کور / راپور / چارواکي : وسله وال د کوچنيانو څخه په بريدو کي ګټه اخلي

چارواکي : وسله وال د کوچنيانو څخه په بريدو کي ګټه اخلي

کندهار ولايتي چارواکو د دولت د وسله والو مخالفينو لخوا په ځانمرګو بريدونو او ماين ښخونو کي له ما شومانو د ګټي اخيستو په اړه ژوره اندېښنه وښودله.
دکندهار والي پوهنوال توريالى ويسا وايي د دولت د وسله والو مخالفينو دغه کار او د ماشومانو راتلونکي بر خليک سخت اندېښمن کړى دى.
چارواکي دغه اندېښنه په داسې حال کې ښيي چې تازه د کندهار په ژېرۍ ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو دوه کم عمره ماشومان د ماين اېښودلو پرمهال له چاوېدونکو توکو سره نيولي دي.
کندهار چارواکي هم وايي، چې د تېرو دوه مياشتو په ترڅ کې يې درې تنه تنکي ځانمرګي بريد کوونکي ماشو مان او دوه تنه تنکي ماين خښوونکي هلکان نيولي دي.
دكندهاروالي پوهنوال توريالي ويسا په يوه خبري غونډه کې وويل چې درې تنه ځانمرګي ماشوم بريد کوونکي د کندهار په سرحدي سپين بولدک ولسوالۍ او دوه تنه تنکي ماين خښوونکي هم په ژېړۍ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي.
والي ويسا وايي د دغه بريد کوونکو عمرنه له ١٠ نه تر ١٣ کلو پورې رسېږي .
والي په دې په ټولو کورنيو غږ وکړ چې دغه ټکي ته جدي پاملرنه وکړي او په وينا يې دا مهال په افغانستان کې دوى ورته دومره زمينه برابره کړې چې اسلامي زدکړې وکړي.
دى وايي افغانستان خپله په سلګونو ديني مدرسې او په زرګونو ديني علما شته او دوى کولى شي خپلې زدکړې په کور د ننه وکړي.
په همدې وخت کندهار والي د دولت په وسله والو مخالفينوغږ وکړ چې د ماشومانو راتلونکى دې په خطر کې نه اچوي او له دغه ډول کړنو دې لاس واخلي.
د ويلو ده چې له دې وړاندې هم د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې تنکي هلکان چې عمرونه يې تر ١٣ کلونو نه و اوښتي مخکې له بريده د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي