کور / علمي / د سګرېټ څکوونکو د مړيني شمېره لوړه سوېده

د سګرېټ څکوونکو د مړيني شمېره لوړه سوېده

که څه هم په افغانستان کې سیګریټ د خلکو له انده  به یو معمولی څیز ښکاری او زیاتره خلک او په ځانګړې توګه هغه نوې تنکی ځوانان چې تازه په ځوانۍ راغلی وې سیګریټ د یو( سټایل) له مخی داسی څښی چې ځان خلکو ته یو ډول هوښیار او ښه شخص معرفی کوی خو په حقیقت کې بیا خپل ځان خپله وژنۍ ځکه هغه په دې نه پوهیږې چې د سیګریټو د څښلو له امله هم خلک  خپل ژوند له لاسه ورکوی.


د څیړنیو له مخی د تنباکو په څښلو کې شپېته ډوله داسی کیمیاوی مواد شامل دی چې هغه په انسانانو کې د سرطان د ناروغیو د رامنځ ته کیدو سبب ګرځې د بیلګی په توګه پولی سیکلیک هایدروکاربن ،نایتروسامین ، الدیهایدونه او یو شمېر نورغیر عضوی مرکبات شامل دی.


په یوه  بله تازه څیړنه کې ویل شوې چې دسیګرټو په دود کې د څلور زرو  په شااوخوا کې داسی مضر کېمیاوې مواد موجود دی چې هغه چاپېریال ته د سخت زیان سربېره په انسانانو کې هم د ډول ډول نارغیو د رامنځ ته کیدو لامل ګرځی.


د روغتیایې ډاکټرانو په وینا د سیګرټو د استعمال له امله په انسانانو کې د غاښونو، زړه ،تنفسی او د نورو ناروغیو ترڅنګ یوازی د سرطان لس ډوله ناروغیو د رامنځ ته کیدو سبب ګرځی چې له هغی جملی څخه د وینی سرطان، د سږو سرطان ، د پوټکی سرطان، د سینی سرطان او د کولمو سرطان یادولی شو.


د سیګرټو د  څښلو له امله د رامنځ ته شوو ناروغیو په اساس څیړنو ښودلی په نړۍ کې په هره یوه دقیقه کې یو تن د سیګریټو د استعمال له امله د رامنځ ته شوو ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوی.


د نړیوال روغتیایې سازمان د راپور له مخی په دوه زره پنځلسم کال پوری به د سیګرټو او تنباکو د استعمال له امله د مړو شمېر شپږ اشاریه پنځه میلونو ته ورسیږی چې په دوه زره دیرشم کال کې به  دغه شمېره اته اشاریه درې ته لوړه شی. ددغه سازمان د راپور له مخی په نړۍ کې د اټکل له مخی یو اشاریه دری بیلونه خلک سیګرټ څښی.


ددغه نړیوال روغتیایې سازمان د راپور په اساس چې په نړۍ کې د اخیستل شوو احصایو او څیړنیو پواسطه چمتو شوې ویل شوې  چې د امریکی متحده ایالتونو کې په هر کال کې د سیګرټو د څښلو له امله څلور لکه او دری څلوېښت زره امریکایان له خپل وخت مخکی خپل ژوند له لاسه ورکوي.


د متحده ایالاتو  په اړه په دغه راپور کې ویل شوې چې په دویم نړیوال جنګ کې د امریکایانو د مړو شمیره جمعه د ویتنام او د نړیوال سوداګریز مرکز د مړو له شمیېر څخه په کال کې په لسګونو ځلی زیات دی.


په چین  کې  هرکال  یو اشاریه دوه میلونه خلک په هندوستان کې نهه سوه زره خلک ، روسیه کې څلور سوه زره او په جاپان کې د مړو په سلو کې شل تنه د سیګریټو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي .


اندونیزیا کې هر کال دوه سوه زره خلک له خپل وخت مخکی مری چې په دوه زره  شپږم کال کې دوه سوه شل میلونه سیګریټ د اندونیزیا د خلکو لخوا څښل شوې وه.


جرمنی کې د  کال یو سلو څلوېښت زره، برتانیا  کې نوې زره، ترکیه کې یوسلو لس زره، فرانسه کې شپږشپېته زره، هسپانیا کې پنځوس زره،  جنوبی کوریا نهه څلوېښت زره، مالیزیا څلوېښت زره،  کاناډا کې اوه دیرش زره، مصر څلور دیرش زره، سعودی عربستان کې دوه ویشت زره، استرلیا کې یو سلو پنځوس زره، جنوبی افریقا کې څلور څلوېښت زره پاکستان  کې سل زره او په ایران کې به د سیګریټو له امله د مړو شوو شمېر په دوه زره نولسم کال کې دوه سوه زرو ته لوړ شی.


