کور / علمي / په مځکه کي ۹۰٪ ژوندي مخلوقات نه پېژنو

په مځکه کي ۹۰٪ ژوندي مخلوقات نه پېژنو

سرچینه :  فولکسکرنت
سرلیک :   Van 8.7 mln soorten op aarde kennen we 90 procent niet
لیکوال :   مارتن کیولَمنس
د ژباړلو نېټه :  ۲۰۱۱ز ، د اګسټ او روژې ۲۶مه، جمعه

امستردام –  د بیولوژي پوهانو د کاناډايي ډلي د یوه نوي اټکل نتیجه ښيي چي د مځکي په سیاره کي د ژوندیو مخلوقاتو ۸،۷ (اته اعشاریه اووه) میلیونه قِسمونه وجود لري چي د دې جملې څخه یې تقریباً په لسو کي نهه ډولونه نامعلوم دي . د مخلوقاتو د قِسمونو په شمېرنه کي د ماهر او د برتانوي بیولوژي پوه “لورډ روبرټ مۍ” په اند دا یوه “په زړه پوري” او “بشپړه نوې” محاسبه ده .

په سیاره کي د اټکل له مخي د ۸،۷ میلیونو ډوله مخلوقاتو شمېر موجود دئ . کاناډایان په “PloS Biology” نومي مجله کي حساب کوي چي د ذکر سوي شمېر څخه ۲،۲ میلیونه په سمندر او ۶،۵ (شپږ اعشاریه پنځه) میلیونه پر وچه مځکه ژوند کوي . انسانانو ته د سمندر د ډولونو څخه ۹۱ سلنه او د مځکي د قِسمونو څخه ۸۶ سلنه نامعلومه ده.

دا چي پر مځکه د ژوندیو مخلوقاتو څومره ډولونه شاوخوا ګرځي، په دې اړه پوښتني د بیولوژي د څانګي تر ټولو مغلق او غټ ترین سوالونه دي .د معلومو مخلوقاتو شمېر اوس مهال پر ۱،۲ (یو اعشاریه دوه) میلیونه ولاړ دئ او هر کال په اوسط ډول ۱۵۰۰۰ نوي قِسمونه کشف کیږي .
– د هالنډ د “واخَنینګ” نومي پوهنتون تاکسونومیسټ (۱) “ین ویئرینګا” د دې موضوع په اړه داسي وايي :
“یعني د هغو مخلوقاتو شمېر باید وکړو چي پېژنو یې نه.”

ځکه نو ساینس پوهان باید د غیر مستقیمو طریقو، لکه : د نمونې په توګه پرتله کولو یا ازمویلو، د لاري د خپلو ځانونو سره مرسته وکړي . دغه طرزونو تر اوسه تفاوت لرونکي اټکلونه کړي چي د څه نا څه د ۲ او ۱۰۰ میلیونو په منځ کي فرق لري . بل دا چي په منظم ډول د میکروبونو دوېش د نه وړتیا له امله په ذکر سوو شمېرو کي زیاتره میکروبونه (۲)شامل نه دي.

“بوریس ورم” او په کاناډا کي یې د “ډالهاوسي” نومي پوهنتون همکارانو یوه بله لاره وسنجوله . دوی د اټکل لپاره د نوو قِسمونو د کشفولو د وخت سرعت ته کتل او دا یې د ساینس د هغه سرعت سره پرتله کړ چي پخوا یې په ترڅ کي د ژوندیو مخلوقاتو پېژندنه سوې وه.

په دې ډول سره نوموړي په یوه نوي اټکل سره توانېدلي دي چي له مخي يې د ژوندیو مخلوقاتو د ټولو قِسمونو د پېژندلو لپاره ۱۲ نورو پېړیو ته ضرورت سته  . هغه مهال به د مخلوقاتو شمېر پر تقریباً ۸،۷ (اته اعشاریه اووه) میلیونه ولاړ وي چي په دې کي تخمیناً د ۱،۳ (یو اعشاریه درې) میلیونه قِسمونو تېروتنه شتون لري .


ذکر سوئ بیولوژي پوه “مۍ” د تلیفون پر لیکه د دې ټولو سره سره بیا هم نوی اټکل د پرمختګ پر لوري مهم ګام وباله .
– نوموړی زیاتوي :
“موږ به هیڅکله دقیقاًپوه نه سو چي څومره ژوندي مخلوقات سته، خو ورو ورو ورنږدې کیږو. په عیني حال کي یو تر بله سره موافق یو چي شمېر یې تر لس میلیونو کښته دئ .”


