دالوتکې دتوربکس استراليايي مخترع اوعالم ډېوېډ وارن د ٨٥ کلنۍ په عمر تېر کال ومړ . وارن په ١٩٥٦زېږديزکال دالوتکې د توربکس لومړنۍ اډانه طرحه او بيا يې توليد کړه . دڅوکلونو تېرېدا وروسته د استراليا هوايي چلن چارواکي د وارن د اختراع ګټورتيا ته متوجه شول او په لويه کچه يې د تور بکس توليد پيل ، چې وروسته بيا د نړۍ هېوادونو د هوايي چلن په الوتکو کې د توربکس لګول پيل شول . د ډېوېډ وارن داختراع په اړه هغه مهال د استراليا دفاع وزارت اعلان وکړ، چې کله د هغه هېواد يوه سوداګريزه الوتکه په ١٩٥٣ زېږديزکال وغورځېده .د الوتکې د نسکورېدا لاملونو په اړه يو پلټن پلاوى وټاکل شو ،چې له اوږدې مودې پلټنو وروسته د الوتکې د سقوط په هکله هېڅ معلومات ترلاسه نشول . دغې پېښې ډېوېډوارن ته دالوتکې دنسکورېدا پرمهال پيلوټ او کابين خونې دمعلوماتو د راټولو په موخه د يوۀ توربکس د جوړاوي مفکوره ورکړه ، چې دغه کار دنړۍ هوايي چلن د صنعت امنيت د خونديتوب سره خورا ډېره مرسته او همکاري وکړه .
وارن په دې اند ؤ،چې توربکس ديوې الوتکې د نسکورېدا د لاملونو په اړه د پلټونکو سره مرسته کوي .ډېوېډ وارن په ١٩٢٥ زېږديز کال د استراليا د ختيځ په يوه لېرې پرته سيمه کې زېږېدلى دى . نوموړي د ١٩٥٢زېږديز کال څخه تر ١٩٨٣ زېږديز کال پورې داستراليا دعلمي تحقيقاتو مرکز دهوايي څېړنو او د فاعي ټکنالوژۍ په برخه کې دنده اجراء کړې ده . دا ده،د هغه د مړينې په پلمه دالوتکې تورمعلوماتي بکس په اړه د ملي احساس ورځپانې لوستونکو ته معلومات وړاندې کېږي .
دالوتکې توربکس د هوايي پېښو دلاملونو يوغوره،پټ اوغلى شاهداو مدرک دى..کله،چې ديوې الوت
کې کارکوونکي د هوايي پېښې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او په دې ترڅ کې دعلت معلومولو لپاره نور څوک نه وي پاتې ، نو دلته کار پوهان توربکس ته مراجعه کوي ، څو د پېښې په اړه کره مدرکونه ، شهادتونه اومعلومات ترلاسه کاندي . دغه توربکس د خپل نوم پر خلاف چې لري يې، رنګ تېز نارنجي يا ژېړدى . په ځينو دغوبکسونو باندې د شپې رنګ پټارې لګول شوي ، څو د لټون پر مهال د پلټونکو سره د هغه د موندنې شونتيا ډېره کړي . د توربکس ديوۀ تن متخصص پر وينا نارنجي رنګ تر ټړلو نورو هغو رنګونو څخه غوره دى ، ځکه چې د پېژندنې په لړکې ډېر ژرپه سترګو لګيږي .که چېرې تاسې د بېلا بېلو رنګونودرلودونکي څيزونه اوبو ته وغورځوئ،هغه شى،چې نارنجي رنګ لري ، ډېرژرموندل کېږي .
لومړنى توربکس د (١٩٤٠) په لسيزه کې جوړشو . د ١٩٤٧ زېږديزکال څخه مخکې ددغه توربکس کارونه يو اختياري کار ؤ . خو له هغه نه وروسته د هوايي چلن ټولې الوتکې مکلف اواړ وې،چې هره الوتکه بايد هرومرو په توربکس سمبال شي . د توربکس څخه د ګټه اخېستنې دلومړنيوکلونو په موده کې د هغه په جوړنيز سېستم کې ځينې ستونزې او نيمګړتياووشتون درلود. نوپرهمدې بنسټ له هغه څخه د جبري استفادې پرېکړه لغوه شوه . خو د هوايي چلن په برخه کې د علمي اوتخنيکي پرمختګونو په رڼا کې پرمختللې او مجهزې هوايي وسيلې جوړې شوې ، چې د غې چارې په توربکس کې شته نيمګړتياوې او ستونزې لېرې کړې .
کابود ١٩٦٠ په لسيزه کې د نړۍ هوايي چلن ادارې د توربکس پرګټه ، فايده ، اهميت او ارزښت اعتراف وکړ، او دهغه کارونه يې يوځل بيا جبري کړه .هره الوتکه په معمول ډول سره دوه توربکسونه لري ،چي هريو يې د الوتکې د هرې الوتنې بېلابېل معلومات راټول او ثبتوي . يو توربکس د الوتنې اړوند معلومات لکه چټکتيا ، شتاب ،لوړوالى ، دحرکت تګلورى ،دماشينونوچاپېره اونوروڅيزونو د حالاتو ثبتول دي ،چې هغه ( FDR) نوميږي . دويم توربکس يوه داسې وسيله ده ، چې دالوتکې د کابين خونې د پيلوټ او نورې عملې خبرې ثبتوي . دا هټۍ (دستګاه) دCVR (٢) په نوم سره ياديږي . د نړۍ ټولې الوتکې په دغو دووهټيو سره سمبال دي اوله هغې شېبې نه ،چې پيلوټ د الوتکې ماشينونه چالانوي ، دغه دوه هټۍ هم خپل کار پيلوي او د الړۍ ترهغودوام کوي ،چې الوتکه په هوايي ډګر کې ښکته اوماشينونه يې غلي شي .
