بل نظرونه په خوښۍ سره ومني او وزغمي. په پای کې بيا هم په سوېډن کې د دوستۍ فرهنګي ټولنې او نورو اړوندو ټولنو مننه چې د غوث خيبري به شان پوهان او نوميالي يادوي او خپل ځوان پاړکي ته يې ورپېژني او درانه خيبري صاحب ته دژوند د اته اويايم پسرلي د راتلو مبارکي وايم الله دې ډېر ژوند ورکړي، څو د خپل ويده ملت په ويښولو کې له خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړي.
په درنښت
ليکوال ژورنالېست: حبيب وقار
د یوسف هېواددوست لیکنه او څېړنه
غوث خيبري د ملي راډیو ټلویریون غوره ژورنالیست،څېړونکی او لیکوال
غوث خیبری دافغانستان د ملي راډیو ټلویریون د غوره ژورنالیست،څېړونکی او لیکوال په توګه
ښه مې په یاد دي ، هماغه شپه چې د کابل له ټلویزیون نه د ( هسکه شمله ) خپرونه خپره شوه ، نو په هماغه ناوخته شپه کې د ټیلفون غږ شو ، زما مېرمنې غوږئ پورته کړ او له لږ ځنډ وروسته یې ما ته وویل چې دا ټیلیفون تاسو ته دی ، غوږئ مې واخیسته ، یو اشنا غږ مې تر غوږونو شو ، راته یې وویل ، (( هېواددوست صیب کور دې ودان ، بچیان دې لوی ، ډېره مننه چې زما مرحوم پلار مو نن شپه د افغان ټلویزیون په امواجو کې یاد کړ ، تاسو خو به خپل فرهنګي او تاریخي رسالت ترسره کوئ ، خو پر ما مو احسان دی چې زما پلار او د هغه د ژوند او ویاړلو کارنامو سلسلې مو د تاریخ له دې دوړو او تیارو ګوټونو راڅرګندې کړې …..)) ، دا خبرې د عجب خان اپریدي د ځوی وې چې د کابل د ملي ټلویزیون په پرده یې د خپل پلار ارواښاد عجب خان اپریدي ورک نوم راژوندی شوی ولید ، هغه عجب خان چې له یرغلګر انګرېز سره په مقابله کې یې حماسې وزېږولې او خپل ویاړلی نوم یې د افغانستان په زرین تاریخ کې په رڼو کرښو ولیکه .په هغه وخت کې ما د افغانستان د راډیو ـ ټلویزیون د هنر او ادبیاتو ادارې د ټلویزیون د څانګې مسًولیت پر غاړه درلود ، او هلته مو یوه خپرونه درلوده د ( هسکه شمله ) په نوم .په دې خپرونه کې چې د ویندویي چارې ، ډایرکټ او د متن لیکنه یې زما پر غاړه وه ، زیاتره د پښتو پر حماسي ادبیاتو خبرې کېدلې .دا د کوم متن لوستل نه وو ، دلته د خپرونې چلوونکی یا په اصطلاح نطاق او ورسره میلمه پوهاند ، دواړه باید د پوښتنو او ځوابونو تر څنګ یو دبل سره دیالوګ وکړي ، دلایل او مشاجره سره وکړي او په دې شپه هم د هسکې شملې خپرونې میلمه ګران پوهاند او څېړونکی ښاغلی غوث خیبری و .دا خیبری صیب و چې له موږ سره په خپرونه کې یې د عجب خان اپریدي یادونه وکړه او د هغه حماسه يې په پښتو شعر ، داستان ، کیسه ، ناول او ژورنالیزم کې راڅېړله .خیبری صیب د ( هسکه شمله ) د خپرونې دایمي مېلمه و .زموږ د دې خپرونې ستډیو د ګران غوث خیبري په موجودیت تل روښانه وه .او موږ ته هم ځکه غنیمت و چې د پوهې تر څنګ خیبری صیب موږ ته نږدې و ، همالته دا ډېر عمر خیبري صیب په راډیو افغانستان کې کار کاوه .