د کندهار ولايت او سپين بولدک ولسوالۍ ترمنځ پر غزېدلې لويه لار باندي يو کاناډايي سور رنګه کورلا د سړک څخه د ډېر تېزوالي له کبله اوښتې او ٤ تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې .
په کندهار کي د ٤٠٤ نمبر ميوند زون د ترافيکو د عمومي مديريت د دفتر آمر ښاغلي عتيق الله خان لراوبر ته د ټليفون پر کرښه وويل چي پېښه د بولدک او کندهار ترمنځ پر لويه لار د بوزو د څوکۍ سره رامنځ ته سوې چي په پايله کي يې موټر چلوونکى وژل سوى او درې تنه نور ژوبل دي .
نوموړى وايي چي موټر ، ژوبل کسان او وژل سوى کس يې خپلو خپلوانو ته سپارلي .