تېره ورځ ماځيګر مهال ٦ ټنه خواږه خټکي چي د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کي توليد سوي وه د زياتي ګټي وټي په موخه د همدې ولايت د هوايې ډګر څخه په دوبۍ کي نړيوالو مارکيټونو ته انتقال سول.
ياد شپږ ټنه خټکي چي تېره ورځ د اريانا افغان هوايې شرکت په مرسته دوبۍ ته انتقال سول په امتحاني ډول به په نړيوالو مارکيټونو کي پلورل کيږي او که چيري په ښه بيه وپلورل سول دې ته به لاره هواره کړي څو په راتلونکي کي به په زياته کچه صادر سي.
ددې خټکيو له لېږلو سره د کندهاري بزګرانو هغه غوښتني ته ځواب وويل چي سو چي هميشه به يې له دولت څخه په بهرنيو مارکېټونو کي په ښه بيه د خپلو توليداتو د پلور په موخه کول او په دې برخه کي د اقدام غوښتونکي وه.
د يادو سو ٦ ټنه خټکيو د پلور سره به د سپين بولدک ولسوالۍ بزګرانو ته ددې زمينه مساعده سي چي له خپلو حاصلاتو د پخوا په پرتله لا زياته ګټه تر لاسه کړي او ورځنى عايد يې زيات سي.
له دې وړاندي تېر کال د کندهار ولايت انګور او انار هم چي له نړيوال شهرته برخمن دي نړيوالو بازارنو ته صادر سول چي په ښه قيمت خرڅ او بزګرانو ورڅخه مناسبه ګټه وټه تر لاسه کړه.