په افغانستان کي مېشت د ناټو ځواکونو له خوا امريکايي ورځپاڼي واشنګټن پوسټ ته داسي اسناد ورکړل سوي چي وايي د افغان ملي اردو له ليکو څخه په تيرو شپږو مياشتو کي ٢٤٠٠٠ پوځيان تښتېدلي دي.
ورځپاڼه د ناټو ځواکونو د قومندانانو په حواله وايي چي اداري فساد د پوځ ليکو ته هم لاره کړې او همدا علت دئ چي پوځيان له خپلو دندو تښتي.
د دوى په وينا د پوځ دننه ځيني قومندانان د عسکرو معاشونه پر وخت نه ورکوي، يا يې پوره نه ورکوي او يا هم د رخصتيو اجازه نه ورکوي.