د ((ښکلا)) مجلې د پنځم کال څلورمه او پنځمه – پرله پسې اته ويشتمه او نه ويشتمه ګڼه له چاپه راووته .
ښکلا مجله چي دتېرو پنځو کلونو راهيسي په پرله پسې توګه چاپيږي ، په افغانستان او نړۍ کي زيات شمېر مينه وال لري ،په کندهار کي د بېنوا فرهنګي ټولني دوې مياشتنۍ خپرونه ده چي دوې پرله پسې ګڼي يې د بېلا بېلو پوهانو او ليکوالانو له په زړه پوري علمي، سياسي، تاريخي او ادبي مطالبو سره تازه له چاپه راووتې.
درانه لوستونکي کولاى سي په مجله کي د خپرېدو دپاره ليکني او د ښکلا په اړه خپل نظريات او نيوکي پر skala.afg@gmail.com راوليږئ .
په دې ډول د ښکلا ګډون وکړئ
پر يوه پاڼه په لاتيني حروفو خپل نوم او پوره پوستي ادرس وليکئ او بيا يې د يوه کال د ګډون (ديرش يورو يا يې انډول) سره يوځای په عادي (نه راجستر) پوست کي پر دې پته راواستوﺉ :
دګډون کلنۍ ونډي
افغانستان ١٢٠ افغانۍ. پاکستان ١٥٠ روپۍ.
بهرني هيوادونه 29.99 €يورو يا يې انډول.
Skala Journal
Tiranaplantsoen149
2034TM_Haarlem
The
معلومات
T. 0031 6 22 30 36 11
په افغانستان کي زموږ پته :
دښکلا مجلې اداره
د موسی خان جامع سړک
هرات دروازه – کندهار ښار
افغانستان
د ښکلا مجلې اداره د ټولو هغو ګډون کوونکو څخه چي وروستۍ ګڼي نه دي ورته رسيدلي هيله کوي چي خپلي نوي پتي د ښکلا پر برېښناليک پته (skala.afg@gmail.com ) راوليږي.