کور / تازه خبرونه / کندهار : ناپېژاندو وسله والو يو تن پوليس وژلى

کندهار : ناپېژاندو وسله والو يو تن پوليس وژلى

په کندهار ښار کي تېره ورځ ماځيګر مهال ناپېژاندو وسله والو يو تن په ډزو وواژه . يو تن عيني شاهد وايي چي نوموړى همدا شېبه د سيمي څخه د تېريدو په حال کي ؤ چي ناپېژاندو وسله والو يوتن وويشت او ويې واژه .
د پېښي په اړه تر اوسه د کندهار ولايت امنيتي چارواکي پټه خوله دي او مسئوليت يې تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخستى .