کور / شعر / غزل

غزل

په يوګل پسرلى نه وي چـــې څونوريــــې ترڅـــنګ شي


ميزان يې برابرشي چــې خواره ځاى ځـــــاى لونګ شي


چــــې کلـــه دوفــــا اوبـــې وفـــاترمنــــځ راګيــرشــــــم


زرګى مې هماغـه شېبه پښتــــون شي ځاى دننګ شي


ګودرکې ماذديګرکې چېــرې غلـــى خـــواکـــې ناست وي


چې وايي وري ترغوږ يې چېـــــري ستادبنګړوشرنګ شي


دمــينــې اونــفـــرت خــــوکلــه هـــم ګــــذاره نـــه شـــي


چې يوتاريې هم سست وي خيال يې مکوه چې ترنګ شي


پــه ټکــي بانـــدې نــه شـــــوله ډبـــرې ورتـــه کېــــږدۍ


چــې خلاص شوله دردونوآخـــري سلګــۍ دجنګ شي


دکــلي په ځوانانوچې سپرلــــى وي خوشحالــــي وي


اتــڼ ته به کتارشي چې به چېرته دډول ډنــګ شــي


تـــــه هســـې انتظــاريې اودقــاف غـــرونوته ځــيريې


جهـــان خوپښتون نه دى امين زيه چې ټول دنګ شي






پسرلې


سرولعلونو سروګلونوخوازېباکړه
نورزشپه يې په خوښي سره سباکړه
پسرلى دى نوى کال مومبارک شه
نن هوډوکړه چې وروري کړم بس دعاکړه
نصيحت دورورۍ واورئ پکې څه دي
تعصب اوتبعيض پريږده آمناکړه
دغه خلک ټول په خپل وطن مين دي
دورورۍ شمې يې خلکوکې رفاکړه
که په يوسراوپه بل سرکې اوسيږي
يوملت دي په يوه نامه يې يادکړه
پښتانه تاجک ازبک اوهزاره اوس
شوه يوموټي په وحدت يې اکتفاکړه
ټول ورونه ژيړګلونه خپل وطن چې
ودانۍ په لاريې خپلوکي صلاکړه
دسپين ږيرواحترام ورته سبق دى
نيک يې خوي اخلاق په کورکلي برېښناکړه
(امين زى) به يې همېش کړي صفتونه
ده رښتياچې په اخوت يې ابتداکړه