د غزني ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په قره باغ ولسوالي کي د وسله والو طالبانو او ملي پوليسو تر منځ نښته سوې او پکښي مرګ ژوبله اوښتې .
چارواکي وايي چي نښته تېره ورځ رامنځ ته سوې او وسله والو طالبانو غوښتل چي د يادي ولسوالۍ قوماندانۍ ته ننوزي چي د ملي پوليسو د سخت مقاومت سره مخ سول .
چارواکي زياتوي چي په دې نښته کي يو پوليس وژل سوى او يو پوليس او دوه وسله وال طالبانو ژوبل سوي دي.