هغه لا تنکی ځلمی و چې راډیو کابل ته راغی،هوکې ! دا د ۱۳۳۲لمریز کال وو ، پوره هغه وخت چې ځوان غوث خیبری د ښوونځي د لسم او یوولسم ټولګي زده کونکی و .نوموړي په همدغه وخت کې د کابل راډیو ته مخه وکړه ، او د انانسر په توګه یې له راډیو سره خپله همکاري پیل کړه.په هماغه کلونو کې د ( پښتونستان ) مسًله سرکار ښه توده کړې وه .هر چېرې به د پښتنو او بلوڅو د روا حقوقو د ترلاسه کولو خبرې کېدې .خیبري صیب په هماغه تنکي ځلمیتوب کې د پښتونستان د خپلواکئ جذبې درلودې او دغه جذبات یې د شعر په ژبه بیانول .خیبري صیب په رښتیا هم ښه او له احساساتو ډک شعرونه ویل چې د مطبوعاتو ، راډیو او فرهنګي اشخاصو او سرکار توجه یې ځانته رااړولې وه .خیبري صیب به د افغانستان په راډیو کې چې په باغ عمومي کې جوړه شوي وه او زیاتره خپرونې یې ژوندئ وې ، د پروګرامونو د انانسرۍ تر څنګ په ځینو خپرونو کې د پښتونستان په اړه خپل شعرونه لوستل .دهغه ښې انانسرۍ او غوره شعري دیکلمو د یو شمېر چارواکو لکه ارواښاد عبدالروف بېنوا ، ارواښاد پوهاند صدیق الله رښتین، ارواښاد علامه قیام الدین خادم ، ارواښاد ارسلان سلیمي ، ارواښاد محب الرحمن هوسا ، ارواښاد نقیب الرحمن سرلوړي ، ارواښاد محمود حبیبي ،او یو شمېر نورو لیکوالو او فرهنګي څېرو پام ځانته راجلب کړ .دننه په راډیو کې هم د هغه نور همکاران او انانسران لکه ډاکټر حسن شیرزی ، ډاکټر سلام جلالي ،قدیر فهیم ،لطیف جلالي ،مصطفی رسولي ،او یو شمېر نورو نطاقانو او انانسرانو په تېره بیا د خبرونو د هماغه وخت مدیر محمد نظیر ترنګوال په خپل وار له هغه سره علاقه او مینه مخ په زیاتېدو وه . په راډیو کابل کې د خیبري صیب د کار موده یونیم تر دوه کاله وه ، نور نو غوث خیبری په ځان ، خپل کار او خپلې فرهنګي ونډې باور مند و نو ځکه خو هغه د نطاقۍ پړاو ته لوړتیا وموندله او دا نو هغه وخت دی چې غوث خیبری د راډیو کابل مهم خبرونه لولي او له ژورنالیزم سره یې کار پیل شو .هغه اوس د خبرونو په مدیریت کې هم د خبرونو په ترتیب او پښتو زباړه اخته دی او تر څنګ یې راډیو ژورنالیزم او پروګرام جوړونه لولي .دا خبره مو هیره نه شي چې خیبري صیب لا د ښوونځي په لسم ټولګي کې د خپلو همزولو په کچه د لیکوالۍ غوره مقام درلود ، په تېره بیا چې د هغه د ( د وینو رټې ) ناول خپور شو .۱۳۳۴لمریز کال د خیبري لپاره د تبارز او راڅرګندېدو کال و، تر هغه وروسته ځوان خیبری په لر او بر کې د فرهنګي او سیاسي کړېو ترمنځ پېژندل شوې څېره شوه . اوس نو د راډیویي کار تر څنګ ډېرو سیاسي او فرهنګي شخصیتونو لکه سلیمان لایق ، محب الرحمن هوسا، امان الله سیلاب ساپي ،نقیب الرحمن سرلوړي استاد عبدالروف بینوا او نورو فرهنګیانو له هغه سره سلا مشورې کولې ، او هغه ته یې د سترو چارو زمینه برابروله .په ۱۳۳۸ لمریز کال کې چې خیبری صیب د ښوونځي دولسم ټولګی پای ته ورساوو ، نو د وخت لومړي وزیر سردار محمد داود ته ارواښاد استاد عبدالروف بینوا وړاندیز وکړ چې غوث خیبری د کابل راډیو د ( پښتون ږغ ) مجلې مسًول مدیر وټاکل شي .