ددې موضوع تېره برخه له دې ځايه ولولی
15: ایادوی ونه لیدل چی موږاوبه په وچې اوبې ګیاه ځمکه کی جاری کوو؟ نودهغه په وسیله کښت راباسوڅوئې دوی هم وخوری اوڅاروی ئې هم ، ایادوی نه وینی۔(الاحزاب 27)
16: اودالله له نښانوڅخه یوه داده چی ته ګوری ځمکه ویده پرته ده نوکله چی موږپرې اوبه واوروونوپه ناڅاپی ډول هغه خوځیږی اوغوړیږی ۔(حم السجده 39)
17: اوله اسمانه څخه موبرکتناکې اوبه نازلې کړیدی اوپه هغوسره موباغونه اودرېبلووړکښتونه، غلې دانې رازرغونه کړی۔(ق 9)
18: اوپه هغې کې موټینګ اولوړغرونه ځای پرځای کړل اوپرتاسې موخوږې اوبه وڅښلې۔(المرسلات 27)
19: اوله اوروونکووریځوموتویېدونکی اوبه راکښته کړیدی۔(النبا 14)
20: اوله هغه وروسته ئې ځمکه وغوړوله له هغې څخه ئې دهغې اوبه اوڅړځایونه راوایستل۔(النازعات 30، 31)
هرشی په اوبوسره ژوندی دی، یقیناکه انسان دمځکې وکُرې ته ځیرشی اویونظرورته واچوی اوڅه فکراودښکلی تصورمزي وغزوی نودابه ورته جوته شی چی دهرژوندی شی (حیوان اونبات) دټولوژوندپه اوبوپوری تړلی دی، چی دایونړیوال ساینسی ، انسانی اومعقول واقعیت دی هیڅوک ورڅخه سترګې نشی پوټولای، دانسان بدن که څه هم غوښه، هډوکې، مالګې اونورڅه لری خوزیاته ونډه داوبوپکښې ده، اوهرڅه چی دی خوری زیاته برخه ئې اوبه دی؛ که چیری په یوه انسان کی اوبه کمی شی یعنی داوبودکموالی (De. Hydration) سره لاس اوګرېوان شی نوانسان دپښتورګو په ناروغۍ (Nephritis) اخته کیږی۔
وبل لورته دانسان (Urea) او (Creatinine) چی زهرجن اوضررې مواد دی په وینه کی ګډیږی، اوډېرژرپه ټوله بدن کی سرایت کوی اوخپرېږی چی له دې څخه وروسته انسان دخطراومرګ وکندی ته غورځول کیږی۔
(Urea) څه شی ده؟
دپروتینودمیتابولیزم څخه زېږنده نایتروجن لرونکی وروستی لوی محصول چی په ینه کی دامینواسیدونواو اموینومی مرکبونوڅخه جوړیږی اوپه متیازو، وینه اولمف کی موندل کیږی، عبارت دیوریاڅخه دی۔
(Creatinine)څه شی دی؟
کراتین انهایدرید؛ دفسفوکراتین دمیتابولېزم وروسته محصول چی دپوښتورګواوهمدغه رازدعضلاتی کتلې دکارې تشخیص په توګه ئې دبولي اطراح سرعت محاسبه کیږی۔
دالوی نعمت اوبه یواځی په دې دنیاکی غوره نعمت نه دی بلکې په اخرت کی په جنتوکی هم دشیدودعسلودشرابودنهرو(ویالو، والو) سره یوځای یوه واله داوبوده لکه په سورت محمدکی چی راځی:
مثل دصفت بیان دجنت هغه چی وعده ئې کړی شوی ده له پرهېزګارانوسره، په هغه کښې ویالې دی له اوبوچی نه به وی بدخونده (بدلېدونکی په مزه اوبوی کښې)۔ (سورت محمد 15)
