په ۲۰۰۳ز کي د امریکا د متحده ایالاتو له خوا پر عراق د حمله کولو راهیسي سږ کال (۲۰۱۱ز) اګسټ یا روژه هغه میاشت وه چي هیڅ کوم امریکايي عسکر نه دئ پکښي وژل سوئ، بلکي تر اګسټ پوري شاوخوا ۴۵۰۰ امریکايي عسکرو خپل ژوند دلاسه ورکړئ دئ.
په (( icasualties.org)) نوم یوه خپلواکه ډله په خپله ويبپاڼه کي هره میاشت احصائیې پر لیکه کوي چي د اګسټ هغې ته په کتو کوم امریکايي عسکر ژوند دلاسه نه دئ ورکړئ .
دبي بي سي د انګلیسي ویبپاڼي د راپور له مخي تر اوسه په عراق کي د عامو وګړو او د عراق د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلي په باب معلومات نسته، خو د یادوني وړ ده چي په ذکر سوي میاشت کي سخت زیان رسوونکي چاودني رامنځته سوي او ځاني زیان یې اړولئ دئ .
د یادوني وړ ده چي په بغداد کي د سُنیانو د مسجد سره د اګسټ پر ۲۸مه د یوې بمي چاودني په ترڅ کي ۳۲ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړ او دغه راز د اګسټ پر ۱۵مه نورو چاودنو لږ تر لږه ۶۰ تنه ووژل .