کور / هراړخیز / مافیا(اوسیستېما)

مافیا(اوسیستېما)

په دا وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د بهرنیانو د پدیدې له بیا راڅرګندېدو سره مافیا لکه نوي چي په ځواني راغلي وي د افغاني ټولنې وینې ته په ډېره چټکۍ او سپینسترګی سره دننه شوه او سمدلاسه یې هغې ته د خوب د درملو له ورکړې نه وروسته د زبیښاک نه مخکې د لږ پړسیدا موکه ورکړه او بیا یې دهغې د وینې زبیښل پیل کړل. دې کړنې په افغاني کړیو کې یو ځله بیا د دې خزنده نوم رابرسېره کړ او د هرې لیکنې سرلیک وګرځېد.اوس پوښتنه دا ده چې پرونۍ سوټه په لاس مافیا او ننۍ سیستم چلونکي مافیا څه سابقه او توپیرونه لري؟
د مافیا اصطلاح هغو جرمي سازمانونو او ډلګیو ته کارول کېږي چې نیمه رسمي درجه بندي شوی (له لوړپوړو نه په ښکته تر ټیټپوړو کارمندانو) جوړښت لري او ډېر روښانه خپل منځي قوائد پلي کوي. دوی یوه ټاکلي منطقه له زورزیاتۍ نه په کار اخیستو کنترولوي اوغیرقانوني کاروباریې ځانګړنه ده. دا اصطلاح اصلاد (ثیثیلیا) له منطقې نه منشئا اخلي او یوازي د (ثېثیلیایي) مافیا په تړاو کارول کېده. مافیا ته ورته سازمانونه معمولا له کمزورو دولتونو یا شبه دولتي پدیدو نه  رازېږي او غیرمریي یا پټ جوړښت یې د اصلیت په هکله د حقایقو د رابربنډیدو په مقابل کې خنډ ګرځي.
مافیا اوس جرمي سازمانونو ته چې له مختلفو ملي یا دیموګرافیکو ډلګیو نه منشه اخلي د شریکې پېژندویه نښې په حیث کارول کېږي. ښې بېلګي یې په ایټالیا کې (ندرانګیتا په کالابریا کې او کامورا په ناپولي کې، کوزانوسترا په ثېثیلیا کې)، روسي(اوبشینا)، چینایي(ترییاد)، امریکایي(کوزانوسترا او امریکایي ایرلندي مافیا) او جاپاني(یاکوزا) دي.
د مافیا د کلمې لومړی کارول چې د هغې د عامیدو سبب وګرځېد، د (یي مافیوزي دي لا ویکاریا) ننداره وه. دلته د مافیوزي کلمه د مافیوزو جمع ده چې د ایټالوي ژبې په (پالیرمو) لهجه کې پر ځان مطمین ښه ځوان ته وایي. په انګریزي ژبه کې بیا داسي یو مېړه ته چې د ایټالوي- امریکايي مافیا غړی وي د (ا  مه ډ مېن) عبارت کارول کېږي.
ځیني وخت هغه عادي کوچنیو ډلګیو ته چې کړه وړه یې په ټولنه کې له عام مسلط نظام نه توپير وکړي هم د مافیا نوم ورکول کېږي. دا ډول تعریف دا په پام کې نه نیسي چې جرمي سازمانونه تحت الا مره مادون سازمانونه او اجرایئه قوه لري. یو تعریف چې تر یو بریده د داسي سازمانونو په هکله صدق کوي دا دی چې دا ډول سازمانونه په یوه کوچنۍ یا لویه جغرافیایي ساحه یا کوچنۍ یا لویه وګړیزه ډلګۍ کې د ملي دولت په رول کې د اجرایئه قوې رول په غاړه اخلي.
مافیا نه یوازي د پیسو په مقابل کې د مصونئت ورکونې یا په ایټالوي اصطلاح (پيزو) د پیسو پر مټ پايي بلکه فحاشت، د مخدره او الکولي توکو پېر او پلور، ګواښونې(بلک مېل کول) او بډي خوړل یې هم د عوائدو منبې دي.


