کور / تازه خبرونه / تخار : ٢ تنه او ٤٥٠ کېلوګرامه چاودېدونکي توکي نيول سوي

تخار : ٢ تنه او ٤٥٠ کېلوګرامه چاودېدونکي توکي نيول سوي

د تخارولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي يې يو شمېر چاودېدونکي توکي نيولي . د چارواکو په وينا چي ياد چاودېدونکي توکي چي شمېر يې ٤٥٠ کېلوګرامه ته رسېږي د دې ولايت د جنايي جرمو په وړاندي د مبارزې رياست نيولي او په دې سره يې د يوې پېښه مخه نيولې .
چارواکي همدا ډول وايي چي ياد چاودېدونکي توکي يې په يوه ډاکسن ډوله موټر کي د دوو تنو سره نيولي.