دا وړاندیز ومنل شو او سردار محمد نعیم خان د هغه د تقرر فرمان ورولېږه . ( پښتون ږغ ) چې د کابل راډیو نشراتي ارګان و تر هغه وخته په کوچنۍ قطع او عادی صحافت په خړ کاغذ کې به خپرېدله ، خو خیبری صیب چې ورته مقرر شو نو قطع یې ورته غټه او لویه کړه.په دې وخت کې دوه مجلې د کابل په مجلو کې ډېرې غوره وې ،یوه یې د ( ژوندون ) مجله وه چې مسًول چلوونکی یې ښاغلی سلیمان لایق و او بله یې همدا د ( پښتون ږغ) مجله وه چې ښاغلی غوث خیبری یې مسًول چلوونکی و .ژوندون ځکه ډېره خرڅېده چې د غوره مطالبو تر څنګ یې د پښتۍ په دواړو مخونو کې زیاتره د هندوستان او هالیوود د سینما د لوبغاړو او هنرمندانو رنګه عکسونه خپروول ، خو پښتون ږغ ځکه ښه بازار درلود چې ملي او وطني مضامین یې ډېر درانه و او د پښتۍ په دواړو مخونو کې به یې د افغانستان د ملی راډیو او سینما د هنرمندانو او نطاقانو رنګه عکسونه خپرېدل ، کله کله خو به د مجلې په مخونو کې په ملي جامو کې د افغاني ځلمیانو او پېغلو انځورونه خپرېدل چې د خلکو به ډېره خوښېدله ، او دا ټول د ښاغلی خیبري او د هغه د ملګرو تاند او غوره فکر و .غوث خیبری یو متفکر ژورنالیست و ، هرو ، چټیاتو او اوتو ـ بوتو ته یې د خپرېدو چانس نه ورکاوه .هغه به چې هرې ژورنالیستیکې دندې ته وګمارل شو ، نو هلته به یې غوره بدلون راوست ، په دې لړ کې کله چې غوث خیبری د ننګرهار اخبار ته تبدیل شو ، نوموړې خپرونه یې په لوی کاغذ لکه د انیس او هېواد ورځپاڼې په قطع خپروله ، صافت یې ورته ښه کړ او د عکسونو برخه یې زیاته کړه .هغه په قندهار کې د طلوع افغان اخبار ته هم بدلون ورکړ .کاغذ یې غټ شو او لیک یې روښانه ،دا د خیبري صیب کرکټر و چې په کار کې به یې تل نوښت درلود .هغه د افغانستان په ملي راډیو کې د پښتون غږ د مجلې د ستونزمنو چارو تر څنګ د انانسرۍ او نطاقۍ چارې هم په حق الزحمه یي توګه ترسره کولې.د نطاقۍ په برخه کې ستونزه دا وه چې په هغه وخت کې باختر آژانس خپل خبرونه په دري ژبه راډیو ته رالېږل او دا ستونزمنه وه چې لومړی باید خبرونه په پښتو وژباړل شي او بیا راډیو نه د خپرېدو لپاره چمتو شي، پښتو ته د ترجمې په کار کې د نورو همکارانو تر څنګ د ښاغلي سعید بریمن ونډه د ستایلو وړ ده . نور همکاران یې ښاغلی محمد یونس مراد او محمد دین ناصری وول . .په دې وخت کې د خبرونو په مدیریت کې له غوث خیبری سره ښاغلو غلام محی الدین تره کي چې د غوره سندربول ښاغلي جواد غازیار پلار دی ، دغه راز میا جان اقرار،علی احمد خان شیرزی او یو شمېر نور په کار اخته و .خبرونه به په ژوندۍ بڼه خپرېدل .د خبرونو په مدیریت کې ښاغلي غوث خیبري د خپلو نورو همکارانو لکه عبدالغفور ویاند ، غلام رحمان جرار او یو شمېر نورو سره په ګډه د لهجو مسًله حل کړه ، ځکه هر نطاق به خپله سیمه ایزه لهجه کوله او دا یوه ستونزه وه .