په جلال آباد ولايت کي تېره شپه د امريکايي ځانګړو ځواکونو له لوري عمليات سوي چي په پايله کي يې يو کس وژل سوى . دوالي وياند احمد ضياء عبدالزى د پېښي پخلى کوي او وايي چي سيمي ته يې پلاوى لېږلى .
وسله والو طالبان وژل سوى کس يو پخوانى قوماندان بولي خو افغان حکومت او بهرنيانو يې د دې ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي .