په افغانستان کي د ايساف مطبوعاتي دفتر وايي دافغانستان په ختيځ کي د وسله والو د حملې په ترڅ کي د ناټو يو سرتېرئ ووژل سو .
د ناټو لخوا لراوبر ته په رسېدلې خبرپاڼه کي د پېښي دقيق ځای نه دی څرګند سوی او دا هم نه دی ويل سوي چي سرتيرئ د نښه ويشتونکي لخوا ويشتل سوئ او که يې پر کاروان بريد يا د سړک غاړي ماين په چاودنه کي وژل سوی دی .