کور / هراړخیز / سیاستپوه شپون

سیاستپوه شپون


طنز
 
شرمښ د کلي له شپون څخه ډیر پسونه داړل نو ځکه ځینو احساساتي کلیوال پر هغه توراو سپین کیده او پوښتل یې:


  ولي د شرمښ په راتلو موږ ته نه نارې کوې، چې موږ مرستې ته درشو؟


ولي تا هغه پخواني نقلونه نه دي اوردیدلي؟!


ډانګ پسې راواخله!


شپون ویل : ما هغه پخواني نقلونه اوریدلي  دي زه نه غواړم هغه تکرار کړم  زه دنن ورځي سیاست چلوم  هم حریف خوشاله ساتم هم ځان .زه ډیر خوشاله یم چې موږ تر منځ  یوه د شرم پرده شته او دواړه خوشاله یو،سترګې نه سره برابرو.   زه چې له لیري هغه ووینم چې  برید ته راغلی دی ځان په خوب اچوم هغه هم ددې په خاطر چي  زما د خوب مزاحم   نه شي د رمې په بغلو کې کرار کرار ګرځي او هغه لاس په لسټونی وزګړۍ چې ډیري نارې وهي یو اړخ ته کوي اوپه ډیر  پام سره یې خوري دا ښه ده چې زما څخه حیا کوي ، د لاندي چارې پسونه نه خوري، تاسو باید خوشاله شئ، هغه خب او چوپ یو دانه مانه شوخ اوږګړۍ خوري خو بیا هم نزاکت مراعاتوي،نه دا چې سترګې یې زما څخه ونه شرمیږي او زما مخې ته لاندي پسونه  وخوري، بیا به څه کوم ؟سپي هم سیاسي شوي دي چې شرمښ وویني د بولو په پلمه پښه ټولوی او ځان یو ګوښې ته باسي


مګرڅو احساساتي کلیوالو دا سیاست  نه منه او ویل یې یا دا وار نارې کړه ، موږ د کو تکو سره درځو د هغه سره به ګورو!


شپون ورته وویل : تاسو څوورځی راسره سارا ته راشئ  هغه هرومرو راځي ،بیا يي سابه ورپه مالګه کړی


کلیوالو ویل :موږ بیکاره نه یو،   چې راغلی موږ ته نارې کړه موږ په تراټ درځو


بله ورځ چي شرمښ راغی غولیدلی شپون نارې کړې :


  هي هي هله شرمښ دی! هي هي هله شرمښ دی!


 شرمښ چې له شور ماشور څخه يې بد راتلل نو شپون يي یو بغل ته کړی   تر څو چي د کلی خلک خبریدل ، را ټولیدل او راتلل د سترګی په لاره شپون یوازې سترګې پاته وې


د شپانه  دا لس  کاله دې پوخ  سیاست شرمښ ته دا خیال ورکړی و چې یو دانه وزګړۍ یې قانوني حق دی، نو چا چې به د هغه په دې قانونی حق  نیوکه کوله هغه يې یو  اړخ ته کوی .


ددې پښې وروسته هیڅ څوک د شپون پوست  او مقام ته نه حاضریده


 نو کلیوال اړ شوه  خپل پسونه په خپلو کورونو کې وساتي


عصب خرابی او سترګی څیری- شرمښ هم هر شپه د کلیوالو  په کورونو برید کوی او خپل قانوني حق يې غوښتی، هر چا چې ډیرې چیغې وهلې لومړی يې هغه چپوی


یوپوه دکلیوالو  مشرانو ته ویل  اخیر هغه  شرمښ خپل شپون وټاکی چې  تاسو له غمه خلاص شی بلا د پسونو پسې


نو هغه و لوی جرګې شرمښ خپل شپون وټاکی


لاس خلاصی شرمښ هر ورځ یو په  سیخ کباب شوی د لاندي پسه د شلمبو د غړکۍ سره   ځان ته رسمي حواله کړ. هغه نور بې ځایه  وزګړي نه داړل ان ځینې وختونه به يي د کلی مشران هم په کباب میلمانه کول. او ورته ویل به يي : خورې او حساب مه منئ دیموکراسی ده!


کنایې:


سترګې په لاره ( منتظر)،توراو سپین کیدل ( غوسه کیدل )،لاس په لسټونی( نژدی)،خب او چوپ( پټه خوله)،سترګی څیری( بی حیا)،پښه ټولول ـ(کرارکرار ځان ایستل).