د اختر په رارسېدو چې چرته د پښتو ژبې ټيلي فلمونو او ډرامو ريليز کولو کار روان دى، نو بلخوا د ميوزک شوګانو ريکارډنګ هم په تېزۍ سره روان دى.
تېره ورځ د پېښور په يو هوټل کې د مسافر پروډکشن د بېنر لاندې “بازي دې يوړه بازيګره” ميوزک ماښامى وشو، په کوم کې چې د پښتو فلمونو مشهور ممثيل جهانګير خان، محمد حسېن سواتي، ممثيلې ناديه ګل، نيلم ګل، سندرغاړو، شاه سوار، نيلو، فضيلت، رئيس باچا، ستاره يونس، ګل پاڼې، کرن خان، عروج مومند، يمي خان او نور جهان وغېره برخه واخسته.
د شو کوربانه خالده ياسمين او عابد ګهمريانى وو، هدايت شاهد عثمان او اسد زاده سر ته ورسول، د شو ارګنائزر مظفر خان، خالقو خان، ضياء خان وو، او تدوين يې صاحبزاده وکړو.
“بازي دې يوړه بازيګره” د اختر په دې ماښامي کې ممثيل جهانګير خان، محمد حسېن سواتي، ناديه ګل او نيلم ګل ښکلې ممثيلي وکړه او خلکو په چکچکو بدرګه کړل.
سندرغاړو کې رئيس باچا، کرن خان، نيلو، شاه سوار، ګل پاڼې، فضيلت، عروج مومند او ستاره يونس په خپلو ښکلو غږونو کې سندرې زمزمه کړې او د محفل خوند يې لا سېوا کړو.
خالده ياسمين او عابد ګهمرياني په مزاحيه کمپرنګ خلک وخندول.
“بازي دې يوړه بازيګره” ماښامي نه وروسته خبريالانو سره خبرو اترو کې جهانګير خان وويل چې: “مسافر پروډکشن په ناسازو حالاتو کې دا شو وکړه، چې د ډېر داد وړ دى”.
پروډيوسر مظفر خان د ماښامي په اخر کې د راغلو ټولو ممثيلونو، سندرغاړو او خبريالانو مننه وکړه، زياته يې کړه چې زه ستاسو د ټولو ډېر مشکور يم چې په داسې ناوزګاره وخت کې مو خپل قيمتي وخت دې شو له ورکړو او ښکلا مو ورته وبخښله.