کور / تازه خبرونه / د سعودی مرستندویه کوميټې په افغاني کډوالو خرما وويشله:

د سعودی مرستندویه کوميټې په افغاني کډوالو خرما وويشله:

پېښور: د افغان ولس لپاره د سعودی مرستندویه کوميټی په پاكستان كي د افغان کډوالو په جلا جلا پنډغالو لکه کبابیان ، اکوړی ، کندف ، میچنې کی په افغانانو باندي د روژوی مبارکی میاشتی په مناسبت خرما وويشله ، دغی اداری په پاكستان كي د افغان كمشنري سره په همغږي د خیبر يښتونخواه ایالت په پورتنیو پنډغالواو ورسره په څنک کی د پنډغالو نه بهر هم د پیښور ښار میشتو افغانانو باندی په مجموعی شکل په خوا او شا 12000 كورنيو باندی 48000 کیلو ګرامه خرما وويشل شوه. او همدارنګه د سعودی مرستندویه کومیټی په ننګرهار ، لغمان ، کنر ولایتونو کی په همدی مناسبت 20000 کیلو کرامه خرما په 5000 کورنیو وویشلی .په دی سربیره نوموړی اداری د افغان ګډوالو سره به څنګ کی د خیبر يښتونخواه ایالت په یو لړ بیوزله او نادارو خلکو او همدارنګه د خیبر قبایلی علاقی په یولړ کورنیو هم د روژوی مبارکی میاشتی په مناسبت خرما وويشله .
دیادونی وړ ده چی ددغو مرستو د ویشلو چاری ددغه اداری د بیړنیو مرستو څانګې په غاړه لرله او هغوی د اړونده کیمپونو د مشرانو او افغان کمشنری د مسولینو سره په ګډه سر ته رسولی .
او نوموړی اداری د افغان ولس سره په مختلفو څانګو کی د همکاری هوډ څرګند کړی .
د یادونی وړ ده چی پورتنی اداری د خپل تآسیس څخه تر او سه پوری په افغانستان کی هم یو لړ مهمی پروژی عملی کړی او ځنی لا نوری یی د بشپړیدو په درشل کی دی .