د ګړدود او لیکدود په معیاریتوب کې به بې له شکه د وخت د مطبوعاتو مستقل ریاست ، پښتو ټولنې او نورو علمي او اکاډمیکو څانګو خپل ټاکونکی رول لوبولی وي ، خو دلته په راډیو کې پوره همدا وخت دا سمون راغی چې ښاغلی غوث خیبری هلته نطاق او د راډیو همکار و . په دوي کې داسې کسان هم وول چې په دربار کې د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه څامنو لکه شهزاده احمد شاه او نورو ته یې د پښتو ژبې درس ورکاوه ، غوره نمونه یې هماغه عبدالغفور ویاند و چې په اوونۍ کې به څو ورځې ارګ ته تللو .په هغه وخت کې چې د کابل راډیو چارې لا دومره پراخې شوې نه وې ، د همدغو محدودو ژورنالیستانو او نطاقانو کار ډېر جوړونکی او بنسټیز بلل کیږي چې بې له شکه د ښاغلي غوث خیبري ونډه هم د یادونې وړ ده .په ۱۳۴۲ لمریز کال کې خیبری صیب له راډیو څخه د مطبوعاتو د مستقل ریاست مرکز ته تبدیل شو او دا د ډاکټر آصف سهیل د ریاست موده وه ، هلته خیبری صیب د مطبوعاتو د مراقبت او سانسور د څانګې مدیر مقرر شو ، دلته نو خیبری صیب د هېواد د ټولو رسنیو او مطبوعاتو څارنه کوله .څه موده وروسته کله چې محمد ابراهیم عباسي د اطلاعاتو او کلتور وزیر و او د راډیو مشري د ارواښاد کشککي پر غاړه وه ، غوث خیبری په هندوستان راډیو کې د پښتو نطاق په توګه نوی ډهلي ته لاړ او هلته ښاغلي خیبري اته کاله د هندوستان راډیو له لارې د پښتو ژبې او پښتو ژورنالیزم په لوړتیا کې فعالانه برخه واخیسته .هغه په هند کې د ورځې لخوا نطاقی کوله ، لیکنې او څېړنې به یې کولې او د شپې لخوا یې پوهنتون لوست او په دې توګه هغه خپلې ګرانې ټولنې ته د لا ښه خدمت لپاره ځان د علم او پوهې په جامه سمبال کړ او بېرته چې کابل ته راغی نو تر هغه وخته چې کابل او ټول افغانستان د شر او فساد د استازو لخوا لوټ او په تنظیمي جګړو کې افغانان لو لپه شول ، غوث خیبری تل په افغانستان کې و ، خو وروسته لکه نور په لکونو افغانان ، خیبری هم د هېواد پرېښودو ته اړ شو .
په هغو کلونو کې چې ښاغلی غوث خیبری د افغانستان په راډیو کې د پښتونستان د خپرونو د عمومي مدیر په توګه دنده ترسره کوله ، په اصل کې د همدغو خپرونو له لارې د پاکستاني سامراج ماڼۍ لړزېدله .دا راډیو او دا خپرونې چې په پوره دقت او دیپلوماتیکه بڼه جوړېدې د پښتنو او بلوڅو د تاریخي دښمنانو پر کور اور بلېده .زما په ګروهه او عقیده د پښتونستان د ادارې خپرونو له یوې خوا په سیمه او نړۍ کې د پښتونستان د داعیې څرګندویي کوله او له بلې خوا هلته اړتیا وه چې غوره نطاقان وګمارل شي ، لایقه دیکلیماتوران وموندل شي ، ښه ممثلین او تمثیلي ډیالوکونه تهیه شي ، غوره شعرونه او د سندرو غوره کمپوزونه رامینځته شي او دا ټول ایډیال ارزښتونه د پښتونستان د ادارې مسًولینو له هغې ډلې ښاغلي غوث خیبري ترسره کړل .