د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي يې يولړ پلټونکي عمليات کړي چي په پايله کي يې ٨ تنه وسله وال وژل سوي .
د چارواکو په وينا چي دا عمليات يې د مارجې په ولسوالۍ کي کړي .
د هلمند د والي وياند هم رسنيو ته د يادو کسانو د وژني پخلى کړى او زياته کړې يې ده چي په دې عملياتو کي ولسي وګړو او حکومتي لور ته کوم زيان نه دئ اوښتى .
د يادوني وړ ده چي د حکومتي چارواکو د دې ادعا په اړه تر اوسه وسله والو څه نه دي ويلي .