د میکسیکو د ښار په یوه پارک کي د دوو ژورنالیستانو جسدونه د پنج شنبې په ماښام موندل سوي دي . ویل کیږي چي د ((Contralinea)) نومي څېړنيزي او ژورنالیستیکي اوونیزي بنسټ ايښودونکي ۴۵ – کلني”مارثَلا یارثه” او د ۴۸ – کلني خپلواکي ژورنالیستي”روثیو ګونزالېز” جسدونه د موندني پر مهال لوڅ وه او پښې او لاسونه یې سره تړل سوي وه .
ذکر سوي ژورنالیستان د چهارشنبې په ماښام پر لس بجې د دفتر څخه وتلي وه، ورپسې یې په اړه د هیڅ چا څخه معلومات نه وو، تر هغه مهاله چي دوو تنو منډو وهونکو ((ځغستونکو)) په پنج شنبه په پارک کي ولیدل .
دا چي په میکسيکو کي ۷۴ تنه شاوخوا د لسو کالو په جریان کي له منځه تللي، نو دغه هیواد په نړۍ کي د ژورنالیستانو لپاره تر ټولو خطرناک ملک دئ . په میکسيکو کي یوازي سږ کال (۲۰۱۱ز) اتو ژورنالیستانو خپل ژوند دلاسه ورکړئ دئ .