لويديځ مطبوعات له پرون راهيسي پرله پسې خبرونه خپروي چي امريکا د طالبانو د سياسي دفتر له خلاصېدو سره موافقه کړې ده.
راپورونه وايي چي ددې اجازې پر اساس به وسله وال طالبان په قطر کي يو دفتر خلاص کړي، چي له هغه ځايه به يې له لوېديځو هيوادونو سره تماس ټينګ سي او په افغانستان کي د سولي او ثبات په هکله به خبري ورسره کېږي.
طالبانو مخکي ويلي وو چي دوى په هغه صورت کي د يوې سياسي نمايندګۍ پر خلاصېدو موافقه کوي، چي د افغانستان د اسلامي امارت په نوم وپېژندل سي.
د فرانس پريس آژانس وايي امريکا د روان کال تر پايه د طالبانو د دې دفتر له خلاصېدو سره موافقه کړې ده، خو دا يې نه دي ويلي چي د نوي کال په راتګ به دغه دفتر بيرته وتړل سي، که به يې وخت تمديد سي.
راپور وايي د امريکا او غربي هيوادونو هدف د طالبانو د سياسي نمايندګۍ له پرانيستو څخه دا دئ، چي هغوى د پاکستان له نفوذ څخه په يوه ليري سيمه کي په آزاده توګه د طالبانو سره تماس ونيسي.
د طالبانو وياندانو تر اوسه د دې نمايندګۍ باب تر اوسه نظر نه دئ څرګند کړى.