لراوبر ته د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي د دې ولايت په ميوند ولسوالۍ کي افغان امنيتي ځواکونو يوه شل کېلويي د چاودېدونکو توکو ډبه موندلې او له منځه وړې ده .
چارواکي وايي چي ياده ډبه په ياده ولسوالي کي د توري پوستې ته نژدې ځاى پر ځاى سوې وه .
په دې اړه تر اوسه وسله والو څه نه دي ويلي .