کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / فضل رحمان د ننني پېر عبدالله بن اُبی

فضل رحمان د ننني پېر عبدالله بن اُبی

د اسلام د  سپېڅلي استاځي ښاغلي محمد صلی الله علیه وسلم په بختور پېر کې یو بدبخته انسان چې عبدالله بن اُبی نومېده هم اوسېده. عبدالله بن اُبی چې په ښکاره  مسلمان شوی و، خو په پټه او ان کله  په ښکاره یې هر داسې شیطاني کار ته هم لاس اچوه چې له کبله یې مسلمانانو  او د اسلام سپېڅلي استاځي ته زیان ورسېږي. نوموړي مخامخ ځان مسلمانانو سره ولاړ شمېره خو په پټه یې د مکې مشرکینو سره لاس یو کړی و. د ده منافقت داسې کچې ته رسېدلی و چې بیا مسلمانانو کې  په ریس المنافقین باندې نامتو شو. کله چې ریس المنافقین عبدالله بن اُبی مړ شو نو د اسلام سپېڅلي استاځي محمد (ص) ورته څو ځلې له لوی څښتن نه بخښنه وغوښته، ان تر دې چې محمد (ص) ورته له خپل څادر نه کپن وکوه، او خپلې مبارکې لاړې یې ورته د مړي خوله کې ورکړې چې که له دې برکته یې خدای وبخښي. خو لوی څښتن خپل مبارک استاځي ته څرګنده کړه چې که دی عبدالله بن اُبی ته لسګونه ځله هم بخښنه وغواړي، د عبدالله بن اُبی منافقت د داسې کچې دی چې خدای به بیا هم ده ته بخښنه ونه کوي.


یو څو شپې  د مخه د بي بي سي پښتو برېښناپاڼې د “مولوي” فضل رحمان یوه مرکه خپره کړه چې نوموړی پکې د سیمې په روانو چارو وغږېد. د ده په دې مرکه کې د “مولانا؟” فضل رحمان ګڼې داسې ځانګړتیاوې یو ځل بیا رابرسېره شوې چې هوبهو د ریس المنافقین عبدالله بن اُبی سره د ده ورته والی جوتوي.


فضل الرحمن چې د “غضب الرحمن” په بڼه د دې سیمې په خلکو تپل شوی دی مرکچي ته وویل چې امریکایان بد دي، او افغانان دې د امریکایانو په وړاندې خپل وسله وال پاڅون لا پسې اوږد کړي. دا په داسې حال کې ده چې غضب الرحمن په خپله امریکایانو سره ښه انډیوالي پالي.  د ویکیلیکس د لاسوندونو سره سم نوموړی وخت ناوخت د امریکا د سفیر او نورو لوړ پوړو چارواکو مېلمستیا کوي، او ان ترې نه سوال کوي چې پاکستان کې د واک رسېدو لپاره ورباندې مهرباني وکړي. په دې سربېره کله کله له مطبوعاتو نه پټ او کله ښکاره، کېدای شي خپلې تنخا پسې، امریکا ته سفرونه کوي. نو غضب الرحمانه که امریکایان بد وي، او په موږ یې وژنې، او مونږ هم پرې وژنې، نو ته ورسره ولې پټې یارانې پالې او وخت نا وخت یې “درشن” ته روان یې؟


غضب الرحمان  په دې ورځ دا هم وویل چې دی په افغانستان  کې روان وسله وال پاڅون روا بولي او پلوی یې کوي، خو په پاکستان کې داسې یو وسله وال پاڅون غیر شرعي بولي. ده وویل چې پاکستان کې باید پارلماني سیاست وشي، او له وژنو او ځانمرګو بریدونو نه ډډه  وشي. نو غضب الرحمانه که ته منافق نه یې نو ولې یو مسلمان ورور ته د قتال او بل ته د پارلماني سیاست توصیه کوې. که ستا منطق دا وي چې افغانستان ته امریکایان راغلي دي نو ځکه باید دلته وسله وال جهاد وشي، نو بیا خو امریکایان له لسیزو را په دې خوا د پاکستان کراچۍ، مهران، چکلاله ایر بېس، هزاره او نورو مرکزونو کې پوځي اډې لري. تا خو نه یواځې دا کلونه کلونه د دوي په وړاندې  د چهاد غږ ونه کړ، بلکې یواځې د یو غږ پورته کولو جرئت دې هم ونه کړ، بلکې ته د هغو حکومتونو برخه وې چې چا چې امریکایان دې سیمې ته راوستل.


غضب الرحمان  نه چې پوښتنه وشوه چې دی په پښتنو سیمو کې د روان ناورین د پای ته رسولو  په لاره کې څه مرسته کولی شي، نو ده په ډېره سپین سترګي وویل چې دی هېڅ  هم نه شي کولی. دا په داسې حال کې ده چې نوموړي د خپلې مرکې هره غونډله کې له فساده ډکې خبرې وکړې چې موخه ترې  یواځې ناورین ته لمن وهل و.


لنډه دا چې د “نامولوي” له منافقت نه ډک چلند ته چې څوک ګوري نو دې پایلې ته رسیږي چې د ده منافقت په ډېرو ځایونو کې د ریس المنافقین عبدالله بن اُبی هم شرموي. خدای دې مسلمانان د داسې منافقینو له شره خوندي کړي.