په قرانکریم کی اوبه دژوندیوه سرچینه نه بلکې پخپله ژونددی، که موږاوتاسی څه لږدځمکې دکُرې څخه وفضاء (خلا) ته پورته شواووسپوږمۍ، مریخ اونورشمسی نظام ته؛ هلته چی ستورمزلې (Astronauts)تللی دی، پخپلوسترګوئې هرڅه لیدلې اومشاهده کړی دی، اویائې موږپه ویډویوګانواوانځورونوکی ګوروهلته داوبوهیڅ څرک نشته اوهلته بلکل اوبه شتون نلری؛ اوځینې بیاډېرلږداسی یوتصور(نه حقیقت) لری چی په نوروسیاروکی هم دژوندامکان شته، خوداساینس په کلکه سره ردکړیده اوتراوسه ئې هیچاهم کوم ثبوت نه دی وړاندی کړی؛ که چیری موږدتمدنونووزانګوته راشوهغه ځمکه ده، دا124000 دلوی څښتن استازې پېغمبران علیهم الصلوه والسلام ټول ومځکې ته راغلی دی، اودبشریت لومړی پلارحضرت سیندناادم علیه السلام پرځمکه باندی جوړاوپیداشو، که بالفرض بل ځای دژوندامکان وای اویابل ځای ژوندشوی وای، نوپه الهی اواسمانی کتابوکی به ئې ذکرشوی وای، اوحال داچی دادقران کریم فیصله ده چی هرقوم ته یولارښونکی لېږل شوی دی، دځمکې څخه ماسوی نه ژوندشته اونه هم امکان درلودلای شی، نه ئې دوحی اونه ئې دپېغمبرذکربل ځای راغلی دی اونه هم بل ځای انسانان شته، هرې سیارې ته ستورمزلی تللی دی هلته اکسیجن اواوبه نشته چی داپه ساینس سره څرګندیږی چی دځمکې څخه بل ځای هیڅ ژوندنشته، نه عقلاددې دلیل څوک لری اونه هم
نقلا،
حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی (کل شی ء خلق من مآء) هرشی داوبوڅخه پیداشوی دی۔
په تفسیر ماجدی په دوهم ټوک کی راغلی دی:
دژوندپوهنې (Biology) په څېړنوکی راځی چی دهرشی اصلی عنصرپروتوپلازم (Protoplasm) دی، چی دپروتوپلازم زیاته برخه اوبه دی۔
پروتوپلازم (Protoplasm) څه شی دی؟
یوه شفافه اوسرېښناکه کلوئيدی ماده ده چی دژوندۍ ژونکې (حجرې) لپاره اړینه ده۔
یوساینس پوه پخپلوڅېړونوکی وایی چی دژوندارزښتناکه شی اوبه دی، اوتراوبوپه ژوندکی بله قیمتی اواوزښتناکه مایع اونعمت نشته، که داوبوپه نظام کی څه لږفکروکړونوهمدااوبه چی دبخارپه بڼه ورڅخه وریځ جوړږی، اوهرځای چی قحطی اویاوچکالی وی هلته دباران، دواورې اویاهم دژلیوپه بڼه سره اوری اوانسانان ورڅخه خپله پوره استفاده کوی، په پای کی وایم چی اوبه دانسان ژوند، کښت اوزراعت اوهرڅه اصلی محوردی۔
(Water is Life and Life)
Water and Vitality
اوبه اوژوندژواک(حیاتي توان)
ډاکټرهلوک نورباقی لیکی:
دژوندژواک(حیاتي ژوند) اوژوندترمینځ دیوه باریک ویښته په شان توپیرشتون لری، ژونددیوه اسکلیټ بڼه لری اوژوندژواک (Vitality) په اسکلیټ کی دورسپارل شوی کارونوفعالیت وسرته رسوی، دژوندبنسټیز واحد ډی این اې DNA(Deoxyribonucleic Acid) چی دلومړی ځل لپاره جیمس ډی واټس په 1950 کی پیداکړ، اوداورګانیزم دښه پېژندولوپه موخه داکارترسره شو؛ حال داچی مخکی داسی پرمختګونه نه وه شوی، چی اوس د(ډی این اې) په وجه باندی دهرچاپېژندل اودذات ښه مطالعه کیږی، په دې حیات برخه کی اوبه خپله پوره ونډه لری۔
