لراوبر : په بخښني سره ددې راپور عکسونه وروسته پرليکه کيږي .
د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو له امله د استرالیا په نیوساوټ ویلز کې له سیدني نه خپریدونکې شمله راډیو د دوشنبې پر ورځ چې د روان کال د اګست له نهه ویشتمې سره سمون خوري د سیدني په بارووډ سیمه کې یو اختریز بنډار او مشاعره جوړه کړه.
دغه مشاعره او بنډار چې عمدتا پکې سیدني میشتو پښتنو شاعرانو او د شمله راډیو کارکوونکو او کورنیو یې ګډون کړی ووپه ژوندۍ بڼه د شمله راډیو له خوا خپریده.یاده مشاعره چې د لیمه هادي له خوا چلول کیده په سیدني کې د شمله راډیو د مشر ،شاعر او لیکوال عبدالهادي هادي په هرکلیزو خبرو پیل شوه چې ورپسې دکوچني اختر په مناسبت په نیوساوټ ویلز کې د افغانانود همکارۍ د کمیټې ، په نیوساوټ ویلز کې د پښتنو د سولې او ملاتړ د کمیټې او ځینو نورو کلتوري ټولنو او سیدني میشتو پښتنو شخصیتونو د مبارکیو پیغامونه پکې ولوستل شول.

د یادولو وړ ده چې د مشاعرې په منځ منځ کې د یوشمیر خوست میشتو شاعرانو شعرونه او همدا شان د یاد ولایت د محلي سندرغاړو سندرې چې د کوچني اختر په مناسبت د شمله راډیو همکار قادرشاه ثبت کړې او رالیږلې وې هم خپریدې چې د اوریدونکو او د مشاعرې د ګډونوالو د بیسارې خوښۍ سبب شوې.

مشاعره د لیمه هادي له خوا د نامتو شاعر سلیم قرار د اختر جوړه په نوم مشهور نظم په لوستلو او دیکلیمه کولو پیل شوه چې ورپسې په ترتیب سره خوږ ژبي شاعر انجنیر عیسی منګل،په نیوساوت ویلز کې د پښتنود سولې او ملاتړ کمیټې مشر او ښه شاعر ننګیال پښتونیار،تکړه شاعر شکرالله طاهري،عبدالهادي هادي او یو شمیر نورو خپل شعرونه ولوستل چې د مشاعرې د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځیدل.

د یادونې وړ ده چې شمله په ټوله استرالیا کې یواځینۍ رسنۍ ده چې په پښتو ژبه خپرونې کوي او وخت نا وخت ځیني کلتوري ناستې جوړوي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه