په كندهار كي ملي امنيت کارکوونکو دمخابراتو رياست سره په همږغۍ يوه داسي مخابراتي دستګاه كشف اونيولې، چي په غيرقانوني ډول يې په دې ولايت کي فعاليت كاوه.
چارواکي وايي،چي يادي دستګاه د پرمختللي اوعصري تكنالوژۍ په درلودولوسره دمخابراتي شركتونو دبېلابېلوسيم كارټونو څخه دكريډيټ غلا کوله .
دکندهار دمخابراتي اوټکنالوژي رئيس حاجي شاه محمد اسحاق رسنيو ته وويل،چي نوموړي دستګاه درې ورځي وړاندي د كندهار ښار ختيځ لوري ته د ښوراندام په سيمه كي دڅلورتنو عاملينو سره ونيول سوه.
هغه زياته کړه، ديادي دستګاه په اړه يې مخکي پوره او دقيق معلومات درلوده،چي څوورځي وړاندي دملي امنيت کارکوونکي يې په کشف وتوانېدل .
دشاه محمد دمعلوماتو له مخي، چي نوموړي دستګاه به دهيواد څخه بهرته او دبهرڅخه کېدونکي اړيکي کشف اوږغونه يې ثبتول.
هغه وويل،چي ددې ترڅنګ يادي دستګاه په تقريبي ډول ١٥ زره ډالره دورځي دمخابراتي شبکو څخه غلاکولاى سوې.
دملي امنيت چارواکو خبريالانو ته ديادي دستګاه دښکاره کولو پرمهال وويل،چي د دستګاه سره شپږ پايې كمپيوټرونه ، په زيات شمېر دبيلابيلو مخابراتي شبكو سيم كارټونه او يو شمېر د اعتبار كارټونه هم تر لاسه سوي دي.
چارواکي خبر ورکوي،چي نوموړي دستګاه د دولت پر ضد هم سياسي کړني ترسره کولې.