کور / تازه خبرونه / په سهېل کي يو بهرنى وژل سوى

په سهېل کي يو بهرنى وژل سوى

لراوبر ته د ناټو له لوري يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي تېره ورځ د افغانستان په سهېل کي د ماين چاودني يو بهرنى وواژه خو په اړه يې نور معلومات ور نه کړل .
که څه هم چي خبرپاڼي د وژل سوي سرتېري د وژل کېدو کره ځاى او د هغه هويت نه دئ په ډاګه کړى خو په سهېل کي ډېرى مېشت بهرنيان امريکايان او برتانويان دي .