کور / تازه خبرونه / د ځانمرګي په ګډون ٧ کسيزه وسله واله ډله ونيول سوه

د ځانمرګي په ګډون ٧ کسيزه وسله واله ډله ونيول سوه

د کندها رد ملي امنيت رياست د يوه ځانمرګي بريدکوونکي په ګډون د وسله والو يوه ٧ کسيزي ډله د يو شمېر وسلو او مهماتو سره يو ځاى نيولې او نن يې په همدې رياست کي رسنيو ته وښودله.
په ياده ډله کي يو تن ځانمرګى بريد کوونکى او د قاري جلات او بخت محمد په نومونو د وسله والو دوه قوماندانان شامل دي چي تېره ورځ د کندهار ښار دننه د ملي امنيت رياست د منسوبينو لخوا ونيول سول.
د کندهار د ملي امنيت رئېس بريد جنرال محمد نعيم مؤمن وايي چي د وسله والو دغه ډله يې د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ نيولې .
نوموړى وايي چي ياده ډله يې مخکي تر دې چي په دې ولايت کي بريدونه ترسره کړي نيولې