کور / تازه خبرونه / حکمتيار: د امريکايانو ادعا د خندا وړ ده (پيغام)

حکمتيار: د امريکايانو ادعا د خندا وړ ده (پيغام)

د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار هم د کوچني اختر په مناسبت پيغام خپور کړى او د اختر د مبارکۍ تر څنګ يې ويلي چي بهرني ځواکونه په افغانستان کي له ماتي سره مخ دي، او هيله يې ښوولې چي د بهرنيانو له حضور پرته په افغانستان کي له افغانانو سره د خوشحالۍ اختر ولمانځي.

د حکمتيار پيغام تر ډېره د ميدان وردګ ولايت پر پېښه راڅرخي چي د روژې په لومړيو ورځو کي د امريکايي ځانګړو ځواکونو يوه چينوک الوتکه طالبانو وويشته او شاوخوا ٣٥ امريکايي پوځيان يې پکښي ووژل.
حکمتيار پر دې شک ښودلى چي امريکايانو دي د چينوک څرخکي ويشتونکى طالب وژلى وو، حکمتيار وايي د امريکايانو دا ادعا د خندا وړ ده.

د حکمتيار په پيغام کي د پام وړ ټکى افغانانو ته هغه وړانديز دئ چي وايي په دولتي او غير دولتي بانکونو کي دي افغانان خپله پانګه نه ايږدي، د ده په وينا دغه پيسې د غلو او جنايتکارانو لاسته ورځي.
حکمتيار هم د ملامحمدعمر اخند په څېر ويلي چي د افغانستان د جنګ حل لاره يوازي د بهرنيو ځواکونو وتل دي، کنې دوى به خپلي مبارزې ته ادامه ورکړي.

نوموړي د انتخاباتو موضوع ته هم اشاره کړې او وايي چي له درغليو ډکي ټاکني ترسره سوې او دغه پروسه يې ټوله مسخره کړه.
حکمتيار ويلي چي د ځانګړي محکمې له خوا ٦٢ بريالي وکيلان ځکه رد سول، چي امريکا او انګرېزان غواړي په افغانستان کي دايمي اډې ترلاسه کړي، ځکه دوى نه غوښتل چي د شمال ټلوالي غړي له پارلمان څخه ووزي او پر ځاى يې داسي کسان راسي چي هغوى له دې اډو سره مخالفت کوي.

د