کور / تازه خبرونه / كندهار: دابدالي بسانوپرتگ راتگ بنديزولگېد

كندهار: دابدالي بسانوپرتگ راتگ بنديزولگېد

په كندهاركې دتيري ورځي دخونړۍ ترافيكي پېښي په غبرگون كې داحمدشاه ابدالي بس ترانسپورت پرفعاليت بنديزولگېد.
دنوموړي خصوصي شركت يوه بس تيره ورځ ۶۱ مسافروته مرگ ژوبله واړول .
له دغي پېښي څخه ۲۶ تنه ژوندي پاته دي چې هغوى هم ټوك ټوك دي .
دكندهارمطبوعاتي دفتروايې چې والي توريالي ويسادنوموړي ترانسپورتي شركت مشرته په جدي توگه ويلي چې دهروژل شوي كس كورنۍ ته دتاوان په ډول سل سل زره افغانۍ اوهرټپي ته پنځوپنځوزره افغانۍ وركوي .
مبنع وايې چې والي ديوې مياشتي لپاره دياترانسپورتي شركت پرفعاليت هم بنديزلگولى اوترانسپورت رياست ته يې لارښوونه كړې چې دغه قاطع پريكړه تروروستيوپوري وڅاري .
دغه رازوالي ټولوهغوخصوصي شركتونوته چې دمسافرو ژوندته درناوى نلري اوياهم غيري قانوني موټرچلونكې پكښي فعاليت لري گواښنه كړي چې دتيري ورځي دپېښي دتكرارپه صورت كې به ممكن دهغوى فعاليت په دايمي ډول بندكړي .
دولايتي ادارې دغه گام ته دمسافروله لوري تودهركلى ويل شوى اودايې دترافيكي پېښودقابوكولولپاره ترټولويه ښه گام بللى ،اوغوښتنه كوي چې دټول ملگ په سطحه دي دغه ډول قيودات وضع سي .