 پېژندل شوي مافیایي ډلګۍ


په دې لړ کې لکه مخکې چې مو یادونه وکړه (ندرانګیتا په کالابریا کې، کامورا په ناپولي کې او کوزانوسترا په ثېثیلیا کې) ایټالوي مافیایي ګروپونه دي. په امریکې کې د ثېثیلیایي مافیا غزېدلي لاسونه کوزانوسترا را منځ ته کړي او امریکایي ایرلندي مافیا هم پېژندل شوي ډلګی ده.هلته بیا په فلوریدا کې د (تامپا) مافیا چې (ترافیکانتې) کورنۍ یې مشري کوي د یادولو وړ ده.  په نیویارک کې پنځه کورنۍ د دې ښار جرمې شبکې اداره کوي چې عبارت دي له جېنوویسه، ګامبینو، بونانو، کولومبو او لوچېزه. په شیکاګو کې شیکاګو اوټفیټ او الکه پونې پېژندل شوي ګروپونه دي. په روسېه کې اوبشینه، په چین کې ترییاد او په جاپان کې یاکوزا مشهور ګروپونه دي.


آیټالوي مافیا
ثېثيلیایي مافیا او زیږد یې


له ۱۸۶۰ کال نه په راوروسته موده کې کله چې ایټالیه د پارتیزاني یا چریکي ډلګیو د مشر (جېوزیپې ګاریبالدي) لخوا د یو واحد دولت شکل خپل کړ، ډېر ژر په ډاګه شوه چې داسي یو څه شته چې(سېکت) یا فرقه به ورته ویل کېده او په (ثېثيلیا) کې یې د سېتروسي میوو(مالټه،کینو او داسي نوري) تولید تنظیماوه. په دې ساحه کې سترو پانګونو، د حاصلاتو د زیانمنېدو شونتیا او همدا ډول په دې خورا سودمنو تولیداتو کې د سود اخیستنې د سترو امکاناتو شتون ته په پام سره، دا روښانه وه چې دا ډول تجارت د بلک میل کولو لپاره ښه وړتیا لرې. په ورته وخت کې ثېثیلیا په نوي ایټالیا کې د الحاقېدو په مقابل کې هم مقاومت کاوه په تېره بیا د جبري پوځي خدمت په مقابل کې.
د ایټالیي له یوځای کېدو نه وروسته په (ثېثیلیا) کې د فیوډالي ټولنې منحل کېده هغه هم بې له دې نه چې کوم با اعتباره دولتي مقام دې ځای ونیسي د دې نوي سازمان شوي جرم د رامنځ ته کېدو اساسی علت وګرځېد. له زور زیاتۍ نه کار اخیستنه هم په خپل ذات کې د فیوډالانو د زورزیاتۍ یوه ادامه وه، ځکه کله چې نويو ایټالوي دولتي مقاماتو ونه کړای شوای مرکزي اداره ټینګه کړي دې هم مافیا ته له پخوا نه د عام شوي زورزیاتي د کارونې موکه ورکړه او هم د قدرت د خلا سبب وګرځېد.
کوزا نوسترا یا زمونږه لار هغه اصطلاح ده چې ثېثیلیایي مافیا د ځان په هکله کاروله خو په نوي پېر کې یوازي د (فالکونېس) له افشاګریو نه راپدېخوا په  ایټالیا کې د کوزا نوسترا شتون ومنل شو.
مافیا د فاشیزم په دوران کې
کله چې یو دولت په دې ونه توانېږي چې د جرم په مقابل کې د جزا ورکونې مسولئت په خپل لاس کې واخلي تر څو په ټولنه کې عام وګړي د جرم په مقابل کې د جزا شتون احساس کړي یا په بله عباره له دولت وېره ولري ، دا په خپل ذات کې د مافیا شتون ته ډګر هواروي. دا یو له هغه دلایلو نه وو چې په ایټالیي کې یوازي د فاشیزم په پېر کې مافیا د خپل پایښت ستني کمزوري ولیدي ځکه د دولت لخوا له کلک غبرګون سره مخامخ شوي وه. په همدې وخت کې وو چې ځیني مافیوزي د امریکې متحده ایالاتو ته مخه کړه او هلته یې خپل کاروبار له سره پیل کړ.
