دمخکنیوپوهانوخبره:
کله چي مي په لروبرویبپاڼه کي دپوهان ډاکټر صاحب زیار لیکنه د[«تګلار»او«کړنلار» سره یودبل پرځای وکارول شي،بېځایه به نه وي.] ولوسته.
نو دپوهاند ارواښادرښتین دپښتو ژبي پلار لیکنه راپه یاد سوه. ده لیکلي دي:
[ نوي لغاتونه دضرورت اواړتیا له مخي دعلمي اوادبي ټولنو له خواوضع کېږي اوپه ولس کي خپریږي. نوي لغاتونه دعلمي ټولني له خوادګرامري اصولو سره سم جوړېږي اوخپرېږي.] پښتوګرامر ۴۰۹ مخ
بیاپه خپل بل کتاب نومي «دپښتواشتقاقونه اوترکیبونه» په سریزه کي
داسي لیکي: [ هرملت اوهره جامعه چي بېداريږي نو لومړی پکې دادب اوژبي نهضت راپیداکېږي. که چیري دغه نهضت یې قوي اوپه صحیحواصولوولاړ وي،نونوري سیاسي اواجتماعي بېداري یې په برخه کېږي. ]
خدای (ج) بخښلي پوهاند رښتین دپښتوژبي پلارپه خبره باید نوي ګړي
پرګرامر « پښویه » باندي برابري وي.
هره ګړه ريښه اوکورنې لري،یوه ګړه دخپل کورنۍ یا رېښې څخه راوځي؛
دغه بایدڅرګنده وي.
که دجوړي سوي ګړي ريښه څرګنده وه نومانا اوپه کاروړل یې څرګندیږي. زه هغه ګړي «کلمې » چي ښاغلي پوهاند زیار صاحب په خپله
لیکنه ( ۳۰ . ۸ . ۲۰۱۱ م ک) کي چي د ښاغلي حبیب الله رفیع صاحب دپاړسي مفهومونه یې په پښتوژباړه کړي دي.
دغه ګړي زه دلته دريښې اومفهوم سره لیکم:
شکېلاک استعمار- دغه دواړه مفهومونه دمانا دارښت له مخي یوشی دي.
ځکه شکېلاک د شکېل څخه اخست سوی دی،چي متعدي او تړښتي مصدرونه
لر ي. لکه: شکېلول،شکېلېدل،شکېل کېدل دي. دشکېل مانا پښې تړل،کړۍ اچول، زوّلانه کول اوبندي کولوته وایي. دګړي ريښه اوکورنې یې څرګنده ده او دعربي اصطلاح (ګړوې)سره بیخي سمون لري. او مصدري نومان یې لکه: شکېلېدنګ،شکېلېده،شکېلېدونکی،شکېلونکی .
زبېښاک استثمار -دواړي ګړي دماناله لحاظه اوادبي ارزښت له کتونه سره
برابري دي. استثماردبل چاثمره اخستلو ته وایي او زبېښاک انسان زبېښلوته وایي. زبېښاک د زبېښلو څخه راځي، چي متعدي مصدریي زبېښل دی. مصدري نومونه یي زبېښنګ،زبېښنه اوزبېښاک دي او فاعلي نوم یې زبېښونکی او مفعولي نوم یې زبېښلی دی.
استثمارچي په زبېښاک ژباړه سوی ډېره غوره ژباړنه ده.
«ګړنلار »یوتړښتي نوم دی،چي دفعل اونوم څخه جوړسوی. لکه (کړنه) فعل
او (لار) نوم سره تړل سوي او(ه) دکړنه څخه ایسته سوې،چي «کړنلار» په لاس راغلې ده. کله چي کړنلار په عربي ژباړه کړو طریقه،په پاړسي روش او په لاتیني ورته متود (Method)وايي. تګلار هم دغسي یوتړښتي نوم دی،چي
دفعل (تګ )اودنوم (لار) څخه جوړښت لري. تګلار اوکړنلاره تقریبا یوه مانا ورکوي،چي پوهاند زیارصاحب هم لیکلي: [که «تګلار»او«کړنلار» دیوبل پر ځای وکارول شي،بېځایه به نه وي.]زما له نظره بیخي ښه خبره ده.
راځو اساسنامې ته ،داهم یوتړښتي نوم دی،چي دعربي «اساس »مانا بنیاد،بنسټ اوپاړسي «نامه » مانالیک څخه جوړه سوې.
که «اساسنامه » چيري په پښتو ژباړه سي نوبه « بنسټ لیک » ورته وویل سي
نه «کړنلار » .
او«مرامنامه » هم یو تړښتي (ترکیبي) نوم دی. چي تړښت یې دعربي
نامه «مرام » او دپاړسي «نامه » څخه جوړه سوې ده. «مرام » مانا «هدف،موخه یانښه » ته وایي او«نامه » مانا لیک.
دغه دواړه نومان سره تړل کېږي یونوم «مرامنامه » جوړه وي.
مګر که دغه اصطلاح (ګړوې) په « نښلیک » ژباړه سي بده به نه وي.
دغه یو وړاندیزدی!
او مانیفست (Manifest)یوه لاتیني ګړه ده،چي ټولنیز پوهاوی یا اعلامیې ته وايي. نوري ماناوي هم لري؛دغه دوې ماناوي یې عام دي.
مانیفست (Manifest) په تګلارسره ژباړه کول سمه مانا نه ورکوي.
که تګلار په کردار،طرزالعمل او سیستم (System) ژباړه سي څنګ لګوي . دښاغلي نوزادي صاحب غبرګون نه دی راته څرګند؛خوزما په آندبه دده غبرګون دغه دګړو دژباړلو نابرابرتیا وي.
ښاغلی زیار صاحب په خپله لیکي: (اوزه هم د ده ددغي خبري حتمي تائیده وم.) -[هرنوم(اسم) دي له خپل نومولي (مسما) سره سل په سل کې اړخ ولګولاې شې،ټاکلی جاج وماناته ارزښت ورکول په کاردي . اوبس.] نو ولي پر دغه خبره نه درېږۍ؟