د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په نادعلي ولسوالۍ کي د پوليسو او وسله والو تر منځ نښته سوې چي په پايله کي يې درې وسله وال او يو د پوليسو سيميز قوماندان وژل سوي .
د چارواکو په وينا چي نښته نن سهار وموښته او هله پاى ته ورسېده چي د نښتي سيمي ته نور پوليس د مرستي په موخه راغلل .
چارواکي همدا ډول زياتوي چي تر نښتي وروسته يوشمېر وسلې هم نيولي .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .