د نورستان ولايت په يوشمېر ولسواليو کي سېلابونه راغلي او د مالي زيان تر څنګ يې ځاني زيان هم اړولى . د دې ولايت والي جمال الدين بدر رسنيو ته ويلي چي سېلابونه د څو ورځو راهيسي دوام لري او پر مرستندويه مؤسيسو يې ږغ وکړ چي ورسره مرسته وکړي .
نوموړى وايي چي په دې سېلابو کي يوې مېرمني خپل ژوند له لاسه ورکړى او د دوو زرو په شاوخوا کي يې کرهڼيزه مځکه له منځه وړې .
د يادوني وړ ده دې ته ورته په نورو ولايت کي هم د تېري اوونۍ په ترڅ کي سېلابونه راغلي چي مالي او ځاني زيان يې اړولى ؤ .