د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه لراوبر ته په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي تېره ورځ د دې ولايت په شاه وليکوټ ولسوالۍ کي دوه تنه ماين ښخوونکي وژل سوي . د خبرپاڼي په حواله چي ياد کسان د يادي ولسوالۍ د اڅکزو په سوزنيانو کي د بهرنيانو له لوري د هوايي ځواک په وسيله وژل سوي .
په دې اړه تر اوسه وسله والو څه نه دي ويلي .