Water and Science
اوبه اوساینس
اوبه که په هربڼه سره وی (حرارتي، کیمیاوې، لزوجی اوداسی نور۔۔۔) داهره بڼه ئې دانسان لپاره پخپل ځای کی ګټوره ده، اوپخپل ځای کی خپله دنده ترسره کوی؛ داوبوڅخه دژوندیوموجوداتوڅخه هرډله اوګروپ ئې خپله ګټه اخلی دبېلګې په ډول سره ماهیان داوبوڅخه خپل تنفس ولاسته راوړی، اواوبه ددوی ژوندژواک دی, په کیمیاکی داوبوفارمول ( H2O) دی، نوځکه کبان داوبوددغه اکسېجن څخه استفاده کوی اوټول ژوندئې پوری تړلی دی، ځینی بیاداسی نورحیوانات شتون لری چی (ذوحیاتین) دی یعنی هم دازاداکسیجن څخه اوهم داوبوداکسېجن څخه پوره استفاده کولای شی، اوانسان بیایواځی دازاداکسېجن څخه خپل تنفس کوی۔
ساینس پوهان په دې باوردی چی داوبوارزښت دومره زیات دی د(Viscosity) یعنی لزوجیت له پلوه چی به هیڅ مایع شی نشته چی ورسره پرتله اووروسره مقابله شی۔
داُمت مسلمه لوی عالم هارون یحی وایی:
اوبه دخپلوکیمیاوې اوطبعي ځانګړتیاووسره ـ سره دژونداصلی جوهراوبنسټ دی، اوځمکه اودځمکې ژوندپراوبو ولاړدی، الله جل جلاله انسان پیداکړاوومځکې ته ئې راواستاوی چی پرځمکه ژوندوکړی اوبشریت وهدایت ته چمتواواماده کړی، وروسته دانسان ژوندپراوبووتړل شو اوهمدارنګه اوبه دانسان دژوندلپاره یوبنسټ اودانسان وژوندته ئې توازن ورکړیدی۔
په نړۍ کی دژوندپیل داوبوڅخه شویدی
اوسنی دنړۍ ټول ساینس پوهان پردې باندی متفق اوپه یوه خوله دی چی دژوندپیل داوبوڅخه شوی دی، دجرمنی یووتلی جیالوجیست(مځکپوه) ابراهام ورنر(1750ـ 1817) په دې باورووچی دغروپیدایښت داوبوله وجی دی، هغه اوبه چی دمځکې په نس کی دی هغه غازونه جوړوی چی په نتیجه کی دغروڅخه دځمکې دنس غازونه داورغورځونکوپه بڼه سره صورت نیسی۔
په قرانکریم کی دژوندبقاء هم په اوبوپوری تړاولری، اوهمدارنګه په نړۍ کی داوبوپیل داوبوڅخه شوی دی۔ اوپاته دی نه وی چي دقران حکیم هرایات پخپله ساینس پوهانو تصدیق کړیدی، خواُمت مسلمه ودې ته اړتیانلری چی دقرانکریم تصدیق دی یوساینس پوه وکړی، دالله جل جلاله په کلام کی هیڅ شک وشبه نشته، خودانسان عقل ، فکراوعلم ناقص دی، اوکله چی ئې علم ولوړې درجې ته ورسیږی نودقرانکریم هرایت به تصدیق کړی۔
ډاکټرموریس بوکائې دقرانکریم په هکله وایی:
قرانکریم چی دژوندپه هکله هرڅه ویلی دی هغه داوسنی ساینس سره هیڅ ټکرنلری۔
(اسلام کې سچائې اورساینس کې اعترافات، محسن فارانی)
قرانکریم کې ساینسی انکشافات، ابومحمدمخدوم زاده)
نوربیا۔۔۔