د اوازو سره سم مافیا په ۱۹۴۲ کې، بعد له دې نه چې امریکایي چارواکو نامتو ایټالوي مافیوزو (چارلزلوچیانو) خوشي کړ، له امریکایانو سره د (ثېثیلیا)په سواحلو کې د پیاده کېدو په تړاو مرسته وکړه ځکه (لوچیانو)په دې قادر وو چې د (کورولیونې) له مافیا سره اړیکي ټینګي کړي. وایي چې نامتو مافیوزو (کاپون) د امریکایانو د مخکي تګ مشري کوله. ګمان نه کېږي چې دا وروستۍ خبره دي سمه وي خو دا خبره کره ده چې امریکایي اوباشانو په هغه وخت کې له امریکایي څارګرۍ سره پوره مرسته کړي ده او د دې احتمال هم شته چې د (ثېثیلیا) مافیا به هم د امریکایانو راتګ ته خوشبینه وه او تر خپل غښتلي فاشیستي نظام به یې زیات په یو کمزوري امریکایي پلوي رژیم کې خپل پایښت لید.
له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د مافیا بیارغاونه
له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته (ثېثیلیا) د پام وړ پرمختګ وکړ او له یو زراعت بنسټه اقتصاد نه ورته صنعت او د خدماتو د چارو سره تړلی تجارت ورځ تر بلې مهمیده. دا چاره د دې سبب شوه چې مافیا باید د ایټالیا له عیسوي دموکراتانو سره خپلي اړیکي پراخي کړي وای، چا چې تقریبا په یوازي سر کابو پنځوس کاله د ایټالیي د قدرت واګي په خپل لاس کې درلودې. دا وخت د (پالیرمو) بیاودانول چې د (پالیرمو) د چور تر نامه لاندې مشهوره وو، د مافیا د عوایدو یوه لویه منبئه وګرځېده.
په ۱۹۵۷ کې د امریکایي هیرویینو د قاچاق واګي(ثېثیلیایانو) ته وسپارل شوي. په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ کلونو کې د مافیا ضد مبارزې په مقابل کې  (سلواتورې توتو ریینا) چې د آمرینو آمر یا (کاپو دي توتي کپي) ورته ویل کیده جګړه ماره چلند پیل کړ، داسي چې د دولتي مستخدمینو مړیو کوڅي ونیوي او دا مړي په ځلانده مړو یا (کاداوري ېثېلېنتي) مشهور شوو. هممحاله د (کورولیونې) قوم د ظالمانه تصفیوي سیاست په پایله کې په دې وتوانېد چې د (ثېثیلیایي) مافیا واګي په خپل لاس کې واخلي. په ۱۹۸۰ لسیزه کې یوازي د دوو کلنو په موده کې ۱۰۰۰ زر کسان ووژل شول. په ۱۹۸۶ کال کې (جیوواني فالکونیس) د داسي کسانو په ملګرتیا چې د (سلواتورې) له زورزیاتۍ نه په تنګ راغلي وو، لکه (توماسو بوشېطا) په دې وتوانېد چې مافیوزي محکمې ته راکاږي او په یوه په اصطلاح ماکسي کېس محکمه کې چې ۴۷۴ اتهامونه پکې وړاندي شوي وو، هغوی محاکمه کړي. محقیقن هر یوفالکونیس او (پاولو بورثېلینو) په ۱۹۹۲ کال کې د مافیا لخوا ووژل شول. سلواتورې په ۱۹۹۳ کې ونیول شو او (برناردو پرووینزانو) چې په تراکتور مشهور وو دهغه ځای ونیو.
پاک لاسونه یا (ماني پولیتې) د لوړې کچې د ایټالوي فساد د تصفې پېژندویه نښه وګرځېده.
سیلویو بېرلېسکوني چې دری دورې د ایټالیا لومړی وزیر پاتي شوی، هم د تېرو حکومتونو له بد شهرت نه په ګټه اخیستنه ځان د پاکلاسي تر نامه لاندي رامخته کړ. خو له هغې نه راوروسته د مافیا او بېرلېسکوني تر منځ د رابطو ډېر تهمتونه رامنځ ته شوو خو په شوالیه مشهور دا لومړی وزیر لا تراوسه هم د بډوخوړلو په تړاو نه دی محاکمه شوی. دا لومړنی لومړی وزیر نه دی چې له مافیا سره په تړاو متهم دی. (بېتینو کراثي) له دې وېري چي د بډي خوړلو په تړاو به محاکمه شي تونیس ته وتښتېد او بل لومړی وزیر (جیوولیو اندرېوتي) چي ۷ ځله لومړی وزیر پاتي شوی له مافیا سره د تړاو په ارتباط له ګڼشمېر محکمو نه روغ ووت. په ۲۰۰۶ کال کې د مافیا مشر(برناردو پرووینزانو) په غیره منتظره ډول له یوې کوټخې نه ونیول او زنداني کړای شو.


 کامورا


 (کامورا) په ایټالیې کې د سازمان شوي جرم د بیلابیلو ډولونو نه یوه ته ویل کېږي چې ځيني یې په ناسم ډول (ناپولیاني) مافیا بولي. داسي بیان یو څه غولونکی دی، ځکه (کامورا) په ټوله (کمپانیه) کې مسلطه ده خو قرارګاه یې په (ناپولي یا ناپولیس) کې ده.  غړیو ته یې کاموریستي وایي.
خپله د کامورا اصطلاح په غالب ګمان د (کاپو) یعنې آمر او د (مورا) یعني کوڅې له کلمو نه مرکبه شوي ده. د کامورا د منشئا په هکله بیلابیلي نظریې شته. یوه فرضیه دا ده چې وايي کامورا په ۱۶ پېړی کې په (سردینیا) او بیا وروسته د هغه وخت په (ناپولي) پاچایي کې د شخصي محافظینو له یوې ډلګۍ نه سر راپورته کړی دی خو په غالب ګمان کاروبار به يې د ۱۷ پېړی په پای کې د ناپولي د منطقې د بیوزله وګړو له لوچکانو مرکبه کوچنیو ډلګیو نه وده کړي وي.
کامورا د ۱۷۹۹ او ۱۸۱۵ کلنو تر منځ د فرانسې د انقلاب په پایله کې د ناپولي د جمهوریت د خپلواکۍ له اعلان او بیا د (هوسې بووربون) د شاهې کورنۍ د بیا په تخت کینستو تر مودې پورې د قدرت له خلا نه د زیږنده ګډوډیو په پایله کې په خورا جدیت سره سر راپورته کړ. دا سازمان د لومړي ځل لپاره په رسمي اسنادو کې په ۱۸۲۰ کال کې د کامورا د سازمان په نوم راڅرګند شو او په همدې کال کې د لومړي ځل لپاره د دوی له راڅرګند شوي لیکلي لارښود نه دا په ډاګه شوه چې دې سازمان لاپه هماغه وخت کې سازمان شوی جوړښت درلودۍ. په ۱۸۴۲ کال کې یو بل موندل شوي سند دې سازمان ته د شاملیدو تشریفات او زنداني شویو غړیو ته یې بېله شوي بودیجه ښوده.
په ۱۸ پېړی کې دا اصطلاح د (بیلا سوثیېتا ریفورما) یا د بیا سره متحدې شوې نیکۍ له نوم سره جوخت راڅرګنده شوه. دا د یو ډول ټولنیز نظم د بسیا کولو د خفیه ډلګیو یو شکل وو چې کله یې دا کار په ښکاره او کله یې له شاهي پولیسو سره په پټه همکاری کې ترسره کاوو. په هغه وخت کې به د کاموریستانو تنخوا پر قمار، کوڅه یي پلورونکو او دې ته ورته بیلابیلو کاروباریانو له لګیدلو مالیو تمویلېده.
لکه څنګه چې مو مخکې په ټوله کې د ایټالوي مافیا په هکله هم وویل کامورا هم په ۱۸۶۱ کې د ایټالیي له یو ځای کېدو نه وروسته، دې ته په پام سره چې د (ناپولې) بیوزلو وګړو نوي مرکزي دولت ته د اشغالګر قدرت په سترګه کتل، په ټولنه کې نوی رول ځان ته خپل کړ. هلته چېرته چې به دولت په ټولنه کې د سویلي ایټالویانو په کلتوري ادغام کې ناکام راغی، (کامورا) ته به د یو مرکزي ټولنیز الترناتیف فاکتور په سترګه کتل کېدل چې د قدرت په یو غښتلي او له مرکزي دولته په خپلواک فاکتور اوښتی وو.
په  ۱۹۴۳کې د متحدینو لخوا د ایټالوي امریکایي ګانګسترانو په همکارۍ د ایټالیا اشغال، ناپولې د جرم په ځاله بدل کړ او د سګرټو د قاچاق او فحاشت د غیرقانوني کاروبارغوټیو ګلونه وکړه او د جرم د نړی بلاربو مچانو د مجرمینو لښکرونه وزیږول. ناپولي د ناټو د سویلې څنډې قرارګاه وګرزېده او په داسې حال کې چې ښار د ناتو له پوځیانو او جګړه ځپلیو ملکي وګړو نه ورځ تر بلې ګڼیده، د کامورا اقتصاد هم ورځ تر بلې پسې غوړیده. 


د کامورا نن ورځنی یا نوی جوړښت


د کامورا اصطلاح اوس په نوی دور کې مختلفه جرمي سازمانونو ته د یوشریک پېژندویه عبارت په بڼه کارول کېږي. دا سازمانونه یو څه د ورته والي شریک ټکي لري خو د (ثېثیلیایي) مافیا برخلاف کوم واحد جوړښت یا خپلمنځي همغږي پکې نشته. ځکه نوهغه څه چې نن هم ورته کامورا ویل کېږي اصلا یو لړی پاشلي او یو له بل سره په مناقشه کې ښکېلي ډلګی دي چې له پخوانی کامورا نه یې توپير په دې کې دی چې دا اوس د یو لړ مختلفو کاروبارونو ټولګه ده چې د یویشتمې پېړی په نړیواله شوي اقتصاد کې د قانوني او غیر قانوني کاروبارونو تر منځ ښکته پورته ځغلي. دا کمپنی اوس د تېر په څېر د جرمي کاروباریانو د په غیرقانوني ډول ګټلیو پیسو د سپینولو یا مینځلو د کاروبار له درکه نه پایي، بلکه  په نړیوال بازار کې خورا د پام وړ سودمن کاروبارونه دي. د کامورا کمپنی اوس په ټوله اروپا او بیا په نړی کې د فا ضله موادو د انتظام، توریزم، نساجي او خوراکي توکو په کاروبار کي متخصیصین ګرځېدلي دي.  د دوی دا غیرمریي معاملې د دې سبب ګرځېدلی چي دوی اوس په (ناپولي) کې د (او سیستېما) یا سیستم په نامه یادېږي. البته دا هغه اصطلاح ده چې کاموریستان یې پخپله هم د ځان په هکله کاروي.


د کامورا اقتصاد


او سیستېما یا کامورا د (کالابریا) او (ندرانګیتا) له جرمي سازمانونو سره په شریکه ورځ تر بلې د اروپا د وسلې او مخدره توکو د پېر او پلور د کاروبار زیاتره برخه خپلوي. د کامورا د کاروبارونو پل په ډېری اروپایي مملکتونو کې لیدلی شو، له هغې جملي ناروې، فرانسه، هسپانیه، سکاتلند او فنلند یادولی شو. په ورته ډول د نړی په نورو برخو لکه چین، امریکا او روسیه کې یې هم نښي لیدل کېږي. د کامورا د عوائدو یوه برخه په طبیعت کې د چاپېریال ته خطرناکه فاضله موادو له غیر قانوني خښولو نه لاس ته راځي. په ۲۰۰۵-  ۲۰۰۷ کلنو کې له کامورا سره د تړاو لرونکي کاروبار په هکله لاندي ارقام د یادولو وړ دي:
0. د ژویو له غیر قانوني تجارت نه دری اشارئیه یو میلیارده  یورو عاید
1. له چاپېریال سره تړاولرونکي جرم له درکه ۲۳ میلیارده یورو عاید
2. د وسلې تجارت کامورا ته هر کال ۲۰۲۰ میلیونه یورو عاید ورکوي.
3. د مخدره توکو تجارت کامورا ته هر کال ۷۲۰۰ میلیونه یورو عاید ورکوي.
یوازي د (ناپولي) په ښار او د کمپانیه په سیمه کې کم له کمه ۲۲۸ کسان د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۷ کلنو تر منځ د کامورا لخوا ترور شوي دي.


امریکایي مافیا


د پېړی له پیل نه او بیا تر لومړی نړیوالې جګړې پوري کابو اته لکه ۸۰۰۰۰۰ ثېثیلیایان امریکې ته کډوالۍ ته مخه کړه. پر شرابو د لګېدلي بندیز په دور کې د الکولي توکو د قاچاق ۲۵ سلمه د ایټالویانو لخوا تر سره کېده او نامتو مافیوزو (الکه پونې) د جرم د نړی لوړو ته په همدې وخت کې ورسېد. کله چې دا بندیز هم لرې کړای شو مافیا قمار(کاسینوچلونې) ته مخه کړه. په ۱۹۳۰ لسیزه کې مافیا ته شرایط ورځ تر بلې ذیقیده او الکه پونې، لوچیانو او د مافیا ګڼشمیر نوري وتلي څېرې زنداني شوې.


