کور / تازه خبرونه / کندهار : دويمه چاودنه وسوه

کندهار : دويمه چاودنه وسوه

د کندهار ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند د چوڼۍ په سيمه کي د ملي پوليسو پر پوسته دويمه چاودنه وسوه چي يو تن يې وواژه او شپږ تنه نور يې ژوبل کړل .
دا چاودنه چي د يوه صرف موټر په وسيله رامنځ ته سوه په داسي وخت کي رامنځ ته کېږي چي تر دې يوه شېبه تر مخه پر ياده پوسته باندي د سراچه موټر په وسيله بريد وسو او ١٦ تنو ته مرګ ژوبله واړوله .
په پېښه کي ژوبل سوي کسان ميروېس روغتون ته وړل سوي او اوس مهال تر درملني لاندي دي .
سيمه د امنيتي چارواکو له لوري کلابنده ده او د چاودنو پر سيمه تر اوسه الوتکي ګزمې کوي .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .