د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي خبر ورکوي چي د دې ولايت د پېچراګام په ولسوالي کي سېلابونه راغلي او څلور تنه يې وژلي .
چارواکي همدا ډول وايي چي په دې سېلابو کي کرهڼيزي مځکي او يو شمېر څاروي هم له منځه تللي .
د يادوني وړ ده چي دا لومړى ځل نه دئ چي دا ډول سېلابونه راوزي بلکي د تېر مياشتي په اوږدو کي د ننګرهار په بېلابېلو ولسواليو کي په وار وار سېلابونه راغلي او مالي او ځاني زيان يې اړولى .