که څه هم په افغانستان کې د سیګریټو د استعمال  له امله د مړو شوو کسانو شمېره  د روغتیایې سازمانانو او نورو خیریه  بنسټونو لخوا نده اخیستل شوې خو په یادو پرمختللو ملکونو کې چې پیاوړی روغتیایې سهلتونه هم لری دومره خلک خپل  ژوند له لاسه ورکوې نو څه فکر کوې په افغانستان کې چې روغتیایې سهلتونه په نشت حساب دی ځکه د هر معمولی ناروغۍ له امله خلک چې د پاکستان او هندوستان د تګ وس ولری ناروغان هلته انتقالوی نو هغه خلک چې بیګا ته د خوراک څه نلری نو د هغه ناروغ به څنګه تر پاکستانه او یا هندوستانه ورسول شی نو حتمی ده چې د نه درملنی له امله به خپل ژوند له لاسه ورکوی.


په افغانستان  کې د جنګونو له امله د خلکو  وژنو که څه هم  دناروغیو له امله په مړو  شوو کسانو سیوری غوړولی خو په حقیقت  کې ددغو ناروغیو او محیطی ککړتیاوو له امله د افغانانو وژل زیات دی ځکه په افغانستان کې له یوې خوا په ښه توګه ددرملنی سهلتونه نه دی برابر او له بلی خوا د هرې ورځی په تیریدو سره چاپېریالی ستونزی مخ په زیاتیدو دی.


نو درنو ښاغلو  او ځوانانو څرنګه چې په قران او احادیثو کې له هر نشه ای توکی څخه منع راغلی ده نو پکار ده چې په د خپل خدای په ارشاداتو او د پیغمبر په سنتو باندی عمل وکړو او  له بلی خوا مو هېواد له نړۍ څخه ډیر وروسته پاتې او زیاتره خلک د فقر له کرښی لاندی ژوند کوی نو په دغسی حالاتو کې د پیسو سپما ته ډیر ضرورت وې نو سیګریټ که له یوې خوا زموږ او ستاسو اقتصاد کمزوری کوی او له بلی خوا مو په راز راز ناروغیو اخته کوې نو ولی له ځانونو سره هوډ نه کوو چې نور به دغه سیګریټ چې زما او زما د نورو ورونو روغتیا ته زیان رسوی اوخدای اورسول هم ورڅخه منع کړی یم نه څښم نو کولای شو په خپل قوی دغه هوډ باندې له سیګریټو له استعمال څخه راوګرځو چې له یوا خوا به مو د هېواد چاپېریال ښه ساتلی وې او له بلی خوا به مو خپل ځانونه له مرګ څخه ژغورلی وي.


افغان دولت او اړونده ادارو څخه غوښتنه کوو چې په دفترونو،ښوونځیو،سړکونو، کورونو، روغتیایی کلنیکونو ، پوهنتونونو ، مسجدونو، پارکونو او په نورو ګڼ مېشتو سېمو کې د سیګریټو له څښلو څخه مخنیوی وکړی.


که څه هم پدې  اړه څو کاله مخکی ولسمشر حامدکرزی یو فرمان هم صادر کړی خو عمل پری  نه کېږی نو پکار ده چې هغه فرمان پلی  شی.


ځکه د نورو ځایونو ترڅنګ حتی په ښوونځیو کې مو هم لیدلی چې ښوونکې په لاس کې سیګریټ نیولی وی او شاګردانو ته تدریس کوی چې دا  خپله ځوانان سیګریټ څښلو ته تشویقوی نو په ښوونځیو او پوهنتونونوکې باید ډیره کلکه څارنه او بندشی او حتی ښوونیزو موسساتو کې شاګردانو ته د سیګریټو اضرار تشریح او د نه څښلو لارښووني ورته وشی.


د هېواد د سوداګرې وزارت او نورو ملی سوداګرو څخه هم هیله کوو چې له بهر څخه د سیګریټو واردات کم او هم یې یو څه قیمت لوړ کړی ترڅو خلک د سیګریټو له څښلو څخه را وګرځی.


نو په پای کې د یو سوکاله  پر مختللی او له چاپېریالی ستونزو څخه په امن کې د یو ښکلی سمسمور افغانستان په هیله.