ددې ادارې په زیار او هاند په اصل کې د پښتو ژبې تر ټولو غوره ملي سندرې جوړې شوي ، ډېر خوندور او له جذباتو ډک ملي اشعار وویل شول او د دې ادارې په آرشیف کې خوندي شول .د پښتو ډیالوک او تمثیل د لوړتیا لپاره هغوي د پښتو ډرام او دیالوک د ادارې په مرسته اغېزمن ګامونه پورته کړل .د همدغې ادارې او په تېره بیا د ښاغلي غوث خیبري په همت د افغانستان د لرغوني تاریخ ډېرې پاڼې راوسپړل شوې او ډېرې ګټورې او لومړۍ لاس تاریخي څېړنې وشوي .د همدغې ادارې او د خیبري صیب په زیار د بلوڅو د فرهنګ او تاریخ ډېر تیاره ګوټونه روښانه شول او د بلوڅانو پر وړاندې د پېرنګیانو په لاس د جوړ شوي پاکستان او پنجابیانو د تیري کوونکو ظلمونه نړېوالو ته وښودل شول .هغه حق چې پنجابیانو له پښتنو او بلوڅو قامونو غضب کړی ، دا به یوه ورځ انشاالله بېرته ترلاسه شي او افغانستان به خپله له لاسه تللي حاوره بېرته ترلاسه کړي خو د هغو کسانو نومونه به هم ددې بهیر په تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شي چې په دې لاره کې د سر په بیه مبارزه او مجاهدت کړی ، غوث خیبری یو له همدغو نومونو څخه دی . د غوث خیبري او ملګرو په نوښت د پښتونستان او بلوڅو د خپرونو لپاره جلا او خاص نطاقان وټاکل شول ، په دې مانا چې دا هغه نطاقان نه وول چې د راډیو ـ ټلویزیون نورې خپرونې به یې لوستلې ، دا نطاقان داسې کسان وو چې د سیمې لهجې او ګړدود ورته سم مالوم وو .دې ادارې په هغو ګامونو قدم ایښود چې بنسټ یې د پل باغ عمومي په راډیو کې ارواښاد ملنګ جان ایښی و .ځکه استاد ملنګ جان پخپله هم شاعر و ، هم ښه کمپوزیتور و ، او هم ښه سندر بول .هغه یوه غوره ډله جوړه کړه چې پکې ارواښاد استاد اولمیر ، ارواښاد محمدین زاخیل ، استاد طلامحمد ، ارواښاد سیدعلم ، ارواښاد استاد منور او داسې نور استادان شامل و .دوي به خاص د پښتونستان لپاره سندرې ویلې او غوره اشعار به یې راټولول .د ښاغلي خیبري په وینا وروسته بیا له خوست او ننګرهار څخه ښې ښایسته نورې ډلې هم د دې کار لپاره کابل ته راغلې او کله چې په افغانستان کې د ثور انقلاب وشو ، نو د پښتونستان د خپرونو وخت له یو ساعت څخه اوه ساغتو ته لوړ شو .ددغه اوه ساعتو نشراتو لپاره د نورو منلو ژورنالیستانو تر څنګ ښاغلي غوث خیبري هم ستره ونډه ترسره کړه او ځای لري چې د قدرمن او منلي هم مسلکه او همکار ورور ښاغلي غوث خیبري د ویاړلو کارنامو یادونه وشي .د هغه چا یاد چې د کار په پایله کې یې د راډیو افغانستان د آرشیف یوه ستره برخه د هغه د لیکنو څخه ډکه ده ، د هغه چا یاد چې د یو ستر ملت د یوې مظلومې برخې یانې پښتنو او بلوڅو د حریت او خپلواکۍ غوښتنې غږ یې ان د لندن تر غاصبانو ورساوو .پښتونستان به یوه ورځ آزاد شي ، افغانستان به خپله دا له لاسه تللې خاوره بېرته خپله کړي ، خو د مبارزو په تاریخ کې به یې د نورو ژورنالیستانو تر څنګ د ښاغلي غوث خیبري نوم هم تل یادیږي .
په کار او عمر یې برکت
په درنښت
کوپنهاګن ـ د ۲۰۱۱ دسپټامبر۹