د لوګر ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت د څرخ ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کي يې د هغو لسو تنو څخه د ٦ تنو مړي موندلي چي څه موده وړاندي د ناپېژاندو کسانو له لوري برمته سوي ول .
چارواکي وايي چي برمته سوي کسان ټول لس تنه ول چي د شپږو مړي يې موندلي او څلور نور لا تر اوسه لادرکه دي .
چارواکي دا کار د وسله والو طالبانو بولي خو وسله وال طالبان د يادو کسانو د برمته کېدو او همدا ډول د يادو کسانو څخه د شپږو پر وژنه پټه خوله پاته دي .
چارواکي همدا ډول زياتوي چي د يادو کسانو د خلاصون په موخه يې د سيمي سپين ږيري هم وسله والو ته لېږلي خو هغوى يې خبره نه وه منلې .
که څه هم چي ياد کسان په دې تورن دي چي د بهرنيو ځواکونو سره يې کار کاوه خو د څرخ ولسوالۍ ولسوال وايي چي نوموړو د بهرنيانو سره کار نه کاوه بلکي دې ولسوالۍ ته د کار کولو په موخه راغلي ول خو د لوګر ولايت امنيه قوماندان بيا وايي چي نوموړو غوښتل چي د لوګر په بېس کي د بهرنيانو سره مزدوري وکړي .
په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو څه نه دي ويلي .