د خوست ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي بهرنيانو عمليات کړي او ٨ تنه يې د ځان سره بېولي . د چارواکو په وينا چي عمليات د ګربزو ولسوالۍ د شيخ امير په سيمه کي پر يوه جومات سوي .
د دې ولايت امنيه قوماندان سردار محمد ځاځى د پېښي پخلى کوي او وايي چي په اړه يې تر اوسه بشپړ معلومات نه لري .
همدا ډول د دې عملياتو پر وخت ډزي هم سوي چي ولسي او حکومتي کسان پکښي ژوبل سوي .