کور / خبرتیا او پيغامونه / لراوبرويپاڼه ټولو هيوادوالو ته دنوي کال مبارکي وايي

لراوبرويپاڼه ټولو هيوادوالو ته دنوي کال مبارکي وايي

دلراوبر افغانستان ويبپاڼه د١٣٨٧هجري لمريز کال په رارسېدو سره ټولو هيواد والو ته دزړه له کومي مبارکي وايي . ويبپاڼه له خپلوټولو همکارانو او لوستونکو څخه په ځانګړې توګه مننه کوي چې په تېر کال کې له لراوبر ويپاڼي سره خپله همکاري کړې او په هم دې ډول يې خپله ويبپاڼه دښې سيالۍ ډګرته راايستلې ده .


لوى څېښتن دي وکړي چې سږ کال دسولي او ورورولۍ کال وي او ټول افغانان دوروڼو په څېر دغه کال ولمانځي . خداى دي نور دهيواد څخه دجنګ جګړو ټغر ټول کړي او ديوه سوله يز افغانستان په تمه دي خداى نور دهيوادوالو هيلي پوره کړي .


 درنو لوستونکو لراوبر ويبپاڼه به هڅه کوي چې په راتلونکي کال کې دتېر کال په څېر د لراوبر افغانستان څخه وروستي تازه خبرونه ، ليکنې او دادبي بڼ ګولونه  ترتاسو پوري ورسوي .


 انشاالله موږ کوښښ کوو چې ستاسو تنده درماته کړو او دخداى پرتوکل به له نوښتونو سره ستاسو په وړاندي راڅرګندېږو .


د لراوبر افغان ولس د نېکمرغۍ او خوښۍ په هيله  ټول ولس ته د نوي کال مبارکي وړاندي کوو .


د لراوبر ويبپاڼي اداره