چینایي مافیا


چینایي ترییاد د چینايي جرمي کړیو پېژندویه نښه ده. دا ډلګۍ اوس په هانګ کونګ، چین، د پرتګال په پخوانۍ مستعمرې ماکو چې په ماندرین ژبه کې ورته اومېن وایي، او د نړی د لویو ښارونو په چاینا ټاونونو کې فعاله دي. دوی اساسا د مخدره توکو په پېر او پلور، د پیسو مینځلو، فحاشت او د پیسو په مقابل کې د مصئونیت ورکونې یا رېکېټ په کاروبار بوخت دي. خو د دوی د عوائدو یوه برخه د ډي وي ډیو او سي ډیو له غیر قانوني کاپي کونې نه هم لاس ته راځي.
ترییاده په ۱۷۶۰ کلونو کې د چینګ د سلطنتي کورنۍ په مقابل کې د مقاومت د یوې ډلګۍ په ډول راڅرګنده شوه چې تریاندیهوی یا د ځمکي او آسمان ټولنه به یې بلله چې موخه یې د چینګ د سلسې نسکورول او د مینګ د سلسلې قدرت ته رسول وو. د تریاندیهوی له پراخیدو سره مختلفي څانګي پرانستل شوې چې یو له مشهور څانګو یې د دریګوني همغږۍ د ټولنې نوم ځان ته خپل کړ. دری ګوني یعني د ځمکې، آسمان او انسان تر منځ خپلمنځي همغږي. د ترییادې نوم انګریزانو په هانګ کونګ کې د بریتانوي استعمار د ادارې په وخت کې د همدې دری ګوني همغږی پر بنسټ په سکو ضرب کړه. په ۱۹۴۹ کې کله چې کمونست ګوند په چین کې د قدرت واګي په لاس کې واخیستې، ترییادې خپلي اساسي اډي هانګ کونګ ته انتقال کړې. د ۲۰۰۸ کال ارقام ښي چې په هانګ کونګ کې ۵۷ ترییاد ډلګۍ وې چې کوچنۍ ترینې یې ۵۰ او تر ټولو سترو يې ۳۰۰۰۰دیرش زره غړي درلودل. تر ټولو مشهوري هغه یې  سون یيي وون، وو  شینګ وو او ۱۴ک. دي.


روسي مافیا


روسي مافیا له سړې جګړې راپدیخوا موجوده وه خو دولتي مقامات ډېرناوخته د هغې له پراختیا نه خبر شوو. د څارګرو ادارو له قوله چې روسي مافیا اوس دومره غښتلي شوی وه چې په ۸۰۰۰ ګروپونو وېشل شوي څه د پاسه ۱۰۰۰۰۰سل زره غړي یې لرل. دې ګروپونو د ټولو شخصي کمپنیو ۷۰ تر ۸۰ سلمه تر خپلې ادارې لاندي درلودل او د روسیې د اقتصاد ۴۰ سلمه یې خپله وه.
د شوروي له منحل کېدو نه وروسته کله چې روسیې له اقتصادي بحران سره پنجې نرمولې، مافیایي کاروبار د ودې لوړو ته ورسېد. بحران د دې سبب شو چې د مسکو، سانکت پېتررزبورګ او کییف ګڼشمېر اوزګار ځوانان دې ته متوجه شي چې مافیا له هغې ژورې بیوزلۍ نه چې دوی ورسره مخ وو د وتلو بهترینه لار ده. داسي ګمان کېده چې ډېری غړي یې د پخواني وسله وال پوځ او کې جې بې د ځانګړو قطو غړي وو چا چې له سړې جګړې نه وروسته ځان ته په پوځ او څارګره اداره کې ځای نه لید. د اخلاقي فساد خپرېدل هم مافیا ته په ورجلبېدو کې ژور اغیز درلود.


   جاپاني مافیا


معمولا د یاکوزا اصطلاح په جاپان کې د جرمي ګروپونو په هکله کارول کېږي. د دې ډلګیو غړیو ته هم کېدای شي له ورته کلمې نه کارواخلۍ.