د الوتنې اړوند معلومات راټولوي اوزېرمه کوي يې . دهغومعلوماتو لوستل ،چې دغه دوه هټۍ يې ثبتوي ،د هرچاکارنه دى .بلکې اړوند متخصص کس بايد دغه معلومات مطالعه اووجاجوي اووروسته ترېنه ﻻزمه پايله واخلي .دCVR هټۍ کوﻻى شي ،دپيلوټ خونې ټول غږونه ثبت کړي . په الوتکه کې د دغه هټۍ لګول ، يو ډېر مهم او اړين کار دى . دا د الوتکې د غورځېدا پېښې وروسته د پلټنې له بهير سره ډېره ارزښتمنه مرسته کوي ، ځکه ، کله چې دالوتکې پيلوټ اوعمله په يوه پېښه کې وژل کېږي ، نو د پېښې په اړه معلوماتوته ﻻسرسى ناشونى شي .نولته ده ،چې بايد د CVR هټۍ په موندنه پسې مټې را بډ وهل شي ،ترڅووکوﻻى شو،چې له ډېروناويلوخبروڅخه ځان خبر کړو ، دا هټۍ دالوتنې په ټوله موده کې دپيلوټ خبرې ، دپيلوټ خبرې له بل پيلوټ سره ، دالوتکې دعملې خبرې دپيلوټ او د هوايي ډګر د څارنې برج تر منځ خبرې ، د پيلوټ اونورو الوتکو د پيلوټانوپه منځ کې خبرې ثبتوي اوان دا،چې کله پيلوټ د الوتکې د چاﻻنولواو غلي کولو په موخه د کابين په خونه کې کونجيانې تاووي ،دهغوغږ هم ثبتيږي . دا هټۍ بېلا بېل ډولونه لري ،چې له يوې ورځې نه بلې ته ﻻ بډايه او پرمختللې کېږي ،خود معمول سره سم د توربکس دغه برخه کولاى شي ،چې دپېښې پرمهال تر يوۀ ساعت پورې دپيلوټ او عملې وروستنۍ خبرې ثبت او وساتي . دمثال په ډول که چېرې يوه الوتنه ( ٥ ) ساعته وغځيږي ، دالوتنې دلومړني يو ساعت ثبت شوي معلومات له تور بکس څخه پاکېږي ، او دهغه پرمخ نور نوي معلومات ثبتيږي . ترڅود الوتنې دوروستني يوساعت معلومات تل له کارپوهانو سره په لاس کې وي . ځينې توربکسونه کولاى شي ،چې ديوې الوتنې دوروستيو درې ساعتونو ټول معلومات ثبت او خوندي کړي . ځينې د دغو توربکسونو هټۍ ديجټلي سېسټمونه لري ، چې دکمي او کيفي پلوه پرنورو هغو هټيو ،چې مخکې يې يادؤنه شوه ،غوره دي .
دتوربکس جوړښت ډېرى کروي ، مکعب اويا هم مستطيل ډوله بڼه لري . ددې لپاره،چې په توربکس کې زېرمه شويومعلوماتوته زيان ؤنه رسيږ ي،نو بايد دځينو عواملولکه لنده بل ، تودوخې ، فشار، دکوم شي ګوزار ، کيمياوي توکو او داشان نوروڅېزونو پروړاندې کلک اومحکم وي . ځينې توربکسونه دخپل جنس پرخلاف کولاى شي ،چې د ( ٣٠ ) دقيقو لپاره دڅوزره ساتني ګراډ تودوخې پروړاندې هم ټينګاو (مقاومت ) وکړي . دتوربکسونو پوښ په داسې ډول جوړ شوى ،چې داوبو او نورو شيانو ورننوتل ناشوني کوي .
دهر تور بکس دننه يو ډول لېږدونکې هټۍ يا ځانګړې بېټرۍ شتون لري ،چې دتور بکس ترغورځېدا وروسته په کار پيل کوي او يو ډول خاصې څپې اړندمرکزته استوي .کله کېداى شي،چې دادڅپو دخپراوي اواستونې لړۍ تر يوې مياشتې پورې وغځيږي ، څو متخصصان او کارپوهان وکولاى شي ، دځانګړو وسيلو پرمټ دهغه تګلورى او ځاى معلوم ، کشف او تر لاسه کاندي . دغه توربکس دالوتکې په شاتنۍ ياپاسنۍ برخه کې لګول کېږي ، ځکه نوموړي ځايونه دالوتکې دنسکورېدا پرمهال ډېر کم زيانمنيږي او تر ډېره روغ پاتې کېږي . دهرې الوتکې له سقوط وروسته دټولوپام دتور بکس خواته وراوړي ، څوپه دې ډول سره پوه شي ،چې پېښه په څه ډول او دکومو لاملونو پربنسټ رامنځ ته شوې ده ؟!