سرچینه : NU ویبپاڼه
د ژباړلو نېټه : ۲۰۱۱ز ، د جولای ۳۱مه، یکشنبه
امستردام – د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخي به د نړۍ نفوس په راتلونکو درېیو میاشتو کي تر ۷ میلیارډه ورسیږي .
د نړۍ دقیقاً اووه میلیارډم اوسېدونکی ښايي د ۲۰۱۱ز د اکټوبر د ۳۱مي په شاوخواکي په هندوستان کي دې فاني نړۍ ته سترګي لڅي کړي. حتی په ۲۰۵۰ز کي به د نړۍ د نفوس شمېره ۹ میلیارډو ته اوچته سي. اټکل کیږي چي هغه مهال به د چین پر ځای هندوستان د دنيا تر ټولو لوى نفوس لري.
پورتني معلومات د هاروارډ پوهنتون د څېړونکو د یوې شنني او تحلیل پر بنسټ د Bloomberg.com ویبپاڼي په یو راپور کي خپاره سوي دي.
پرمختيايي هيوادونه :
څېړونکو د ملګرو ملتو د (د نړۍ د نفوس اټکل = World Population Prospects) نومي راپور د شمېرو پر اساس د نړۍ نفوس په تقریبي ډول ښودلئ دئ .
د شنني او تحلیل څخه جوته سوې ده چي په ځانګړې توګه به د درېیمي نړۍ د هیوادونو په اوسېدونکو کي ډېر چټک ډېرښت رامنځته سي. همداډول به په راتلونکو ۴۰ کلونو کي د نفوس د زیاتېدو تر ۹۷ زیاته سلنه په لږو پرمختیايي هیوادونو کي وي.
طبي څارنه :
د څېړونکو په وینا د نړۍ نفوس په پرمختیايي هیوادونو کي د طبي څارني په پرمختګ پوري اړه لري .
د څېړني بشپړي پایلي د “ساینس” نومي علمي مجلې په یوه ځانګړې برخه کي خپرې سوي دي .
– د څېړني مشر “ډېويډ بلوم” په دې باب داسي وايي:
“موږ نن د نړۍ په ژوبلېدونکو برخو کي د نفوس په باب چاودني ته ورته يوې وړوکي پيښي په اړه ږغیږو.
ښه خبر نه دئ، په ځانګړې توګه د ګاونډيو هیوادو او نوري دنيا لپاره د بدي راتلونکي څرک په کښي لیدل کیږي، ځکه په دغو سیمو کي د زیاتېدونکي نفوس له کبله رامنځته سوې خواري، غریبي او نابرابري ممکن نژدې شاوخوا ته وغځیږي .”
زيات نفوس لرونکي لس هيوادونه :
علاوه پر دې د څېړونکو د محاسبې څخه په ډاګه سوې ده چي د امریکا متحده ایالات به په ۲۰۵۰ز کي یوازنی پرمختللی هیواد وي چي د غټ ترینو نفوسو د لومړیو لسو هیوادو په ډله کي به شامل وي .
اړونده موضوع (بېله ژباړه) :
د کرني او خوړو اټکل سوئ راپور ټولو هیوادونو ته اخطار ورکوي
سرچینه : د بي بي سي انګلیسي ویبپاڼه
د برتانیې د حکومتي کمېسیون د علمي څېړني له مخي باید حکومتونه په نړیواله کچه د لوږي د رامنځته کېدو د مخنیوي په موخه عاجل اقدام وکړي .
د کرني او خوړو اټکل سوئ راپور لیکي چي د غذايي موادو د تولیدولو اوسنی نړیوال سیسټم د لوږي په رامنځته کولو کي مثبت رول لوبوي، بېله دې چي په بنیادي ډول بېلابېل تغیرات پکښي رامنځته سي .
د کرني او خوړو اټکل سوئ راپور د ۲ کلني څېړني نتیجه ده چي د ۳۵ هیوادونو څخه ۴۰۰ تنو ماهرانو ونډه پکښي لرله .
د دولت د علمي چارو د مشاور پروفیسر “سر جاهن بېډینګټن” په وینا نوموړې څېړنه حکومتونو ته قناعت ورکوونکي اسناد وړاندي کوي، ترڅو حکومتونه په رښتیني ډول د لوږي د رامنځته کېدو د مخنیوي په خاطر نوي پلانونه جوړ کړي .
نوموړی زیاتوي چي شل کاله وروسته به د نړۍ نفوس ۸،۳ بیلیونو تنو ته ورسیږي، د دغي اندازې نفوس لپاره اوسنی نړیوال سیسټم پوره خواړه نه سي تولیدولائ، بېله دې چي په نژدو وختونو کي رنګارنګي پروژې رامنځته سي او عملي بڼه غوره کړي .