کور / تازه خبرونه / کندهار : پنجوايي ولسوالۍ ته نوى امنيه قوماندان وټاکل سو

کندهار : پنجوايي ولسوالۍ ته نوى امنيه قوماندان وټاکل سو

د کندهار ولايت پنجوايي ولسوالۍ ته د کندهار د سرپرست امنيه قوماندان له لوري نوى امنيه قوماندان وټاکل سو .
په دې اړه په جوړه سوو مراسمو کي سرپرست امنيه قوماندان د خلکو او پخواني امنيه قوماندان محمد عظيم څخه د امنيت په راوستلو کي مننه وکړه او زياته يې کړه چي د خلکو او پخواني امنيه قوماندان ونډه به هيڅکله هېره نه کړي .
د پخواني امنيه قوماندان محمد عظيم پر ځاى نوي ټاکل سوى امنيه قوماندان سردار محمد هم خلکو ته له خپله اړخه ډاډ ورکړ چي د امنيت په راوستو کي تر خپله وسله هلي ځلي کوي .