• زياتونه :
دا هرڅه په ډېر څرګند ډول د ستر ذات جل جلا له عظمت او قدرت ښيي . بې ساری رب عزوجل د خپل ستر کلام قرآن الکریم د سورتِ یونس په درېیم آیت شریف کښي داسي فرمايي :

د سورتِ یونس درېیم آیت شریف


پښتو ژباړه :
“بیشکه چي رب ستاسي الله دئ، هغه (الله) چي پيدا کړئ یې دي آسمانونه او مځکه (په کامله قدرت خپل سره) په شپږو ورځو کښي بیا يې استوی وکړه پر عرش باندي تدبیر کوي د ټولو کارونو (په بالغه حکومت خپل سره)، نسته هیڅ شفیع (چي شفاعت وکړي سي په ورځ د قیامت کښي) مګر وروسته له اذنه د الله دغه الله (چي موصوف دئ په دې صفاتو) رب ستاسي دئ، نو عبادت کوئ تاسي د هم ده، آیا (فکر نه کوئ) نو پند نه اخلئ؟”((سرچینه : د قرآن الکریم ترجمه او تفسیر په پښو ژبه کښي – لومړی جُلد))

په لنډ ډول د بیولوژي پوهانو مصروفیتونو او پورتني آیت شریف ته په کتو لاندي ټکي په ډاګه کیږي :
• د ستر ذات جل جلا له لويي
• د کایناتو انتظام
• عاجزه انسان

شاوخوا څوارلس سوه کاله پخوا مسلمانانو ته په قرآن مجید کي فرمایل سوي وه چي الله (ج) مځکه او اسمانونه په شپږو ورځو کي پيدا کړي دي . اوس مهال عاجز انسان د پرمختللي ټکنالوژي او عصري زمان د امکاناتو پر موجودیت سربېره بیا هم په مځکه کي دننه د مخلوقاتو په پېژندلونه دئ توانېدلئ، بلکي ویل کیږي چي د پېژندني لپاره یې ۱۲ پېړیو ته اړتیا لیدل کیږي، خو دا هم څرګنده خبره ده چي هغه مهال به بیا هم د انسان تر ګوتو دقیق معلومات نه وي ورغلئ او تېروتني به لري .

دا چي یوازي د پېژندني او د شمېر د معلومولو لپاره باید دومره زیاتي هلي ځلي وسي، نوتر هغه وروسته خو به د نورو په شمول د ژوندیو مخلوقاتو د ژوند د تنظیمولو په اړه معلومات لا پاته وي حال دا چي ستر ذات جل جله له دا ټول یوازي او یوازي په شپږو ورځو کي پیدا کړي دي او د زیاتو نورو عالمونو په ګډون د مځکي او اسمانونو انتظام کوي .
د دې هر څه نه جوتیږي چي د انساني قدرت د محدودوالي نښي ډېر ژر لیدل کیږي او پای یې معلوم دئ . 

– لیکوال او څېړونکی ډاکټر نثار احمد صمد په “قرآني ریاضي” نومي څېړنیز اثر کي د انسان لپاره د نه اندازه کېدونکو کایناتو په اړه داسي لیکي :
“که وغواړو چي خپل ګاونډ کهکشان ته ورسېږو نو اضافه له درو میلیونو نوري کاله به وغواړي . لږ تر لږه لس ټریلیونه کلونه د نور په سرعت لازم دي چي د خپل آسمان خارجي طرف ته ورسیږو . که له هماغي بهرنۍ محدودې څخه آسمان درې (Milky way Galaxy) ته وګورو نو داسي به معلومه سي لکه په خونه یا کوټه کي چي د ګرد یا غبار کوچنۍ ترینه ذره ګورو . دوهم آسمان زموږ دا آسمان احاطه کوي . درېیم آسمان له هغه نه هم غټ دئ او په همدې ترتیب تر آخري یعني اووم آسمان پوري .” ((قرآني ریاضي، ۳۴ – ۳۵مه صفحه))

د دې ترڅنګ نوموړی د قیامت د ورځي پر مودې ږغیږي چي د قرآن د المعارج سورت د څلورم آیت او د اوسني ساینس له خوا یې اندازه پنځوس زره کاله ښودل سوې ده . ډاکټر صاحب صمد د کایناتو د عظمت ترڅنګ د رسول الله (ص) د حدیث له مخي بل مهم ټکي ته اشاره کوي چي د ستر ذات (ج) په امر به دغه پنځوس زره کاله لرونکې ورځ د ایمان لرونکو لپاره د یوه فرض لمونځ د ادأ کولو په څېر لنډه وي .

ځکه نو مسلمانان په دې عقیده دي چي الهي عظمت پای نه لري .
ځکه نو پر اسلام مین مومنان د ورځني فرضي وظیفې په جریان کي په تکراري ډول “الله اکبر = الله لوی دئ” وايي .
او ځکه نو د اسلام د مبارک دین پیرویانو تل د دغه دین د پلویتوب په دوران کي کړاوونه قبول کړي او د عاجزۍ لاره یې خپله کړې ده .



(۱)  : تاکسونومیسټ : عربي : اختصاصي النصنيف، هغه څوک  دئ چي د تاکسونومي په علم کي یې زده کړي کړي وي . تاکسونومي د تنصیف (په منظم ډول ترتیبولو) علم او پوهه ده .
(۲)  : میکروبونه : ډېر واړه ژوندي موجودات ( حيوانات او نباتات ) دي چي په لوڅو سترګونه ليدل كيږي، بېلګه : باكتريا يو ډول ميكروب دئ . 


پای